چابهار د سیمه ایزې ملګرتیا کامیاب مثال دی
په کابل کښې د ایران سفیر وویل: د ایران چابهار بندر او آزاده سیمه د مرکزي آسیا د راتلونکي لپاره او د سیمه ایزو ملګرتیاؤ د پراختیا په لړ کښې یوه مناسبه لاره ګرځیدلی شي.
د ایرنا د خبر له مخې محمد رضا بهرامي نن د ایران د چابهار بندر له لارې هندوستان ته د افغانستان د وړومبنی صادراتي جوپې د منتقلیدو په دستورو کښې وویل چې دا کار د ایران، افغانستان او هندوستان د مشرانو په همت وشه.
بهرامي په دغو دستورو کښې چې د افغانستان په نیمروز ولایت کښې ترسره شوې، وویل: تیر کال په داسې ورځو کښې له هنده د افغانستان په مقصد د غنمو وړومبۍ جوپه چابهار ته ورسیده او نن له افغانستانه یوه جوپه روانیږي او د چابهار له لارې نړیوال تجارت دوام مومي.
د افغانستان وړومبنی صادراتي جوپه چې په کښې ۲۰۰ ټنه د مئو دال او ۳۷۰ ټنه تالک کاڼی شامل دی، د افغانستان د ولسمشر او د ایران، هندوستان او ترکیې د سفیرانو په شتون سره د افغانستان له نیمروزه چابهار ته روانه کړې شوه چې له هلته نه به د سمندر له لارې هندوستان ته ولیږله شي.