د ایران د کب د دوهمې نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80468-د_ایران_د_کب_د_دوهمې_نیټې_ځینې_مطبوعات
د چین ولسمشر د ایران د اسلامی شورا له مشر ډاکټر لاریجانی سره په کتنه کې وویل له ایران سره د سټراټیجیکو اړیکو په پراختیا ټینګار لرو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 21, 2019 09:05 Asia/Kabul
  • د ایران د کب د دوهمې نیټې ځینې مطبوعات

د چین ولسمشر د ایران د اسلامی شورا له مشر ډاکټر لاریجانی سره په کتنه کې وویل له ایران سره د سټراټیجیکو اړیکو په پراختیا ټینګار لرو .

 

جمهوری اسلامی

 

د چین ولسمشر د ایران د اسلامی شورا له مشر ډاکټر لاریجانی سره په کتنه کې وویل له ایران سره د سټراټیجیکو اړیکو په پراختیا ټینګار لرو .

پوتین د روسیې د پارلیمان په کلنیزه وینا کی وویل که امریکا مونږه وګواښی نو حمله به پرې وکړو .

د امریکا بایکاټونو سره سره د ایران د تیلو صادرات زیات شول .

د وینزویلا پوځ امریکا ته نه وویل .

د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو د پوله ساتو ځواکونو قومندان وویل: د ګډو پولو د ساتنې لپاره د ایران او پاکستان ملګرتیا د سرحدي سیمو د ناامنه کولو لپاره د دښمنانو فتنې شنډوي.

د بحرین رژیم ۱۶ مدنی فعالان په لس کلونو او عمر بند محکوم کړل .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی ظریف  په سیمه کښې د صهیونیسټي رژیم اقدامات خطرناک وبلل او څرګنده یې کړه: اسرائیل نړیوال حقوق د پښو لاندې کوي . ورځپاڼه په دې زمینه کی لیکی چی محمد جواد ظریف پرون یوې جرمن ورځپاڼې ته په مرکه کښې د صهیونیسټي رژیم له خوا د لبنان او سوریې د هوايي حریم خلاف ورزۍ ته اشاره وکړه او ویې ویل: په سیمه کښې د اسرائیلو اقدامات د نړیوالو حقوقو او د ملګرو ملتو د پریکړه لیکونو خلاف ورزي کونکي دي. د لبنان چارواکو هم د صهیونیسټي رژيم له خوا د خپل هیواد د هوايي حریم په خلاف ورزۍ اعتراض کړی دی خو اسرائيل د امریکې د ملاتړونو په سیوري کښې خپلو تیریو ته دوام ورکوي.

 

کیهان

 

د هندوستان خلکو د بن سلمان د سفر په اعتراض کی له  بن سلمان وغوښتل چی خپل هیواد ته دې ستون شی ځکه چی د یمن د ماشومانو قاتل دی . کشمیریانو هم  هندوستان ته د سعودي ولیعهد په سفر اعتراض کړی دی .

د ترکیې رسندویو راپورونه ورکړی چی د جبهه  النصره سرغنه ژوبل او په  په ترکیه کی په کوما کې تللې دې .

د روسیې ولسمشر پوتین په تلویحی ډول امریکا په توغندوی حملې وګواښله .

د سعودیانو په وسیله د الحدیده د اوربند خلاف ورزی له څلور زره ځله هم واوښته .

په مصر کی د مرسی ۹ پلویان اعدام شول .

د ایف بی ای پخوانی مشر انډرو میک کیپ ویلی دی کیدلې شی چی ټرمپ د پوتین مامور وی .

عمان له اسرایلو سره د اړیکو د عادی کولو مخالفان ونیول .

 

د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: د ایران او چین ترمینځ د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په وړاندې یو ګډ نظر موجود دی.ورځپاڼه زیاتوی چی علي لاریجاني د چین له سفره له راستنیدو وروسته د تهران په مهر آباد هوايي ډګر کښې زیاته کړه: په دغه سفر کښې په پارلیماني کچه او د دواړو حکومتونو ترمینځ په مختلفو برخو کښې ښې خبرې اترې وشوې.

د ایران د اسلامي شورا یعنې پارلیمان مشر څرګنده کړه چې د چین له ولسمشر سره په کتنه کښې یې هم د دوه اړخیزو اړیکو په هکله خبرې اترې وکړې او همداشان د دغه هیواد د پارلیمان له مشر سره یې هم ښه بحثونه مطرح کړل.

هغه وویل: له چیني چارواکو سره په ملاقات کښې اعلان وشه چې په اقتصادي برخو کښې عملي لارې چارې شته دي او د هغو په هکله خبرې وشوې او همداشان په حکومتي او پرائیویټ برخه کښې د اقتصادي ملګرتیاؤ ښه هرکلی وشه.

د ویلو ده چې د ایران د اسلامي شورا مشر علي لاریجاني چې د چین د پارلیمان د مشر لي ژان شو په بلنه د یو پلاوي په مشرۍ چین ته تللی و، له خپل چیني همرتبه نه علاوه یې د دغه هیواد له ولسمشر شي جین پینګ سره هم ملاقات وکړ.

 

اطلاعات

د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف ویلی دی په عربستان د ایټمی ټیکنالوجۍ خرڅول د امریکا دوه مخ والې افشا کوی .

د امریکا د پارلیمان مشرې ننسی پلوسی ویلی دی د ایران په وړاندې د ټرمپ کړچار تیروتنه ده .

د اروپا پارلیمان ویلی دی د خاشقجی قاتل سزا کوو .

 د امریکا د کارنګی فکر کوټې په یوه راپور کی ویلی دی چی عربستان او امارات په یمن کی ترهه ګر په وسلو سنبالوی .

ایټالیایی خپرونې  د مدی ټیلګراف لیکلی دی ، بن سلمان په ایران کی د وروستیو ترهه ګرو عملیاتو لپاره پاکستان ته جایزه ورکړه .

د افغانستان او پاکستان په اړیکو کی تاوتریخوالی اوج ته ورسید ، کابل د پاکستان سفیر راوغوښته .

د وینزویلا د پوځ قوماندان ویلی دی تر مرګه به له مادورو سره وفاداره وو .

کشمیریانو هندوستان ته د سعودي ولیعهد په سفر اعتراض وکړ . د جمو او کشمیر سلګونو خلکو هندوستان ته د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د سفر خلاف د مظاهرو په کولو سره آل سعود رژیم په سیمه کښې د ترهګرو ملاتړی وباله.

کشمیري مظاهره چیانو د آل سعود رژیم خلاف د شعارونو په ورکولو سره د یمن د خلکو خلاف د دغه رژیم د حملو د بندیدو غوښتنه وکړه.

وړمه ورځ هم هند ته د بن سلمان له سفره مخکښې د دغه هیواد په پلازمینې نوې ډیلي او څو نورو ښارونو کښې د سعودي ولیعهد په سفر باندې په اعتراض کښې پراخې ولسي مظاهرې شوې وې.