د ايران د اسلامي جمهوريت له کاميابو سره مل څلور لسيزې (۴)
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80073-د_ايران_د_اسلامي_جمهوريت_له_کاميابو_سره_مل_څلور_لسيزې_(۴)
د ايران د اسلامي جمهوريت په څلوېښت کلن عمر کښې په مختلفو اړخونو او ډګرونو کښې سائنسي پرمختګونو په چټکتيا سره دوام لرلے دے، خو دغه پرمختګونه په ځينو زمينو کښې ډېره زيات او ځلانده دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 02, 2019 10:41 Asia/Kabul
  • د ايران د اسلامي جمهوريت له کاميابو سره مل څلور لسيزې (۴)

د ايران د اسلامي جمهوريت په څلوېښت کلن عمر کښې په مختلفو اړخونو او ډګرونو کښې سائنسي پرمختګونو په چټکتيا سره دوام لرلے دے، خو دغه پرمختګونه په ځينو زمينو کښې ډېره زيات او ځلانده دي.

منجمله د بنيادي سېلولونو يا حجرو په نوې جوړه شوې او پېچلې څانګه کښې ايراني سائنسدانانو حېرانونکې کاميابۍ حاصلې کړې شوې دي. بنيادي سېلولونه يا stem cells په انساني بدن کښې هغو سېلولونو ته ويل کيږي چې د بدن د نورو اندامونو په سېلولونو د بدلېدو توانمني لري. په دا ډول هغوي کولې شي د بيماريو په معالجه، د زخمونو په سمولو  او د دردونو په کلارولو کښې يو مهم رول ادا کوي.بنيادي سېلولونه د بدن مختلفو برخو په خاصه توګه د زېږل شوي ماشوم د نامۀ په تسمه، د هډوکو په مغزو ، د غاښونو په ځينو برخو او د وازدې په ځينو برخو کښې شتون لري او سائنسدانانو هيله من دي چې په نزدې راتلونکو کښې د سرطان يا کېنسر، آلزائمر، پارکينسون او ځينې نورې بيمارۍ د دغو سېلولونو له لارې معالجه کړي. په ايران کښې له 1990 مې لسيزې راهسې د بنيادي سېلولونو يا سټېم سېلز په اړه  تحقيقات شروع شول. او په 1991 کال کښې د رويان نومې تحقيقاتي مرکز په پرانستېدو سره دغه تحقيقت په جدي توګه لا زيات شول، په دا ډول چې اوس ايران په دې زمينه کښې د نړۍ د برترو هېوادونو په قطار کښې راغلے دے او په اېشيا کښې څلورمه رتبه لري.

ايراني محققان تر اوسه په بنيادي سېلولونو په ډګر کښې له خپلې پوهې په استفادې سره د سترګو،مغزو ، هډوکو، د وينې جوړونکو سېلولونو په پيوند لګولو او همدا رنګ د زړۀ، هډوکي، څرمن، سترګو د زيان موندونکي جوړښت په رغولو او حرام مغز د ضائع شويو برخو او نورو بيمارو په معالجه کولو کښې کامياب شوي دي. هغوي څو کاله وشول چې د اېشيا د لويديځ د نامۀ د تسمې د ترټولولوے بېنک جوړ کړے دے چې له دې لارې د يو کس احتمالي بيمارۍ په راتلونکو کلونو معالجه کړي. بايد دا ټکے هم بيان کړوو چې په ايران کښې له بنيادي سېلولونو څخه په استفادې سره علاج له نورو هېوادونو څو چنده ارزان دے. په دا ډول چې په امريکه  کښې د وينې جوړونکو سېلولونوپېوند په زرګونو ډالر لګښت لري خو يو ايراني بيمار د علاج له دغه پرمختللي روش څخه ويړيا استفاده کولې شي. البته د ايران اسلامي جمهوريت په کلي توګه د جېنېټک سائنس په زمينه کښې د پام وړ کاميابۍ حاصلې کړې دي او د اېشيا په لويديځ سيمه کښې وړومبۍ رتبه لري.  د نباتاتو او حېواناتو په ښه توګه د کارنده توب لپاره په هغوي کښې جېنېټکي اصلاح او له دې نوي علم څخه د استفادې د فوائدو په شمول دانسانانو د بيماريو له معالجې سره مرسته ده.همدارنګ ايراني سائنسدانانو په ۲۰۰۹ کال کښې شبيه کړې شوي وړومبني پسۀ د زېږېدوپه اعلان سره د نړۍ سائنسي ټولنې ګوته په خوله کړې او له دې وروسته يو شمېر هغه څاروي او حېوانات چې د ختمېدو په حال کښې دي شبيه سازي يا جنېټکي اصلاح کړې  شول.

