د ایران د سلواغې د ۳۰ نیټې ځینې مطبوعات
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د ختیځ اذربایجان د زرګونو خلکو په ټول کی وفرمایل مسولان دې د اروپایانو چلول ته ځیر ووسی .
کیهان
د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم د ختیځ اذربایجان د د خلکو په ولولناک ټول کی د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای ویناو ته پراخ انعکاس ورکړی دی .
د رهبرۍ ستر مقام فرمایلی د امریکا تکلیف جوت دې ، د اروپا چلول ته ځیر ووسئ . دایران د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای د دښمن یعنی داستکبار جبهې او دهغو په سر کې دامریکا کمزوری موقعیّت ته په اشارې سره ټینګار کړی ، مونږ نه غواړو ،ځانونه ساده وبریښوو او له دښمنه غافل شو ، خو واقعیتونه ددې ښودنه کوی ، چې دښمن ډیر زیات په داخلی او بهرنیو مسئلو اوشخړو کې ښکیل شوی دی .
حضرت آیت ا..العظمی سید علی خامنه ای د قتل اوجنایتونو د شمیر زیاتیدا،دنشه ایزو موادو او په نشې دروږدیدا پراختیا، دامریکا دمشرانو ترمینځ دنښتو زیاتیدا او ډیر عجیبه پورونه،دامریکا دښکیلیدا ځینی برخې وبللې اووې فرمائیل،دغه ټول موردونه،دامریکا د رسمی او داخلی راپورونه او احصائې دی او په همدې دلیل په سورئې،عراق او افغانستان کې له اوسنیو مشکلاتو او شخړو سره لاس او ګریوان شوی او ډیر زیات غوسه شوی دی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود د وارسا ناکامې غونډې ته په اشارې سره وویل ، دامریکا ضعیف العقل حکمرانانو دایران په ضد د وارسا غونډې ترسره کیدا اوفیصلو کولو لپاره خپلوځینو کمزوری او غولیدلو حکومتونو او ملګرو ته بلنه ورکړې ، خو دغې غونډې هیڅ نتیجه ورنکړه او داټول د کمزورتیا نښې دی او دښمن چې دکمزورتیا په حالت کې له عصبانیّت سره مخامخ کیږی ، نوجنجال جوړونې او بد رد وئیلو ته مخه کوی.
داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز د وارسا غونډې ناکامۍ او له صهونیسټ رژیم سره او له امریکا سره په غږملتیا سره په ظاهره دمسلمانو هیوادونو ځینو چارواکو یو ځای کیناستل،دهغوی د بې عزتۍ لامل وبلل او ټینګار ئې وکړ،دغه کسان پخپلو ملتونو کې هیڅ عزت او احترام نه لری.
داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز دایران مسئولانو ته په سپارښتنې کې د لویدیځوالو چلند او اقدامات په واقعی معنا سره یو چلول وبالۀ او وې وئیل،دامریکایانو دنده او خبره معلومه ده ،ځکه توره ئې اوښکلی ده خو باید دلویدیځوالو خیال وکړئ،ځکه دوی هم په دوکو او چلول سره عمل کوی.
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای وئیلی دی ، هغه ورځ چې دغه اسلامی انقلاب یو کمزوری نیالګی ؤ ، درست دښمنان سره یو ځای شوی وو ،خو هیڅ کار ئې ونه کړائ شو، پر دې اساس اوس چې دغه نیالګی په یوې سترې او پیاوړی ونې بدل شوی دی ، نو هیڅ نشی کولی .
د اسراییلو د یوه ټیلی ویژیون مجری ویلی دی زمونږ عسکر انسان ډوله وحشی ځناور دی .
د ایران د سیستان او بلوچستان د ترهه ګرې پیښی درې عوامل نیول شوی دی او ترې ۷۵۰ کلوګر امه چاودیدونکی مواد هم کشف شوی دی .
اطلاعات
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د ختیځ اذربایجان د زرګونو خلکو په ټول کی وفرمایل مسولان دې د اروپایانو چلول ته ځیر ووسی .
امریکا وایی که د سوریې کردان د بشار اسد له پوځ سره یو ځای شی ، نو خپل ملاتړونه ترې غوڅوو .
د عراق مقاومت ډلو له اسراییلو سره د اړیکو عادی کول خیانت وباله .
واشنګټن وایی عربستان د یورنیمو د بډایولو حق نلری .
اروپایی هیوادونو د داعشی ترهه ګرو د منلو لپاره د ټرمپ له غوښتنې سره مخالفت وکړ .
