داسلامی ایران دسمندری ځواک د ولایت ۹۷مانوره له سبا پیلیږی
امیر البحر خانزادی روښانه کړې ،له هرډول ګواښ سره د مقابلې مشق ترسره کول،دډول ډول وسلو آزمویل،دانسانی ځواک او تجهیزاتو ارزول، دمهارت زیاتول،دسمندری سیمود امنیت په تامینولوکې دسمندری ځواک مسئولیت منل او له ګاونډیو هیوادونو سره هراړخیز امنیت ته د رسیدو لپاره د چمتووالی اعلان ددغې سترې مانورې موخې دی .
زمونږخبریال راپوروراکړ د ایران داسلامی جمهوریت دپوځ دسمندری ځواک قوماندان امیر البحر حسین خانزادی نن دایران دجنوب په بندرعباس ښار کې په خبری کنفرانس کې د سمندری ځواک د ولایت ۹۷ سترې مانورې په باب وئیلی دی ، دغه ستره مانوره له سبا څخه تر درو ورځو پورې د هرمز تنګی،مکران سواحلو،عمان سمندر،دهند سمندر شمالی سواحلوڅخه د هند سمندر په شمال کې تر لس درجې مدار پورې په دوه میلیون کلومیټرو کې دایران په جنوب کې دهرمزګان ولایت د جاسک ولسوالۍ له سواحلو څخه په سمندری پریډ سره پیلیږی .
دایران دپوځ دسمندری ځواک قوماندان همداراز زیاته کړې د ولایت۹۷ نومې ستره مانوره به په څلورو فیزونو کې اجرا شی او درست ستر تجهیزات به وکارول شی .
امیر البحر خانزادی روښانه کړې ،له هرډول ګواښ سره د مقابلې مشق ترسره کول،دډول ډول وسلو آزمویل،دانسانی ځواک او تجهیزاتو ارزول، دمهارت زیاتول،دسمندری سیمود امنیت په تامینولوکې دسمندری ځواک مسئولیت منل او له ګاونډیو هیوادونو سره هراړخیز امنیت ته د رسیدو لپاره د چمتووالی اعلان ددغې سترې مانورې موخې دی .
ټاکل شوې ده په دغې سترې سمندری مانورې کې ځینی نوی جوړشوی اوبتلونه او جنګی کشتۍ او نور تجهیزات هم نندارې ته وړاندې شی .