نانو ټېکنالوجي يو نوے سائنس دے چې په زياترو سائنسي څانګو کښې يې لوے بدلونونه راوستي دي او په تېزۍ سره د پراختيا په حال کښې دے.د ايران اسلامي جمهوريت هم له خپلو زيار وېستونکو سائنسدانانو او څېړونکو څخه په استفادې سره کړې شوي دي په نړۍ د دغې پېچلې ټېکنالوجۍ په زمينه کښې د پام وړ مقام حاصل کړي او د عوامو لپاره يو لړ سترې برياوې په ډالۍ کښې راوړي. په نانو ټېکنالوجۍ کښې دا کوشش کيږي چې د مادې په ډېر وړو ذراتو کښې په هدفمنو بدلونونو سره په لا زيات او غوره تکل سره نوي مواد، ترکيبات او وسائل جوړ شي.ايران په اوس  حال کښې د نانو ټېکنالوجۍ په زمينه کښې د سائنس د توليد له نظره به نړۍ څلورم مقام لري او په زمينه کښې فعالو يو سل اتيا شرکتونو تر اوسه له دغې ماډرن ټېکنالوجۍ څخه په استفادې سره له څلور سوه شلو نه زيات نوي سامانونه توليد کړي دي. له دغو توليداتو څخه تقريباً ۳۵ فيصده د لېبارټريو او صنعت د سامونونو په زمينه کښې  او نور باقي د روغتيا او نساجۍ وغېره په صنعت دي.د ايران اسلامي جمهوريت په نانو ټېکنالوجۍ کښې په حېرانونکو پرمختګونوسره نه يوازې د خلقو مهم خدمتونه کړي دي بلکه سامانونه يې اوه څلوېښتو هېوادونو ته صادروي.

نن سبا په فضاء کښې د شتون او له سېټلائيټي اسانتياو څخه د استفادې اهميت له هر وخت نه زيات احساسيږي.  سټېلائيټونه يا سپوږمکۍ د مخابراتو ، د زېرمو د تحقيقاتو او څېړنو، هواپېژندنې او نقشه جوړونې په شان زمينو کښې له انسان سره موثره مرسته کوي. او ځينې هېوادونه هم ترې د جاسوسۍ او فوځي مقاصدو لپاره استفاده کوي. سټيلائيټ يا سپوږمکۍ  او د هغې په زمکه باندې پلېټ فارس او د  فضاء ته د هغې لېږونکے توغندے يو پېچلے جوړښت لري چې جوړېدل يې پرمختللي سائنس او ټېکنالوجۍ ته ضرورت لري. د ايران اسلامي جمهوريت د سپوږمکيو د اهميت په درک کولو سره تقريباً شل کاله وشول چې دغه ډګر ته يې وردانګلي دي او د زياتو بنديزونو او پابنديو باوجود زيات پرمختګونه کړي دي.ايران اوس د دنيا په هغو يولسو هېوادونو کښې شامل دے چې د سپوږمکۍ د لېږلو ټېکنالوجي لري او د سپوږمکۍ فضاء ته په لېږلو کښې اتم هېواد دے. همدارنګ ايران د اېشيا د لويديځ يوازېنے هېواد دے چې د سپوږمکۍ د جوړولو توانائي لري. د ايران اميد نومې  وړومبنے سپوږمکۍ په ۲۰۰۹ کال کښې سفير اميد نومې توغندي سره په کاميابۍ سره فضاء ته ولېږل شوه. او ايران په رسمي توګه د سپوږمکۍ د جوړولو او لېږلو د ټېکنالوجۍ لرونکو هېوادونو په کلب کښې شامل شو. دوه کاله پس رصد نومې سپوږمکۍ په لا زياتو سهولياتو او وسائلو سره د تصوير اخېستلو لپاره آسمان ته ولېږل شوه او په 2012 کال کښې نويد نومې سپوږمکۍ فضاء ولېږلې شوه. د ايران ترټولو وروستۍ سپوږمکۍ چې فجر نوميږي هم په 2015 کال کښې په خپل مدار کښې راغله. اوس د ايران څو نورې سپوږمکۍ هم فضاء ته د لېږلو په نوبت کښې شتون لري چې د خپلو اطلاعاتو په لېږلو سره د ايران د پرمختګ او ترقۍ په خدمت کښې وګرځي. همدرانګ ايراني سائنسدانانو په دريو نوبتو کښې د څو بيزوګانو په شمول ژوندي موجودات فضاء ته ولېږل او ژوندي او سالم يې زمکې ته راکوز کړل. په دا ډول ايران د فضائۍ ژوند لرونکو څو هېوادونو په قطار کښې راغے. ايران اوس دې چمتو کيږي چې په نزدې راتلونکو کښې خپل وړومبنے فضاء نورد فضاء ته ولېږي.

