د ایران دسلواغې د ۱۳ نیټې ځینې مطبوعات
د حضرت امام خمینی رح په سپیڅلی حرم کی د اسلامی انقلاب د سباوون لسیزې دستورې پیل شوی دی .
جمهوری اسلامی
د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍپه درست ایران کی د سباوون لسیزې او د انقلاب د څلویښت کلنۍ د جشن د پیلیدا په اړه بیلا بیل مطلبونه او انځورونه چاپ کړی دی . په دې هکله په همداسې یوه مطلب کی راغلی دی مونږ نه شرق غواړو او نه غرب مونږ په ایران کې اسلامی جمهوریت غواړو
څلویښت کاله پخوا دایران داسلامی انقلاب ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی رح له پنځلس کلنۍ جلاوطنۍ وروسته دایران د غیرتی ولس په تاودۀ او ولولناک هرکلی کې پخپلې خاورې ګام کیښود
ایران ته د هغه بزرګوار له راتلو لس ورځې وروسته د سلواغې په دوه ویشتمه نیټه دایران اسلامی ځلانده انقلاب بریالی شو او په درست ایران کې داسلامی ایران نغمې پورته شوې
په همدې دلیل د سلواغې له دولسمې نیټې یعنی ایران ته دحضرت امام خمینی له راتلو ورځې څخه دسلواغې تر دوه ویشتمې نیټې پورې یعنی داسلامی ا نقلاب تر بریالیتوب پورې دغه لسیزه د سباؤن لسیزه نومول شوې او هرکال په دغه ورځ پرتمین او ولولناک جشنونه اود ستورې جوړیږی .
دسباؤن لسیزې په پیل سره داسلامی ایران درست ولس د خپلو شهیدانو او سرښیندونکو دقربانیانو په ویاړ دستورې جوړوی او همداراز په تهران کې هم د اسلامی ایران دبنسټګر په سپیڅلی حرم ، دمهرآباد هوائی ډګر او دغه راز نورو ډیرو ځایونو کې حکومتی او پوځی لوړپوړی چارواکی او چاروال ، دشهیدانو کورنۍ او درست ولس ولولناکې دستورې جوړوی او له خپلو سپیڅلو آرمانونو سره بیعّت نوی کوی .
د ایران په وړاندی د امریکا یوه بله ماته ، اروپایی اتحادیې له ایران سره د مالی لارو چارو چینل پرانستل شو .
ملګرو ملتو د اسراییلو د ښارګیو جوړولو پرضد د نړیوالې ټولنې د اقدام غوښتنه وکړه .
امریکا د مینځ واټنه توغندویو له تړونه وواته .
اطلاعات
د حضرت امام خمینی رح په سپیڅلی حرم کی د اسلامی انقلاب د سباوون لسیزې دستورې پیل شوی دی .
د ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف له اطلاعات ورځپاڼۍ سره په مرکه کی ویلی دی چی له دنیا سره تعامل به د ایران په ګټه تمام شی .
داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف له ایران سره د اروپا د تجارت د ځانګړی چینل د اجرا له رسمی اعلانه وروسته پخپل ټولنیز پیغام کې وئیلی دی ایران په متقابل احترام او برابرو شرائطو کې له اروپا سره رغنده تعامل لپاره تیار دی .
جواد ظریف وئیلی دی ،اسلامی ایران دامریکا دغیر قانونی بندیزونو له بیرته ستنیدا وروسته دایرانیانو د ګټو دتضمین له لارې دجامعې ایټمی موافقې د ژغورنې لپاره د اروپائی ټرائیکا (جرمنی ،انګلستان اوفرانسې) د ژمنو داجراپه لاره کې د لومړنی ګام په توګه د :انسټکس(INSTEX) یعنی د ایران او اروپا دمالی چارو د نظام ، که څه هم په ځنډ سره دی،هرکلی کوی.
اروپا بلاخره له میاشتو میاشتو وروسته په رسمی توګه له ایران سره د تجارت دځانګړی چینل د پرانیستو رسمی اعلان وکړ .
د جرمنی ، بریتانیا اوفرانسې خارجه وزیرانو ، هایکو ماس ،جرمی هانټ او ژان ایو لودریّن د رومانیا په پلازمینې بخارسټ کې داروپائی اتحادئې دخارجه وزیرانو له غونډې وروسته په یوې ګډې اعلامیې کې وئیلی دی ، د اینسټکس په نامې سره له ایران سره داروپائی اتحادئې مالی چینل په رسمی توګه افتتاح شوی دی .
قطر د اسیا د ملتونو د فټبال کپ اتل شو .
د تهران د جُمعې نمانځه خطيب وويل: د ايران خلک به د مرغومي د مياشتې په ۲۲په لاريون کښې په شرکت کولودښمنان مايوسه او د هغوي دسېسې شنډې کړي.
د اروپا پارلیمان خوان ګوایدو د وینزویلا ولسمشر وباله .
ایران
په درست اسلامی ایران کی د اسلامی انقلاب د څلویښت کلنۍ جشنونه پیل شوی دی .
اروپایی هیوادونو بالاخره له ایران سره تجاری کانال پرانسته ، دی اران خارجه وزارت وایی هرکلې یې کوو ، خو دا لومړنې ګام دې .
امریکا د خپلواکه ایران د زغملو توان نه لري ، د لبنان د حزب الله غورځنګ د سیکتر مرستیال په دې خبرې سره چې امریکا د خپلواکه او د کمزورو د ملاتړي ایران د زغملو توان نه لري، زیاته کړه: ایران څلویښت کاله د سختیو له زغملو سره سره، مقاومت وکړ او اوس د خپلو پرمختګونو او ستر ولس په برکت ماته نه منونکی دی .
د ایران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر قومندان د ایران خلاف د دښمنانو دسیسو ته په اشارې سره ویل: له ټولو دښمنیو سره سره، اسلامي انقلاب په قدرت سره ولاړ دی او د هیواد عزت او اقتدار ورځ په ورځ لازیاتیږي.
دژمنو ماتول دسپینې ماڼۍیو همیشنی سیاست دی ،دروسیې دخارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زاخارووا په یولړڅرګندونو کې وئیلی دی دواشنګټن چارواکو په بیلابیلو زمینو کې ډیرې ژمنې کړی دی ، چې یوه ئې هم نه ده پوره شوې .
د امریکا له سی ای اې وروسته سنا هم د ټرمپ د سیاست په وړاندې ودریده او وایی چی له سوریې او افغانستانه نه ووځو .