په کراچۍ کې دایرانیو فلمونو فسټیوال تر پنځو ورځو پورې دوام لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80308-په_کراچۍ_کې_دایرانیو_فلمونو_فسټیوال_تر_پنځو_ورځو_پورې_دوام_لری
په وروستیو کلونو کې دپاکستان په اسلام اباد،لاهور ،راولپنډۍ او پیښور کې دایران دفلمونو څو فسټیوالونه ترسره شوی دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 14, 2019 05:40 Asia/Kabul
  • په کراچۍ کې  دایرانیو فلمونو فسټیوال تر پنځو ورځو پورې دوام لری

په وروستیو کلونو کې دپاکستان په اسلام اباد،لاهور ،راولپنډۍ او پیښور کې دایران دفلمونو څو فسټیوالونه ترسره شوی دی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ   دایران د اسلامی انقلاب   د څلویښتمې کلیزې  له لمانځنې سره په یووخت   دپاکستان  دسند صوبې په  مرکز کراچۍ بندری ښار کې  د :ایران د سینمائی ځلیدا څلویښت کلونو: په  عنوان سره  دایرانیو فلمونو فسټیوال  پرون  پیل شوی او تر پنځو ورځو پورې به دوام وکړی .

 رابور ښئ    دایرانیو فلمونو  هغه پنځه ورځنی فسټیوال چې  په کراچۍ  کې دایران د کلتوری خونې  په همت سره له پرونه پیل شوی،  بیلابیل  ایرانی فلمونه به  نندارې  ته وړاندې کړی .  ایرانی فلمونه  دپاکستان په زیاترو ښارونو کې نندارې ته وړاندې کیږی ا و د دغه هیوا د خلک هم  له دغو فلمونو سره ډیره دلچسپی لری .

 په وروستیو  کلونو کې   دپاکستان په اسلام اباد،لاهور ،راولپنډۍ  او  پیښور کې  دایران دفلمونو څو فسټیوالونه ترسره شوی دی .