د ایران اسلامي انقلاب په اقتدار سره ولاړ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80060-د_ایران_اسلامي_انقلاب_په_اقتدار_سره_ولاړ_دی
د ایران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر قومندان د ایران خلاف د دښمنانو دسیسو ته په اشارې سره ویل: له ټولو دښمنیو سره سره، اسلامي انقلاب په قدرت سره ولاړ دی او د هیواد عزت او اقتدار ورځ په ورځ لازیاتیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 02, 2019 04:09 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي انقلاب په اقتدار سره ولاړ دی

د ایران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر قومندان د ایران خلاف د دښمنانو دسیسو ته په اشارې سره ویل: له ټولو دښمنیو سره سره، اسلامي انقلاب په قدرت سره ولاړ دی او د هیواد عزت او اقتدار ورځ په ورځ لازیاتیږي.

د ایران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر قومندان د ایران خلاف د دښمنانو دسیسو ته په اشارې سره ویل: له ټولو دښمنیو سره سره، اسلامي انقلاب په قدرت سره ولاړ دی او د هیواد عزت او اقتدار ورځ په ورځ لازیاتیږي.

جنرال رمضان شریف پرون د ایران د سویل په بوشهر کښې د سباؤن د لسیزې د پيلیدو په مبارکۍ ویلو سره څرګنده کړه: دښمنان د مختلفو طریقو په کارولو سره د ایران د اسلامي جمهوري نظام د بې کاره ښودلو په لټه کښې دي خو د ایران خلک ښه پوهیدلي دي چې د دغو رسنیو خاوندان، د دې نظام قسم خوړلي دښمنان دي.

هغه په دې خبرې سره چې امریکایان غواړي داسې القاء کړي چې کوم کسان چې د امریکې ملګرتیا ونه کړي هغوي یو غوره هیواد نه شي لرلی، څرګنده کړه: اسلامي انقلاب ډیر برکتونه درلودلي او ورځ تر بلې لازیات پرمختګ او بریاوې ترلاسه کوي.