داسلامی انقلاب د بریالیتوب څلویښتمه کلیزه مو مبارک شه
د ایران ملت په دغه عظیم او پراخ لاریون کی یو ځل بیا د اسلامی جمهوریت د بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح او د اسلامی انقلاب له معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای له ایډیالونو سره یو ځل بیا خپله ژمنه پخه کړه .
د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۰ کلیزې په عظیمو او میلیونی لاریونو کې چی په څه د پاسه زرو ښارونو او لسو زرو کلیو کې په یو وخت پیل شوی ، ایرانی ولس مړه دې وی امریکا او مړ دې وی اسراییل شعارونه ورکړل .
د ایران ملت په دغه عظیم او پراخ لاریون کی یو ځل بیا د اسلامی جمهوریت د بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح او د اسلامی انقلاب له معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای له ایډیالونو سره یو ځل بیا خپله ژمنه پخه کړه .
شپږ نیم زره ایرانی او بهرنیو خبریالانو ، عکاسانو او فیلم جوړونکیو د اسلامی انقلاب د پرتمین برایلتوب د ۴۰ کلیزې د لمانځلو دستورو ته خبری پوښښ ورکړ .
د سلواغې د ۲۲ نیټې د یوم ا... په دستورو کی څه د پاسه درې سوه خبریالان بهرنیان دی .
د امریکا ، فرانسې ، انګلستان ، ایرلینډ ، وینزویلا او نورو هیوادونو سیاسی ، مذهبی ، سپورټی او پوهنتونی شخصیتونو په دغو دستورو کی ګډون وکړ .
په دغو عظیمو دستورو کی نن په دوه زره کلومیټره واټن سره د قدر توغندی ، په اته سوه کلومیټره واټن سره د ذوالفقار توغندی ، او په اوه سوه کلومیټر واټن سره د قیام توغندی ننداره هم د لاریون په لاره کی یوه ځانګړی جلوه وه . همداراز له مځکی ، مځکې ته ، له هوا ؤ مځکی ته توغندویو ، د ډول ډول زغرګادیو او نورو تجهیزاتو ننداره هم د لاریون والو له تاوده هرکلی سره مخامخ شوه .
زده کونکیو او محصلینو هم په لاسونو کې د ایران د بیرغونو ، خوپنړکو او پلې کارډونو په درلودلو سره مړه دې وی امریکا ، مړ دې وی اسراییل او همداراز د ټرمپ او نتانیاهو د کارټونی انځورونو په درلودلو سره د دښمنانو له دسیسو خپله کرکه نندارې ته وړاندې کړه .