د ایران د کب د ۷ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80589-د_ایران_د_کب_د_۷_نیټې_ځینې_مطبوعات
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره په کتنه کې وفرمایل ایران د زړه له تله له مقاومته په ملاتړ ویاړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 26, 2019 09:02 Asia/Kabul
  • د ایران د کب د ۷ نیټې ځینې مطبوعات

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره په کتنه کې وفرمایل ایران د زړه له تله له مقاومته په ملاتړ ویاړی .

 

جمهوری اسلامی

 

ټولو نه مخکې د مور ورځ مبارکی وایو ، نن د حضرت بی بی فاطمه الزهرا س د نیکمرغه زوکړې ورځ ده  چی په ایران کې د مور ورځ نومول شوی ده ...............

 

د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم د رهبرۍ له ستر  مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای سره د سوریې د ولسمشر بشار اسد کتنې ته پراخ انعکاس ورکړی دی . جمهوری اسلامی په دې هکله په یوه مفصل راپور کی  د رهبرۍ د ستر مقام له قوله لیکلی دی له سوریې ملاتړ د مقاومت حمایت ګڼو او په هغه ویاړ کوو . مشر تابه ستر مقام د سوریې دبریالیتوب او د امریکا او دهغې دسیمه ییزو ګوډاګیانو د ماتی رمز د سوریې دولسمشر او دخلکو استقامت او په مقاومت دهغوې ټینګار وباله او جوته یې کړه دایران اسلامی جمهوریت د سوریې له ملت او حکومت سره مرسته د مقاومت له حرکت او بهیر سره مرسته ګڼی او د زړه له تله په هغه افتخار  کوی .

حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د کړکیچ له پیل راهسې د سوریې دملت او دحکومت په څنګ کښې د ایران داسلامی جمهوریت په صادقانه ډول دریدا ته په اشارې سره زیاته کړه سوریه په استقامت او د هیواد دخلکو په ملګرتیا سره وتوانیدله د امریکا، د اروپا  او په سیمه کښې ددوې له متحدانو جوړ دیوه ستر ائتلاف په مقابل کښې مقاومت وکړی او په بریالیتوب سره له دغه  کړکیچ ووځی .

د  ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په سوریې کښې د مقاومت دبهیر بریالیتوب د امریکا د غوسه کیدا او د نویو دسیسو د پلانولو لپاره دهغوې دهڅې سبب وباله او په دې زمینه کښې یوې بیلګې ته په اشارې سره یې وویل د حائلې سیمې مسله چې امریکا یې په سوریې کښې دجوړولو هڅه کوی په هغو خطرناکو دسیسو کښې راځی چې باید په پریکنده توګه  یې رد کړو او په مقابل کښې یې ودریږو .

هغوی د عراق او دسوریې په سرحد کښې د اغیزشیندونکی شتون لپاره دامریکا پروګرام ددغو پلانونو یوه بله بیلګه وګڼله او ټینګار یې وکړ ایران او سوریه  دیوه بل ستراتیژیک عمق دی او د مقاومت د بهیر هویت او قدرت له دغه ستراتیژیک او پرله پسې ارتباط سره اړونده دی پر دې اساس به دښمانان ونه توانیږی خپل پلانونه عملیاتی کاندی .

دسوریې ولسمشر بشار اسد هم د ایران داسلامی انقلاب له ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سره په کتنې کښې له خپل هیواد څخه د ایران داسلامی جمهوریت د بې دریغه ملاتړونو په قدرونې سره وویل د سوریې جنګ د ایران پرضد د عراق اته کلن تپلی جنګ ته ورته وو او دایران اسلامی جمهوریت په دغه پیښه کښې په سرشیندونکی ډول زمونږ په څنګ کښې وو .

د امریکا د پخوانۍ مرستیاله خارجه وزیره ونډی شرمین وایی له ایټمی موافقې د امریکا وتل ناسم وو .

د عراق عسکرو د داعش د جنګونو امیر ونیوه .

د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی په تهران کښې د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره په کتنې کښې په دې خبرې سره چې دایران اسلامی جمهوریت به د تیر وخت په شان د سوریې د خلکو او دملت په څنګ کښې وي وویل د تهران او د دمشق اړیکې د ورورګلوۍ او وحدت پراساس ولاړې دی .

 

کیهان

 

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره په کتنه کې وفرمایل ایران د زړه له تله له مقاومته  په ملاتړ ویاړی .

 

دایران او د سوریې اړیکې د ورورګلوۍ پراساس دی . اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی پرون مازیګر په تهران کښې د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره په کتنې کښې په دې خبرې سره چې دایران اسلامی جمهوریت به د تیر وخت په شان د سوریې د خلکو او دملت په څنګ کښې وي وویل د تهران او د دمشق اړیکې د ورورګلوۍ او وحدت پراساس ولاړې دی .

