د ایران د کب میاشتې د شپږمې نیتې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80561-د_ایران_د_کب_میاشتې_د_شپږمې_نیتې_ځینې_مطبوعات
افغان ولسمشر اشرف غنی وایی افغانستان د ایران په مرسته د نړیوال تجارت په څلور لارې بدل شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2019 08:46 Asia/Kabul
  • د ایران د کب میاشتې د شپږمې نیتې ځینې مطبوعات

افغان ولسمشر اشرف غنی وایی افغانستان د ایران په مرسته د نړیوال تجارت په څلور لارې بدل شو .

 

کیهان

 

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ايران د ملي ټيم د شطرنج له زلمي لوبغاړي ارین غلامی چی له صیهونیسټ رژیم سره مقابلې ته چمتو نشو ، قدرونه وکړه . ورځپاڼه په دې هکله لیکی د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د دفتر د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې د ايران د اسلامي جمهوريت د ملي ټيم د شطرنج لوبې زلمي لوبغاړي آرين غلامي چې د صهيونېسټ رژيم له يو حريف سره له مخامخېدنې يې انکار کړی وو  له خپلې کورنۍ سره يوځای  د اسلامي انقلاب له معظم  رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي سره کتنه او خبرې اترې وکړې او معظم رهبر يې قدرونه وکړه.

حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي په دغه کتنه کښې د دغه زلمي اتل د سلامتي لپاره دعا وکړه.

آرين غلامي د روان ميلادي کال د جنورۍ په شپږمه نېټه د سوئيډن د رېلټن  په نړيوالو سياليو کښې له دوه نيم زره ژوندي ريټينګ څخه په تېرېدو د دغو سياليو د سټېنډرډ په برخه کښې د ستر استاد په توګه لومړنې مقام حاصل کړ. هغه په بليټز برخه کښې هم چې په شپږو سياليو کښې يې شپږ امتيازونه ترلاسه کړي وو په اومه دوره کښې له خپل اسرائيلي حريف سره له مخامخېدنې انکار وکړ.

د سپاه د هوا فضا ځواک قوماندان سردار حاجی زاده وویل د ایران په توغندویب سیسټم کې د امریکا د نفوذ نقشه د امریکا په ډرون سیسټم کې د ایران په نفوذ بدل شو .

 

فایننشل ټایمز لیکی په ۴۰ کلن جنګ کې ایران په امریکا بریالط شوی دی .

 

د تهران صوبې د انبوه سازانود انجمن نائب مشر وويل، ايران او سوريې په سوريې کښې د دوه لکه کورونو د جوړولو لپاره يو تفاهم ليک لاسليک کړ.

 

د عربستان په جنوب کی د برتانیه  ۹ ځانګړی عسکر هلاک شوی دی ، خو ریاض وایی چی هغو برتانوی نه وو بلکې سعودی افسران وو .

د بشری حقوقو اداره وایی د بحرینی زندانیانو جرم د هغو شیغه توب دې .

د سوریې کردانو د داعش دوهمه ډله هم د عراق پوځ ته وسپارله .

د بندر بن سلطان لور په امریکا کې د عربستان نوی سفیره شوه .

اطلاعات

 

افغان ولسمشر اشرف غنی وایی افغانستان د ایران په مرسته د نړیوال تجارت په څلور لارې بدل شو .

واشنګټن د عراق له الحشد الشعبی سره د مقابلې په خاطر د قبیله ای ځواکونو د منظمولو هڅه کوی .

د پاکستان پخوانی ولسمشر مشرف په بې مخنیې څرکندونو کې د هند پرضد له اسراییلو سره د پاکستان داتحاد غوښتنه وکړه .

مادورو له کولمبیا سره د وینزویلا ډیپلوماټیکې اړیکی غوڅې کړې .

بی بی سی وایی داعش دیارلس زره اروپایی غړی درلودل .

په کابل کښې د ایران سفیر وویل د ایران چابهار بندر او آزاده سیمه د مرکزي آسیا د راتلونکي لپاره او د سیمه ایزو ملګرتیاؤ د پراختیا په لړ کښې یوه مناسبه لاره ګرځیدلی شي . محمد رضا بهرامي د ایران د چابهار بندر له لارې هندوستان ته د افغانستان د وړومبنی صادراتي جوپې د منتقلیدو په دستورو کښې وویل چې دا کار د ایران، افغانستان او هندوستان د مشرانو په همت وشه.

بهرامي په دغو دستورو کښې چې د افغانستان په نیمروز ولایت کښې ترسره شوې، وویل: تیر کال په داسې ورځو کښې له هنده د افغانستان په مقصد د غنمو وړومبۍ جوپه چابهار ته ورسیده او نن له افغانستانه یوه جوپه روانیږي او د چابهار له لارې نړیوال تجارت دوام مومي.

 

د افغانستان وړومبنی صادراتي جوپه چې په کښې ۲۰۰ ټنه د مئو دال او ۳۷۰  ټنه تالک کاڼی شامل دی، د افغانستان د ولسمشر او د ایران، هندوستان او ترکیې د سفیرانو په شتون سره د افغانستان له نیمروزه چابهار ته روانه کړې شوه چې له هلته نه به د سمندر له لارې هندوستان ته ولیږله شي.

 

جمهوری اسلامی

 

ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د قومندان ځای ناستی برید جنرال حسین سلامی وویل ایران له هیڅ هیواد سره جنګ نلری .

 

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن غړي وویل سعوديان غواړي چې د ایران او پاکستان اړیکی  خرابی کړي.

نوری مالکی وایی د عراق پارلیمان د امریکا عسکر ویستلې شی .

د وینزویلا خلکو د امریکا د لاس وهنو په اعتراض کی امریکایی ضد مظاهرې ترسره کړې .

د عربستان د پخوانی باچا سلاکار حسین عسکری  وایی د ټرمپ یهودی زوم عربستان ته د حساسې ایټمی ټیکنالوجۍ د انتقال عامل دی .

خبرو سرچینو ویلی دی چی د داعش کابو ۵۰ ټنه سره زر د امریکایی عسکرو لاس ته ورغلی دی .

د اروپا د پارلیمان استازیو د بحرین د سیاسی بندیانو د خوشی کولو غوښتنه وکړه .

صیهونیسټ رژیم دوه نور فلسطینی ماشومان ونیول .

په واشنګټن کې د عربستان یوه  میرمنه سفیره شوه .