د اروپا د مالي لارې چارې ثبتېدل، يو ناوخته، خو اميدوارونکے ګام
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80047-د_اروپا_د_مالي_لارې_چارې_ثبتېدل_يو_ناوخته_خو_اميدوارونکے_ګام
د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير سياسي مرستيال له ايران سره د اقتصادي ملګرتيا د دوام لپاره د اروپا د مالي لارې چارې له شروع کېدو څخه د اروپايانو د وړومبني ګام په توګه هرکلے کړے دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2019 10:10 Asia/Kabul
  • د اروپا د مالي لارې چارې ثبتېدل، يو ناوخته، خو اميدوارونکے ګام

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير سياسي مرستيال له ايران سره د اقتصادي ملګرتيا د دوام لپاره د اروپا د مالي لارې چارې له شروع کېدو څخه د اروپايانو د وړومبني ګام په توګه هرکلے کړے دے.

سيد عباس عراقچي پرون هيله څرګنده کړه چې د اروپا مالي لاره چاره دې په کامله توګه اجراء شي او نيمګړتيا دې ونه لري او ټول سامونه دې پکښې شامل وي. هغه زياته کړه، د اروپا مالي لاره چاره به هغه وخت د ايران لپاره پوره ګټوره ثابته شي چې د غېر اروپائي هېوادونو او شرکتونو لپاره هم لاسرسائي ولري.

بالاخره جرمني، فرانسې او برطانيې له برجام اېټمي موافقې څخه د امريکې له وتلو او د ايران په خلاف د بيا بنديزونو لګولو نه تقريباً نهه مياشتې وروسته پرون له ايران سره د غېر ډالري تجارت د اسانولو او د امريکې د بنديزونو د ختمولو په هدف سره اروپائي مالي لاره چاره پرانېسته کړه.

د اروپا مالي لاره چاره اېنېسټېکس INSTEX نوميږي. د دغه مېکانېزم له شروع کولو نه مقصد د ايران د اسلامي جمهوريت لپاره د برجام د اقتصادي ګټو له ساتنې سره مرسته ده. په دغه مالي لاره چاره کښې به وړومبے غېر بائيکاټي سامانونه لکه خوراکي مواد او درمل شامليږي چې د ادائېګيو لپاره يو مېکانېزم جوړ شي.

د اروپا په لاره چاره کښې به په ورپسې ګام کښې بائيکاټي سامونه شامل شي او په کلي توګه د دغه مېکانېزم مقصد د بائيکاټ شويو سامونونو شاملول دي.

په داسې حالاتو کښې که په ورپسې ګام کښې اروپايان بائيکاټي سامانونه د اروپا په مالي لارې چارې کښې شامل نه کړي او اروپائي شرکتونه له ايران سره د ملګرتيا لپاره ونه هڅولې شي نو د امريکې د بائيکاټو ختمولو لپاره ورته اميدواره کېدې نه شوو.

هغه څه چې له ايران سره د غېرډالري تجارت لپاره د اروپا د مالي لارې چارې تر عنوان لاندې پرون د جرمني، فرانسې او برطانيې لخوا د رومانيې په پائتخت بخارسټ کښې پرانېستې شوه هم هغه شان په وړومبۍ مرحله کښې شتون لري او د هغې د فعاليت د لمن د پراخولو لپاره زيات فني کارونه ترسره کول لا باقي پاتې دي. په همدې زمينه کښې د ايران د خارجه وزارت د نړيوالې صلحې او امنيت عمومي سېکتر رضا نجفي وويل، له ايران سره د اروپائي اتحاديې د مالي لارې چارې پرانېستل له برجام اېټمي موافقې څخه په ملاتړ کښې د اروپايانو وړومبنے ګام دے چې پکار دي عملي شي.

په هر حال د اروپايانو دغه اقدام يو مثبت ګام ګڼل کيږي چې هم هغه شان باوري دي چې برجام پکار دي وساتل شي. په همدې زمينه کښې د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست مشرې مېرمن فيډريکا موګريني د اروپا او ايران د خاصې مالي لارې چارې له ثبتېدو سره په يو وخت وويل: اروپائي اتحاديه  د برجام اېټمي موافقې له پوره اجراء کېدو څخه ملاتړ کوي.

برجام د يوې داسې موافقې په توګه چې د نړيوالې ډېپلومېسۍ نتيجه ده د اروپا لپاره يو حيثيتي اړخ لري او له برجام څخه په ملاتړ کښې د اروپايانو سياسي دريځ نيونې په همدې چوکاټ کښې شتون لري. خو له دې سره سره د اروپا مالي لاره چاره يوازې تر سياسي دريځ نيونې پورې نه محدوديږي. اروپائي او غير اروپائي شرکتونه په داسې حالاتو کښې حاضر دي د دغې لارې چارې په چوکاټ کښې داسې کار  وکړي چې د امريکې له سزاګانو لرې وي.

د دغې مهمې چارې عملي کېدل د اروپايانو د لا مضبوطو عملي ګامونو اوچتولو ته ضرورت لري چې حتی د برجام اېټمي موافقې د  ساتنې د قيمت په ادا کولو کښې شکمن نه شي.د اروپا او ايران د مالي لارې چارې له ثبتېدو سره په مخالفت کښې د امريکې موقف ته په پام سره د دغې لارې چارې د عملي اجراء په سر د واشنګټن او اروپا ترمېنځ د جدي مشکلاتو دوام امکان لري. له دې سره سره بلومبرګ تحليلي خبري سائيټ وليکل: له ايران سره د اېنېسټېکس لارې چارې شروع کېدل د امريکې له اقتصادي قوت سره د مقابلې لپاره د اروپايانو په هلو ځلو کښې د عطف د يو مهم ټکي ښودنه کوي.

-----------