دښمنان هم د اسلامی ایران په پرمختګونو اعتراف کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80243-دښمنان_هم_د_اسلامی_ایران_په_پرمختګونو_اعتراف_کوی
په انګلستان کې د ایران سفیر له اسلامی ایران سره د ځینو لویدیځی هیوادونو د دښمنۍ علت دایران دملت دسرچینو له َنغَرلو دهغوی د لاسونو لنډیدا وبلله او وې وئیل ، هغه هیوادونه چې دبشری حقوقو ددفاع ادعا کوی ، له هغو کسانو اوبهیرونو ملاتړ کوی چې لاسونه ئې دایران دملت د زرګونو کسانو په وینو ککړ دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 10, 2019 09:18 Asia/Kabul
  • دښمنان هم د اسلامی ایران په پرمختګونو اعتراف کوی

په انګلستان کې د ایران سفیر له اسلامی ایران سره د ځینو لویدیځی هیوادونو د دښمنۍ علت دایران دملت دسرچینو له َنغَرلو دهغوی د لاسونو لنډیدا وبلله او وې وئیل ، هغه هیوادونه چې دبشری حقوقو ددفاع ادعا کوی ، له هغو کسانو اوبهیرونو ملاتړ کوی چې لاسونه ئې دایران دملت د زرګونو کسانو په وینو ککړ دی .

 زمونږخبریال راپورر اکړ په انګلستان کې داسلامی ایران  سفیر حمید بعیدی نژاد په بیلابیلو زمینو کې  د اسلامی ایران د پرمختګونو په باب د نړیوالو  ادارو دخپرو شوو احصایو په استناد سره وئیلی دی،دښمنان هم د ایران  د اسلامی جمهوریت  په پرمختګونو اعتراف کوی .

 بعیدی نژاد بیګا په لندن کې داسلامی انقلاب د بریالیتوب دڅلویښت کلنې کلیزې په دستورو کې  وئیلی دی ،نن سبا  اسلامی ایران د انسانی پراختیا او د سړکونو ،بریښنا او ګیسو او دڅښاک د  اوبو پشمول  په ځینو ډیرو برخو کې  د نړس دپرمختللو هیوادونو په انډول کې دی .

  په انګلستان کې د ایران سفیر له اسلامی ایران سره  د  ځینو لویدیځی  هیوادونو د دښمنۍ علت  دایران دملت  دسرچینو له َنغَرلودهغوی د لاسونو لنډیدا وبلله او وې وئیل ،هغه هیوادونه چې دبشری حقوقو  ددفاع ادعا کوی،له هغوکسانو او بهیرونو ملاتړ کوی چې  لاسونه ئې دایران دملت   د زرګونو کسانو  په وینو ککړ  دی . 

 دایران داسلامی جمهوریت درست ولس  سبا  یعنی داسلامی انقلاب د بریالیتوب د څلویښتمې کلیزې په مناسبت  په پرتمینو اوولولناکو میلیونی لاریونونو کې  په شتون سره  د اسلامی انقلاب  دارواښاد بنسټګر حضرت امام خمینی اود معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای له  آئیډیاؤ سره  خپل بیعت نوی کوی .