حسن روحانی د ترهګرو په مقابل کښې د سوریې د حکومت ، ملت او د پوځ بریالیتوبونه مهم او ارزښمن وبلل او ویې ویل ایران له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کښې تل دسوریې په څنګ کښې ولاړ دی او په دې لړ کښې یې له هیڅ ډول مرستې ډډه نه ده کړی .

د ایران ولسمشر حسن روحانی دې ته په اشارې سره چې ایران د سوریې د بیا رغاونې په بهیر  کښې ګډون ته چمتو دی وویل تهران به د ثبات ، د کډوالود بیرته ستنیدا  او په داخلی سیاسی بهیر کښې د دمشق په څنګ کښې وی .

داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د سوریې په ډیرو سیمو کښې د امنیتی حالاتو په ښه کیدا د خوښې په څرګندولو سره وویل د سوچی په وروستۍ غونډې کښې دایران د روسیې او د ترکیې مشرانو د سوریې دځکمنۍ بشپړتیا دساتلو پرضرورت ټینګار وکړ او د سوریې دحکومت له اجازې پرته د امریکا او دنورو بهرنیو ځواکونو  د هرډول پوځی شتون دوام یې وغند .

د سوریې ولسمشر بشار اسد هم په دغه کتنې کښې په دې خبرې سره چې دسوریې ملت او حکومت تل له ترهګرو سره د مبارزې  او د سیمې او د سوریې د امنیت د ساتلو په لاره کښې د ایران د مشر تابه د ستر مقام ، د حکومت او دملت د ملاتړونو قدرونه کوی وویل زه د دغه قدردانۍ دڅرګندولو لپاره تهران ته راغلی یم .

د سوریې ولسمشر بشار اسد زیاته کړه  سوریه نن سبا د تیر وخت په نسبت له زیات امنیت او ثبات څخه برخورده ده .

بشار اسد ټینګار وکړ په سوریې کښې د ارامښت او د امنیت دتثبیت په لړ کښې د «سوچی» د وروستۍ غونډې او د استانه د بهیر په شمول د څواړخیزه ملګرتیاو او دایران د اسلامی جمهوریت د کړچار ملاتړ کوو .

 

د شرم الشیخ په غونډه کې د عربستان باچا ملک سلمان په خپله ایرانی ضد وینا کې لس ځله ښخ  شو .

امریکا د داعش په وسیله د سوریې ۵۰ ټنه سره زر پټ او بیا یې امریکا ته انتقال کړی دی .

عراق ته د ابوبکر بغدادی او درې زره داعشیانو د ورتګ په اړه ضد و نقیض خبرونه رارسی .

د روسیې سناتورانو امریکا ته خبردارې ورکړ چی په وینزویلا کې به د داخلی جنګ رامینځته کول درسته لاتینه امریکا بې ثباته کړی .

پیونګ یانګ وایی که امریکا سره خبرې اترې نتیجه ورنکړی نو امریکا ته به ویره او وحشت ستون کړو .

 

 مردم سالاری

 

د سپاه د سمندری ځواک قوماندان وویل هرمز تنګې به تر هغه خلاص وی چی د ایران تیل صادریږی .

 

په قطر کی  له طالبانو سره د امریکا د خبرو اترو ۵ پړاو ترسره شو . دافغانستان په چارو کښې دامریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیل زاد» د لومړی ځل لپاره د قطر په پلازمینې دوحې کښې د طالبانو له دوهم لمبر مشر «ملا عبدالغنی برادر» سره کتنه او د هغه څه په هکله چې په افغانستان کښې یې سوله ونوموله خبرې وکړې .

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو ډلې سیاسی مرستیال ملا عبدالغنی برادر قطر ته تللی دی او هلته له زلمی خلیل زاد سره کتنه او خبرې کوی .

ملاعبدالغنی برادر له طالبانو سره دامریکا د خبرو اترو په څلورم پړاو کښې ګډون نه درلود .

له طالبانو سره د امریکا دخبرو پینځم پړاو په داسې حال کښې پیل شوی چې دافغانستان دسولې دلوړې شوا د دارالانشا مشر عمر داودزی په کابل کښې خبری کانفرنس ته ویلی دی  دکابل حکومت له زلمی خلیل زاده هیله لری د افغانستان دحکومت او دطالبانو ډلې ترمینځ د رسمی خبرو اترو زمینه برابره کړی .

دامریکا او دطالبانو دخبرو اترو مخکنیو څلورو پړاونو هیڅ نتیجه نه درلودله .

 له وینزویلا د کولمبیا د کونسولی کارکونکی ووتل .

د امریکا ولسمشر ټرمپ او د شمالی کوریا مشر کیم جونګ اون نن ویتنام ته ورځی تر څو له یوه بل سره کتنه او خبرې اترې وکړی .