دایران ولس دامریکایانواو اروپایانو له ګواښونو نه ویریږی
دایران داسلامی جمهوریت درستو اورګانونو، ادارو او دینی مراجعوحکومتی او پوځی چارواکو دایران پر ولس غږ کړی ، سبا دې یو ځل بیا په میلیونی لاریون کې پخپل حماسی شتون سره ددښمن درستې اندازې او هیلې ناکامې کړی او دوی ته وروښئ چې ددوی هیڅ یوه دسیسه به بریالی نشی او د ایران میړنی ولس په ټولو ډګرونو کې داستعماری او استکباری دسیسو په وړاندې کلک مقاومت کوی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دایران دقضایه قوې مشر آیت ا...صادق آملی لاریجانی نن په یولړ څرګندونو کې ددې خبرې په کولو سره چې دایران ولس د اسلامی انقلاب دساتنې لپاره ډیره زیاته قربانی ورکړې ده ، وئیلی ؛ دایران ولس د سلواغې د۲۲نیټې پخپل حماسی شتون سره ددښمنانو دسیسې اودامریکایانواودهغوی دتالی څټونفسیاتی عملیات شنډ کړی.
آیت ا..صادق آملی لاریجانی ټینګار کړی،دایران بصیر ملت به د سلواغې په ۲۲ نیټه یعنی سبا په میلیونی او حماسی لاریون کې پخپل شتون سره چې د وحدت،انسجام او پیوستون ورځ ده،د اسلامی نظام اقتدار اولویوالی د دښمنانو نندارې ته وړاندې کړی .
دا په داسې حال کې دی،چې دایران داسلامی جمهوریت درستو اورګانونو، ادارو او دینی مراجعوحکومتی او پوځی چارواکو دایران پر ولس غږ کړی ، سبا دې یو ځل بیا په میلیونی لاریون کې پخپل حماسی شتون سره ددښمن درستې اندازې او هیلې ناکامې کړی او دوی ته وروښئ چې ددوی هیڅ یوه دسیسه به بریالی نشی او د ایران میړنی ولس په ټولو ډګرونو کې داستعماری او استکباری دسیسو په وړاندې کلک مقاومت کوی .