ټرمپ دې په خپلو ماته خوړلیو سیاستونو کې بیا کتنه وکړی
د ایران خارجه وزیر ټرمپ ته په خطاب کی ټینګار وکړ امریکا ۴۰ کاله له حقیقیتونو سره د خپلو سیاستونو په برابرولو کی ماته خوړلی ده .
زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف د ایران له خلکو د ټرمپ د غوسه کیدا په غبرګون کی وویل له ۴۰ کلونو غلطو غوره کونو وروسته د دې وخت رارسیدلی دی چی ټرمپ په خپلو ماته خوړلیو سیاستونو کې بیا کتنه وکړی .
د ایران خارجه وزیر ټرمپ ته په خطاب کی ټینګار وکړ امریکا ۴۰ کاله له حقیقیتونو سره د خپلو سیاستونو په برابرولو کی ماته خوړلی ده .
د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۰ کلیزې په لاریون کی د ایرانیانو میلیونی شتون د امریکایی او صیهونیستی رژیم د چارواکو غوسه راپارولی ده .
ډونالډ ټرمپ ، جان بولټن او نتانیاهو په خپلو ټویټری پیغامونو سره د ایران د ولس د پراخ حرکت په وړاندی خپله بې وسی وښودله .