له ایران پرته په مینځنی ختیځ کښې قدرت معنا نلری
-
دایران پوځ د دښمنانو د هر ډول زیات غوښتنې په وړاندې دفاع ته چمتو دی .
ایرنا خبری اژانس وایی دایران داسلامی جمهوریت دپوځ قومندان برید جنرال سید عبدالرحیم موسوی نن په یوه (۱) پیغام کښې د سباوون د لسیزې په مبارکۍ سره وویل
د لویدیځې اسیا په حساسې او ستراتیژیکې سیمه کښې دقدرت هندسه د ایران له نظر او شتون پرته هیڅ معنا نلری .
هغه وویل دایران اسلامی انقلاب د دښمانانو له دسیسو او کړکیچونو جوړولو سره سره له بل هر وخت څخه زیات په پرتمین ډول د خپلو تمدن جوړونکو او لوړو ایډیالونو په لور حرکت او د تکامل بهیر ته دوام ورکوی .
دایران داسلامی جمهوریت د پوځ قومندان برید جنرال سید عبدالرحیم موسوی وویل د ایران اسلامی انقلاب د نړیوال صهیونیزم او د استکبار دنظام په وړاندې د ویښتیا ، د ازادۍ غوښتنې ، د عدالت محوره ، له سلطې سره د مبارزې او حق غوښتنې نظریه رامینځته کړه او له دې لارې یې ډیر نړیوال بریالیتوبونه ترلاسه کړل .
هغه ټینګار وکړ دایران پوځ د دښمنانو د هر ډول زیات غوښتنې په وړاندې دفاع ته چمتو دی .