ایران به د دښمانانو ګواښونو ته هیڅکله تسلیم نشی
-
ایران د لویدیځې اسیا د خلکو بلکې د بشریت د امنیت لپاره ستر خدمت ترسره کړ .
زمونږ خبریال وایی د ایران د پوځ لوی درستیز ډګرجنرال محمد باقری نن په ایران اسلامی جمهوریت کښې د بهرنیو هیوادونو د سفیرانو او دپوځی اتاشیانو په ټول کښې وویل دهیواد وسله وال ځواکونه ددښمانانو له بیلابیلو دسیسو سره د مقابلې او دفاع لپاره چمتووالی لری او د خپلو سیمه ییزو ګټو او د دفاعی او دتوغندوی دفاع په اړه به د معادلې لپاره د غلیمانو له ګواښونو ونه ویریږی .
محمد باقری ډاګینه کړه دایران وسله وال ځواکونه چمتو دی چې په نړۍ کښې له ټولو دوستواو غیر غلیمانه هیوادونو سره په پوځی او دفاعی حوزو کښې خپلې دوستانه اړیکې پراخې او پیاوړی کړی .
دایران دپوځ لوی درستیز برید جنرال محمد باقری زیاته کړه دایران داسلامی جمهوریت پوځی ډاکټرین (Doctrine) دفاعی دی او په تیرو څلویښتو (۴۰) کلونو کښې د ایران د وسله والو ځواکونو ټول اقدامات د ګواښونو په مقابل کښې د دفاعی موقعیت د ساتلو او د جایزې دفاع لپاره وو او دی .
محمد باقری په دې خبرې سره چې دایران وسله وال ځواکونه به د هرمز اوبلاری(Strait of Hormuz) او د فارس خلیج په بدلونونو د بروالی د لرلو په ترڅ کښې د سیمې د امنیت او ثبات د ساتلو لپاره له هیڅ اقدامه ډډه ونکړی وویل دایران د اسلامی جمهوریت وسله والو ځواکونو ثابته کړی ده چې دسیمې دخلکو د امنیت او د نړیوالې سولې لپاره هم هڅې او سرشیندنې ته تیار دی .
هغه دغه راز د لویدیځې اسیا (مینځنی ختیځ) کړکیچونو او په سیمه کښې دایران چورلیزی رول ته اشاره وکړه او ویې ویل دایران اسلامی جمهوریت له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره خپل ظرفیتونه او امکانات بسیج کړل او په عراق او سوریې کښې د پوځی سلاکارانو په شتون او د شهیدانو په وړاندې کولو سره یې د لویدیځې اسیا د خلکو بلکې د بشریت د امنیت لپاره ستر خدمت ترسره کړ .