عربستان او پاکستان ترمینځ دپانګونې شل میلیارډی تفاهم لیکونه لاسلیک شول .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی ویلی دی اروپادې یوازې د ایران له خوا دخپلو غوښتنوپه بشپړولوپسې نه شی .ورځپاڼه په دې هکله په یوه مفصل راپور کی لیکلی دی دایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی د اینسټکس نومې تجارتی چینل په عنوان سره دایران او اروپا د ځانګړی چینل په باب وئیلی دی ،هغه څه چې داروپا له خوا مطرح دی ، یوه سیاسی اراده ده چې تر دې دمه ئې لازم بریالیتوبونه نه دی د رلودلی او کارونه په ډیر سستۍ سره پر مخ روان دی .
هغه له جامعې ایټمی موافقې د امریکا له وتلو وروسته د اروپا پرعملی اقدام دایران دخارجه وزیر ټینګار ته په اشارې سره زیاته کړې ، اسلامی ایران دسولې په رامینځةکولو او له نشه ایزو موادو او همداراز له منظمو جنایتونو سره په مبارزې کې رغنده رول لوبولی اودجامعې نړیوالې ایټمی موافقې په بحث کې ئې هم پخپلو ژمنو په ښه ډول عمل کړی دی.
هغه همداراز ټینګار کړی،اروپایانو په کرتو وئیلی دی ،دامریکا د یو اړخیزو سیاستونو مخالف دی او دسیمې په امنیت اوثبات کې دایران مثبت رول ته په پام سره،اروپا باید له جامعې ایټمی موافقې څخه دایران د ټو په تامینولو کې خپله دنده اجرا کړی .
دایران دخارجه وزارت ویندوی همداراز دایران په جنوب ختیځ کې په سیستان بلوچستان و لایت کې په خاش زاهدان لاره کې له وروستۍ ترهه ګرې پیښې وروسته دایران او پاکستان دملګرتیا په باب او دغه راز له دغې ترهه ګرې پیښې وروسته پاکستان ته د سعودی عربستان د ولی عهد دسفر په هکله هم ووئیل ،له اسلام اباد سره د تهران ارتباط له بیلابیلو چینلونو ټینګ دی او دواړو لورو درامینځةشوی مشکلاتو دحل لپاره ځینی لارې چارې وړاندیز کړی دی . هغه پاکستان ته د عربستان د ولی عهد دسفر په باب هم وئیلی،دګاونډیو بهرنیو اړیکې پخپله له هغوی سره اړه لری او تهران پکې هیڅ ګوتې نه وهی،خو ګاونډی هیوادونه باید له هغوی سره دایران اړیکو د اغیزمنولو لپاره دمشخصو چینلونو له خوا ترسره شوو ځینو شیطنتونوته پام وکړی او ورباندې دې ونه غولیږی .
جمهوری اسلامی
د رهبرۍ ستر مقام د ختیځ اذربایجان ولایت د زرګونو خلکو په ټول کی وفرمایل د هیواد له ډیرو ظرفیتونو د مشکلاتو د اواری لپاره استفاده وشی .
د ایران د ایټمی انرژئ د ادارې مشر ډاکټر صالحی وایی ایران د نړۍ ۱۵ هیوادونو ته رادیو درمل صادروی .
د سپاه د مځکنی ځواک د قدس ځواکونو لخوا په یو لړ عملیاتو کې د زاهدان د ترهه ګرې حملې درې عاملان ونیول شو ل .
افغان طالبانو په پاکستان کی له امریکا سره د خپلې پلان شوی غونډې د ځنډیدا خبر ورکړی دی .
په عربستان کی د لومړی ځل لپاره عقیدتی بندیانو لوږ تړ کړی دی .
د صیهونیسټ رژیم پخوانی جنګ وزیر لیبر مین له ګوګل د هغه د جاسوس بللو په خاطر شکایت وکړ .
جوان
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... خامنه ای د اروپایانو دچلول په اړه په خبرداری ورکولو سره فرمایلی دی مسولان د اروپا په هیله ځان او ملت له مشکل سره مخامخ نکړی .
ښاغلی روحانی وویل اسلامی ایران له درستوبندیزونوسره سره خپلې پراختیاته دوام ورکوی .
سعودی عربستان د پاکستان د جذبولو لپاره شل میلیارډ ډالره پانګونه کوی .
په روسیه کی د وینزویلا تیلی حسابونه بلوکه شول .