د جواد ظریف له نظره په بهرنی سیاست کښې څو اړخیزپالنه :-
-
هغه څه چې امریکا په اټومي موافقې کښې له لاسه ورکړل او د واشنګټن لپاره یوه(۱) ستراتیژیکه ماتي وه .
د ایران دباندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ایران په بهرنی سیاست کښې د څواړخیز پالنې ، ظرفیتونو او د ستراتیژیو په نوم غونډې کښې دې ته په اشارې سره چې د بهرنی سیاست په ډګر کښې دایران داسلامی انقلاب یو(۱) اصلی شعار خپلواکۍ غوښتنه ده وویل
خپلواکۍ په دې معنا ده چې په داخل کښې هر څه تولید کړو نه دا چې له دنیا جدا شو او له نړۍ او نورو هیوادونو سره تعامل ونلرو .
دایران خارجه وزیر په خپلې وینا کښې دې ټکی ته په اشارې سره چې دغه لاره به سختیانې او مشکلات هم ولری د پوځی قدرت او د امکانات په څنګ کښې ډیپلوماسۍ ته د پام پرضرورت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه دغه دواړه یوبل ته اړتیا لری او ایران په یووخت استفادې سره وتوانید خپل هدفونه په ښه ډول مخ ته بوځی .
په تیرو شلو (۲۰) کلونو کښې دسیمې بدلونونو وښودله دایران خپلواکه سیاست داسې نوی ظرفیتونه رامینځته کړی دی چې دنړیوالو قدرتونو له ارادې څخه وراخوا دی .
ایران په دغه ډګر کښې دسوریې د عراق او دلبنان په شمول د سیمې له کړکیچونو سره د مقابلې لپاره د اغیز شیندونکی هیواد په توګه په سیمه کښې خپل جیو پولیټیک رول تثبیت کړ .
دغه رول لوبولو د ځانګړی جغرافیایی موقعیت په څنګ کښې له سیاسی خپلواکۍ په استفادې سره د څو اړخیز پالنې په چوکاټ کښې د سیاسی تعاملاتو د پیاوړتیا لپاره مناسبه زمینه برابره کړه .
په سوریې کښې د جنګ د بندولو لپاره د« استانه »د خبرو په بهیر کښې د ایران د روسیې او دترکیې ستراتیژیکه ملګرتیا او په سیمه کښې د داعش ډلې کنټرولول او د امنیت او دثبات رامینځته کول دایران د همدغه رول لوبولو نتیجه ده .
نن سبا د ایران له سیمه ییز رول سره د صهیونیسټ رژیم او د عربستان مخالفت او دامریکا له کارړنګونو سره سره په سیمه کښې بدلونونه د څو اړخیز پالنې په چوکاټ کښې د کړکیچ د هواری په لور پرمخ روان دی چې په سیمه کښې دامنیتی پیوستون په زمینه کښې یو(۱) بریالیتوب ګڼل کیږی .
سیاسی څارونکی دغه بدلون دامریکا د یواړخیز پالنې په مقابل کښې د انډول په رامینځته کولو کښې مهم عامل ګڼی .
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای له استکبار سره د مبارزې دملی ورځې یعنی د لړم د میاشتې د دیارلسمې (۱۳) نیټې په مناسبت په یولړ کښې څرګندونو کښې جوته کړه نن سبا یوازنی هیواد چې امریکا د هغه په فیصلو ترسره کولو کښې ترټولو کوچنی رول نلری دایران اسلامی جمهوریت دی او دا دامریکا دماتی په معنا دی .
دامریکا لخوا د وارسا د کانفرنس دترسره کیدا په شان خوځښتونه ددې ښودنه کوی چې امریکا په دغه ماتی د برغولی د کیښودلو لپاره هڅه کوی یوډول له یواړخیز پالنې واټن واخلی او دایران پرضد دائتلاف د رامینځته کولو له لارې په تهران دباو تعقیب کړی خو دغه سیاست هم دبیلابیلو دلایلو په خاطر ماتی خوړلی ده .
دایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په دې هکله دتهران په غونډې کښې وویل هغه څه چې امریکا په اټومی موافقې کښې له لاسه ورکړل او د واشنګټن لپاره یوه(۱) ستراتیژیکه ماتی وه دایران پرضد د امنیت شورا د شپږو (۶) پریکړه لیکونو له لاسه ورکول دی .
امریکا څلور(۴) ځله هڅه وکړه په یوه(۱) کال کښې په امنیت شورا کښې دغه ماتی جبران کړی خو بیا یې ماتی وخوړله .
امریکا پولینډ ته ورغلله خو هلته یې ماتی وخوړله او بیا به هم هڅه وکړی او دا د څو اړخیز پالنې داهمیت ښودنه کوی .
په یوې (۱)پراخې کتنې کښې باید ووایو په دنیا کښې د امریکا قدرت ،اقتدار او رعب مخ په ځوړتیا دی او امریکا نن سبا په کراتو له تیرو څلویښتو (۴۰) کلونو څخه کمزورۍ ده .
سره له دې دایران پرضد د اقتصادی بایکاټونو او دسیاسی دباونو د له سره پیلولو لپاره دامریکا هدفونو ته په پام سره په بیلابیلو اقتصادی ، سیاسی او امنیتی حوزو کښې څو اړخیز پالنه په یوه(۱) ضرورت بدله شوی ده او ستراتیژیک اهمیت لری .