امریکا په نړۍ کې د شرارت بیلګه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80268-امریکا_په_نړۍ_کې_د_شرارت_بیلګه_ده
لاریون والو د حضرت امام خمینی رح له ایډیالونو او د رهبرۍ له ستر مقام سره د بیا بیعت په ترڅ کی د پریکړه لیک په صادرولو سره له مسولانو غوښتل چی د امریکا او ځینو اروپایی هیوادونو له ډیر غوښتنو سره پریکنده چلند وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 11, 2019 11:57 Asia/Kabul
  • امریکا په نړۍ کې د شرارت بیلګه ده

لاریون والو د حضرت امام خمینی رح له ایډیالونو او د رهبرۍ له ستر مقام سره د بیا بیعت په ترڅ کی د پریکړه لیک په صادرولو سره له مسولانو غوښتل چی د امریکا او ځینو اروپایی هیوادونو له ډیر غوښتنو سره پریکنده چلند وکړی .

 

زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران ملت د سلواغې د ۲۲ نیټې د عظیم لاریون په پایزه پریکړه لیک کې وویل امریکا هماغه راز په دنیا کی د جنګ جوړولو ، کړکیچ رامینځته کولو ، رذالت ، تاوتریخوالی ، طاغوته او د شرارت عینی بیلګه ده .

لاریون والو د حضرت امام خمینی رح له ایډیالونو او د رهبرۍ له ستر مقام سره د بیا بیعت په ترڅ کی د پریکړه لیک په صادرولو سره له مسولانو غوښتل چی د امریکا او ځینو اروپایی هیوادونو له ډیر غوښتنو سره پریکنده چلند وکړی .

لاریون والو همداراز د ایران د دفاعی سټراټیجیو ، توغندوی او دفاعی اساس پیاوړی کول او د سوله ایزو ایټمی فعالیتونو  د پراختیا ضرورت یو اساسی اصل وباله او ټینګار یې وکړ چی د امریکا د ولسمشر ټرمپ د بشری ضد ټیم د ډیر غوښتنو په وړاندی به تسلیم نشی .

د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۰ کلیزې لاریون والو ټینګار وکړ د نړۍ له کړیدلیو په تیره بیا دمقاومت د جبهې او د عراق ، سوریې ، یمن ، بحرین او فلسطین هر اړخیزه دفاع او د شرارت د چورلیز یعنی امریکا ، صیهونیسټ رژیم او ال سعودو په وړاندې مقاومت خپله دنده بولی .