په برجام باندې د ایران پابندي په څوارلسم ځل تایید شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80500-په_برجام_باندې_د_ایران_پابندي_په_څوارلسم_ځل_تایید_شوه
په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر وویل: د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس په څوارلسم ځل په ایټمي موافقه کښې پر خپلو ژمنو د ایران پابندي تاییده کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2019 01:52 Asia/Kabul
  • په برجام باندې د ایران پابندي په څوارلسم ځل تایید شوه

په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر وویل: د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس په څوارلسم ځل په ایټمي موافقه کښې پر خپلو ژمنو د ایران پابندي تاییده کړه.

فارس خبري آژانس لیکلي چې کاظم غریب آبادي پرون د برجام د اجرا د رښتیا آزماینې په لړ کښې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د لوې مدیر د څوارلسم رپورټ له خپریدو سره هم مهاله وویل: په دغه رپورټ کښې د تیرو دیارلسو رپورټونو په شان څرګنده شوې ده چې د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کښې د ایټمي موافقې د اجرا کیدو له ورځې څخه دغه آژانس د برجام د مفادو په بنیاد د ایران له خوا د ایټمي ژمنو د اجرا څارنې او رښتیا ازماینې ته دوام ورکړی دی.

غریب آبادي څرګنده کړه چې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس او د نړیوالې ټولنې د پام غړولو لپاره د ایران د دښمنانو او بدغواړو د پریمانه هلوځلو سره سره، د ایران او آژانس ترمینځ ملګرتیا په رغنده لاره روانه ده.

هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران په ایټمي موافقه کښې د خپلو ژمنو په وړاندې مسئولانه کړچار لرلی دی، وویل: د برجام نور غړي دې هم د مناسبو عملي اقداماتو په کولو سره له دغې ایټمي موافقې د ایران د ګټه پورته کولو ضمانت ورکړي.