اسلامی ایران په درستو ایټمی زمینو کې دپلانونې جوګه دی
علی اکبر صالحی دایران سوله ایز ایټمی پروګرام په ضد ددښمنانو خنډجوړونې او تورونو ته په اشارې سره هم ووئیل ، دښمنان هیڅکله هم نه غواړی دایران په شمول اسلامی هیوادونه ترقی وکړی ،خو هیڅکله به بریالی نشی .
فارس خبری آژانس راپورورکړ دایران داسلامی جمهوریت د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر علی اکبر صالحی پرون له المیادین ټیلیویژنی چینل سره په یولړ خبرو کې داسلامی انقلاب دبریالیتوب د څلویښتمې کلیزې په باب ټینګار کړی ، اسلامی ایران په درستو ایټمی زمینو کې دپلانونې توانمنۍ لری .
ډاکټر صالحی په دې خبرې په کولو سره چې ایران په ټولو ایټمی حوزو کې معکوس انجنیئرینګ به ،بلکې دپلانونې وس لری روښانه کړې ، ایران د سعودی عربستان ،متحده عربی اماراتو ،کویت او عراق په څیر دسیمې دهیوادونو له پوهانو سره خبرې اترې کولی شی .
دایران دایټمی انرژۍ د ادارې مشر په دې خبرې په ټینګار سره چې تهران دبیلابیلو څیړنیزو رئیکټرونو دجوړولو توانمنۍ لری ، ووئیل ، اسلامی ایران دغوښتنې په بڼه کې له هر هغه اسلامی هیواد سره چې دڅیړنیزو ریئکټرونو له جوړولو سره دلچسپی لری مرسته کولی شی .
هغه زیاته کړې ، ایران په ایټمی زمینې کې ډیرې تجروبې لری چې د اسلامی هیوادونو په اختیار کې ئې ورکولی شی .
علی اکبر صالحی دایران سوله ایز ایټمی پروګرام په ضد ددښمنانو خنډجوړونې او تورونو ته په اشارې سره هم ووئیل ، دښمنان هیڅکله هم نه غواړی دایران په شمول اسلامی هیوادونه ترقی وکړی ،خو هیڅکله به بریالی نشی . هغه جامعې ایټمی موافقې ته د ایران پابندۍ ته هم اشاره وکړه او وې وئیل ، اروپایان هم باید دایران په شان د دغې نړیوالې ایټمی موافقې په وړاندې پخپلو درستو ژمنو عمل وکړی . که دوی وغواړی ، پخپلې ملګرتیا کې ځنډ وکړی ، نو اسلامی ایران په داسې موقعیّت کې دی چې نوره ډیرې ټاکنې لری .