تهرانی لاریونوالو د شپږکلن عربستانی ماشوم شهادت وغنده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80265-تهرانی_لاریونوالو_د_شپږکلن_عربستانی_ماشوم_شهادت_وغنده
زکریا بدر علی الجابر چی خپلې مور سره یو ځای د رسول ا... مبارک د سپڅلی قبر د زیارت لپاره مدینې ته روان وو ، د سعودی وهابی ټیکسی ډرایور په لاس په بوږنونکی ډول شهید کړې شو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 11, 2019 10:46 Asia/Kabul
  • تهرانی لاریونوالو د شپږکلن عربستانی ماشوم شهادت وغنده

زکریا بدر علی الجابر چی خپلې مور سره یو ځای د رسول ا... مبارک د سپڅلی قبر د زیارت لپاره مدینې ته روان وو ، د سعودی وهابی ټیکسی ډرایور په لاس په بوږنونکی ډول شهید کړې شو

زمونږ خبریال راپور راکوی د سلواغې د ۲۲ نیټې په عظیم او پرتمین لاریون کی ګډون کونکیو د عربستان په مدینه ښار کی د یوه وهابی په لاس د  شپږ کلن شیعه ماشوم بوونونکی وژل په کلکه وغندل .

زکریا بدر علی الجابر  چی خپلې مور سره یو ځای د رسول ا... مبارک د سپڅلی قبر د زیارت لپاره مدینې ته روان وو ، د سعودی وهابی ټیکسی ډرایور په لاس په بوږنونکی ډول شهید کړې شو . تهرانی لاریون والو د دغه شپږ کلن ماشوم د انځور په وړلو سره مړ دې وی وهابیت او مړ دې وی ال سعود شعارونه ورکړل .

لاریون والو همداراز اسراییل به له مینځه یوسو ، په شعار سره پلې کارډونه هم لاسونو کې درلودل .

په عربستان کی تل د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ راپورونه ترلاسه کیږی خو د امریکا په شمول لودیځ هیوادونه چی د بشری حقوقو ادعا کوی ، چپه خله دی .