د ایران د کب د لومړۍ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80445-د_ایران_د_کب_د_لومړۍ_نیټې_ځینې_مطبوعات
د پاکستان د اهل سنتو یوه عالم وویل د عربستان ولیعهد د اسلامی نړۍ لپاره شرم دی او هغه اصلا مسلمان ندې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 20, 2019 09:00 Asia/Kabul
  • د ایران د کب د لومړۍ نیټې ځینې مطبوعات

د پاکستان د اهل سنتو یوه عالم وویل د عربستان ولیعهد د اسلامی نړۍ لپاره شرم دی او هغه اصلا مسلمان ندې .

کیهان

 

د امریکا شپاړسو ایالتونو په یو وخت د ملی بیړنی حالت په دلیل له ټرمپ شکایت وکړ .

د پاکستان د اهل سنتو یوه عالم وویل د عربستان ولیعهد د اسلامی نړۍ لپاره شرم دی او هغه اصلا مسلمان ندې .

سردار پاکپور ویلی دی د زاهدان د ترهه ګرې حملې د ټیم دوه غړی او ځان وژونکې کس پاکستانیان وو .

ښاغلی جهانګیری وایی په وارسا غونډې کښې د ایران دښمنان  ناکامه او بدنام شول .ورځپاڼه په دې زمینه کی لیکی چی د اسلامی ایران دولسمشر لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری پرون په دې خبرې سره چې امریکا ، صهیونیسټ رژیم او سعودی رژیم په وارسا غونډې کښې له ایران څخه دهیوادونو او دخلکو د ویرولو د پروژې د پرمخ بیولو هڅه کوله وویل له ایران څخه دهیوادونو د ویرولو پلانونکی بدنامه شول .

اسحاق جهانګیری له نړیوالو او سیمه ییزو مسائیلو سره په مقابلې کښې دایران د ملی اقتدار او د خپلواکۍ دسویې لوړول د ایران د  اسلامی جمهوریت یوه  اصلی چاره وبلله او ویې ویل  د وارسا په غونډې کښې دامریکا د اسرائیلو او د سعودی رژیم هدفونه له ماتی سره مخامخ شول .

د ایران دولسمشر لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری د امریکا لخوا د افغانستان او د عراق په شان په سیمه کښې د ځینو جنګونو پیلولو او ورپسې د ترهګرو ډلو جوړولو ته په اشارې سره وویل د ټولو پیښو په نتیجه کښې ګټونکی پاڼی له ایران سره ده .

هغه وویل دښمانان دایران پرضد د تبلیغاتو په پیلولو سره په سیمه کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د اقتدار له چیلنج سره دمخ کولو هڅه کوی خوهیڅکله به بریالی نشی .

د یاسر عرفات د ترور د څرنګوالی په نویو جزیاتو کی معلومه شوی ده چی ال سعودو له اسراییلو سره ملګرتیا درلوده .

جوان

۶۱ فیصده امریکایان د بیړنۍ حالت مخالف دی ځکه خو ۱۶ ایالتونه  محاکمې ته د ټرمپ په ورکش ویلو پسې دی .

 

په پاکستان کې دایران سفیر هنر دوست  دایران د جنوب ختیځ په سیستان او بلوچستان کې ترهه ګرې حملې ته په اشارې سره وئیلی دی ،دغه حمله دسیمې له مرتجعو رژیمونو سره اړونده ترهه ګرې ډلګۍ له خوا او له خپلو ګاونډیانو سره دایران د اړیکو دخړپړولو او دبې باؤرۍ دفضا د رامینځةکولو په موخې سره ترسره شوی ده .

د سپاه د قوماندان جانشین سردار سلامی ویلی دی ایران د نړیوالو قدرتونو د ماتې لپاره پروګرام لری . دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د عمومی قوماندان  جانشین  سردار حسین سلامی  په تهران کې  د سیستان او بلوچستان  دترهه ګرې حملې دشهیدانو  د درنښت په دستورو کې  په دې خبرې په ټينګار سره چې  دایران  وسلوال ځواک  د امریکا، صهونیسټ رژيم او د سیمې  د مرتجعو  عربو رژيمونو  دسپيرۀ مثلث  په مقابل  کې دریدالی دی ، ووئيل  نن سبا سعودي عربستان په سیمې او نړۍ کې د  شرارت مرکز دی .

 سردار سلامی  په خپلې وینا کې  زیاته کړې ،  دغې حمله   دیوې سټراټژۍ  او دنړۍ  د یوه  خطرناک  تاکتیک ښودنه کوي .

 هغه روښانه کړې ،  نن سبا اسلامی نړۍ ته   له استکباري نړۍ  دقدرت  مرکز  دمنتقلیدا په حال کې دی ،  او نړۍ  داسلام په ګټه د یوې سترې پيښې  لپاره  تیاره ده .

ټرمپ د وینزویلا پوځ وګواښه .

د پاکستان خارجه وزیر ویلی دی د اسلام اباد دولت له ایران سره د خپلو اړیکو په ځای خبر دې او له عربستان سره د اړیکو پراختیا به له ایران سره د اړیکو د کمولو په بیه نه وی .

مردم سالاری

دغې ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ  د ایران د خارجه وزیر له چینی هم څنګ سره د کتنې انځور چاپ کړی دی او په غټو ټکیو یې لیکلی دی چی چین ته د ایران د لوړ رتبه پلاوی سفر ، د تهران او پیکنګ په اړیکو کې تازه باب

د زاهدان د خاش لارې د ترهه ګرې پیښی د عواملو تیمی کورونه له مینځه یوړل شول .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی د الجبیر په ځواب کی ویلی عربستان  په سیمه او نړۍ کې د تکفیری ترهه ګرۍ حقیقی پلار ( ګاډ فادر ) دې . بهرام قاسمي پاکستان ته په سفر کې د عربستان د بهرنیو چارو د وزیر د  سلاکار عادل الجبیر  په غلیمانه خبرو په غبرګون کې وویل : د سعودي مقاماتو له کرکې ډکې خبرې ، دا واقعیت نه شي بدلولی چې  په نړۍ او سیمه کې د تکفیري ترهه ګرۍ واقعي  پلار د هغه له دولته پرته بل څوک نه دي.

د ایران د خارجه وزارت ویندویی وویل: الجبیر باید  بې رحمه او انسان وژونکو ډلو په جوړولو او خپرولو کې د ریاض  له روله د عمومي افکارو دغړولو په ځای  د عربستان به دولتي جوړښت کې دننه او  په یمن او نورو هیوادونو کې  د عامو خلکو د وژلو او د خپلو جوړو ترهه ګرو ډلو د جنایتونو ځواب ووایي.

د عراق په بغداد کې د امریکا سفارت ویلی دی ټرمپ له ایران سره په جنګ پسې ندې .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هندوستان ته د خپل هیواد پرضد د هر ډول احتمالی اقدام په اړه خبردارې ورکړ .