يوه بله پرمختللې ټېکنالوجي چې ايران پکښې په تېرو دوو لسيزو کښې زياتې کاميابۍ لرلي دي اېټمي صلح ايزه ټېکنالوجي ده. لويديځو هېوادونو په تېره بيا امريکې کوشش کړے دے چې دغه لاسته راوړنې خطرناکې وښئ او له دغه پرمختګ څخه د مخنيوي لپاره يې هر ډول بنديزونه ولګول په داسې حال کښې چې ايران د اېټمي انرجۍ د نړيوال اژانس ترپوره څارنې لاندې د کرهڼې، روغتيا او برېښنا جوړولو په شان چارو کښې د استعمال لپاره خپل صلح ايز اېټمي پروګرامونه مخ وړاندې بيائي. په اصولي توګه نن سبا په داسې حال کښې چې فسيلي سونګونه مخ په ختمېدو دي او هېوادونه د اېټمي سونګو په شمول د انرجۍ نورو سرچينو ته خاصه پاملرنه لري، خو يوازې څو هېوادونو کړې شوي دي چې د اېټمي سونګو د توليد پېچلې او اوچتې ټېکنالوجۍ ته ورسي. د ايراني سائنسدانانو له ډېرو کوششونو وروسته  ايران د ۲۰۰۶ کال په اپرېل کښې د دنيا د اتم هېواد په توګه د دغې ټېکنالوجۍ پوره سېسټم ته لاس رسائي پېدا کړه او د نړۍ سائنسي ټولنې يې حېرانه کړې. ايراني سائنسدانانو په چټکتيا سره د لويديځو هېوادونو د بائيکاټونو او دباونو باوجود د يورانيمو پخول 3.5 او 5 فيصدو ته ورزيات کړل. له بلې خوا د تهران د تحقيقاتي رې اېکټور  لپاره چې روغتيائي او صنعتي استعمال لري د شل فيصدو پخ شوو يورانيمو له خرڅولو څخه  د دغو حکومتونو له ډډې کولو وروسته د ايران اسلامي جمهوريت اعلان وکړ چې خپله به دغه پېچلے او دقيق کار ترسره کړي او بالاخره په 2010کال کښې يې دغه ستره کاميابي حاصله کړه. خو صهيونېسټ رژيم چې دغه پرمختګونه يې د ځان لپاره يو خطر بلۀ د خپلو عواملو په لاسو د ايران څلور تنه سائنسدانان شهيدان کړل. خو ايراني سائنسدانان هم هغه  په مختلفو ډګرونو کښې له صلح ايزې اېټمي ټېکنالوجۍ څخه د استفادې په زمينه کښې مخ په وړاندې روان دي. د راډيو درملو برابرول چې د بيماريو په تشخيص ، مخنيوي او معالجه کښې مهم رول لري له دغو مصارفو څخه دي. له اېټمي ټېکنالوجۍ څخه همدارنګ د خوراکي موادو د ښه کولو او ښه ساتلو ، ترزمکې لاندې د اوبو د سرچينو د تشخيص، د ژوند د چاپېريال د ککړتيا د څېړنې، هوا پېژندۍ  او د تېلو د موندلو لپاره استفاده کيږي.په دې وروستيو کښې ايراني سائنسدانانو له اېټمي ټېکنالوجۍ څخه په استفادې سره يو ډول وړه خو د اوږدۀ عمر لرونکې بېټري جوړ کړه چې مختلف صنعتي او روغتيائي استعمال لري. ايران همدارنګ د ايران په جنوب کښې د بوشهر ښار له اېټمي برېښنا کوټ څخه ګټه اوچتوي او غواړي د برېښنا کوټونو له پاکې انرجۍ څخه د استفادې او په ايران کښې د برېښنا د کمښت د ختمولو لپاره دا ډول څو نور برېښناکوټونه جوړ کړي.

---------------