د ایران د کب د نهمې نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80633-د_ایران_د_کب_د_نهمې_نیټې_ځینې_مطبوعات
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د ارمنستان له لومړی وزیر سره په کتنه کې وفرمایل د امریکا د ګروهنې په اپوټه باید دوستانه او پیاوړی اړیکی ولرلی شو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 28, 2019 11:38 Asia/Kabul
  • د ایران د کب د نهمې نیټې ځینې مطبوعات

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د ارمنستان له لومړی وزیر سره په کتنه کې وفرمایل د امریکا د ګروهنې په اپوټه باید دوستانه او پیاوړی اړیکی ولرلی شو

 

جمهوری اسلامی

 

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د ارمنستان له لومړی وزیر سره په کتنه کې وفرمایل د امریکا د ګروهنې په اپوټه باید دوستانه او پیاوړی اړیکی ولرلی شو .ورځپاڼه په دې هکله په یوه مفصل راپور کی لیکی د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د ارمنستان له لومړی وزر نیکول پاشینیان سره په کتنې کښې له خپلو ارمنی هموطناوالو سره دایران دخلکو ډیرو ښو اړیکو او د سپیڅلی دفاع په پړاو کښې د ارمنیانو سرشیندونو ته په اشارې سره وویل زه په تهران کښې ددغو شهیدانو کورنیو ته ورغلی یم ځکه چې مونږ د تپلی جنګ ارمنی شهیدان د مسلمانو شهیدانو په شان د ایران د ویاړونو برخه ګڼو .

حضرت ایت الله خامنه ای زیاتیدونکی دوستۍ او ملګرتیا دنده او د ایران او دارمنستان د ګډو ګټو په لړ  کښې وبلله او داګینه یې کړه البته امریکا په کامل ډول د نا اعتماد وړ او په ټولو ځایونو کښې دفتنې ، د فساد ، اختلاف او دجنګ درامینځته کولو هڅه کوی او واشنګټن د ایران او د ارمنستان له اړیکو او دملتونو له ګټو سره مخالفه ده خو مونږ په مقابل کښې دنده لرو خپلې ملګرتیاوې او ارتباطات پیاوړی کړو .

هغه زیاته کړه ایران او ارمنستان هیڅکله له یوبل سره مشکل نه دی لرلی او مونږ له اسلامی تعلیماتو سره سم ځان له ګاونډیانو سره ښه سلوک ته ژمن ګڼو البته د جان بولټن په شان د امریکا چارواکی  په داډول اړیکو  او   مسائیلو هیڅ نه پوهیږی  .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای دغه راز د قره باغ د موضوع حل د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان د چارواکو ترمینځ له پرله پسې خبرواترو سره تړلی وباله او ددغه مشکل له حل سره د مرستې لپاره یې دایران چمتووالی اعلان کړ .

د ارمنستان لومړی وزیر نیکول پاشینیان هم په دغه کتنې کښې تهران ته  په سفر کښې ترسره شوی خبرې اترې او موافقې رغنده  او هیله بخښونکی وبللې او ویې ویل ارمنستان دایران پرضد هیڅ اقدام کښې ګډون نه دی کړی او نه به یې وکړی .

د پاکستان  او هند ترمینځ په هوایی جنګ کې په کشمیر کې د هند دوې جنګی الوتکی نسکورې شوی دی .

د مصر په قاهره کی د اورګاډی په تم ځای کې د اورلګیدنې له امله ۳۰ کسان مړه او ۵۰ نور ژوبل شول .

د امریکا کانګرس د ټرمپ د بیړنی حالت لغوه کولو ته رایه ورکړه .

 

اطلاعات

 

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ارمنستان له لومړی وزیر سره په کتنه کې وفرمایل امریکایان په هر ځای کی په فتنې ، فساد  ، اختلاف او جنګ پسې دی .

د لبنان د حزب ا... عمومی منشی سید حسن نصر ا... وایی د رهبرۍ د ستر مقام او بشار اسد د انځورونو په لیدو سره مې د خوشحالۍ اوښکی له سترګو توی شوې .

پاکستان او هندوستان ترمینځ تاوتریخوالې اوج ته ورسید .

د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف وایی ایران د هند او دپاکستان ترمینځ مینځګړیتوب ته چمتو دی .ورځپاڼه په دې هکله لیکی د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشی سره په ټیلی فونی خبرو کښې د نوی ډیلی او داسلام اباد ترمینځ د اختلافاتو په سوله ایز ډول له حل کولو سره د مرستې لپاره د تهران چمتووالی اعلان کړ او دواړه هیوادونه یې زر ترزره د خبرواترو ترسره کولو ته وروبلل .

د پاکستان او دهند د عسکرو ترمینځ په کشمیر سیمه کښې په جنګونو کښې د هندوستان دوې جنګی الوتکې او د پاکستان یوه الوتکه نسکوره شوی ده . د پاکستان عسکرو د هندوستان  یوپایلوټ روغ نیولی دی .

د بخښنې نړیوالې موسسې ویلی دی سعودیان د عربستان شیعه ښاریز ځپی .

د یمن پوځ ویلی دی که د اوربند خلاف ورزۍ دوام ولرلې شی نو عربستان ته به سخت ځواب ورکړو .

د امریکا مشهور سناتور سنډرز ، ټرمپ ته په خطاب کی ویلی د وینزویلا پر ځای په عربستان کی په  دیموکراسۍ اندیښمن شه .

افغان طالبان وایی د بهرنیو او افغان عسکرو پرضد د سپرلی عملیات نه دروی .

ټرمپ د شمالی کوریا له مشر اون سره په کتنه کې وویل د شمالی کوریا له ایټمی  بې وسلې کیدنې شاتګ نه کوم .

 

جوان

د ټرمپ پخوانی وکیل په کانګرس کې وویل ټرمپ توکم پال ، شیاد ، دوکه باز او درغلی کونکې دې .ورځپآڼه په دې زمینه کی په یوه مطلب کی لیکلی دی د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخوانی وکیل مایکل کوهن په ولسی جرګې کانګرس کښې د ګواهۍ د ورکولو په غونډې کښې د ولسمشر پرضد بیلابیل تورونه مطرح کړل او هغه یې یو دوکه باز ، توکمپال او جعلی سړی وباله . مایکل کوهن وویل زه په دې خبره چې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره مو ملګرتیا کړی ده پښیمانه یم .

مایکل کوهن دغه راز د برمنډو فیلمونو ښځینه لوبغاړی اسټورمی ډنیلز ته د کلنګ دورکولو د څرنګوالی په هکله په ایشوا کونې سره وویل ولسمشر ټرمپ له ما وغوښتل د برمنډو فیلمونو دغه لوبغاړی ته چې له ټرمپ سره یې جنسی اړیکې لرلې کلنګ ورکړم .

دامریکا د ولسمشر ټرمپ پخوانی وکیل مایکل کوهن زیاته کړه ټرمپ له ما وغوښتل چې  دهغه  میرمنې ته دورغ ووایم او ما دغه کار وکړ .

هغه زیاته کړه د امریکا لومړۍ میرمنې ته دروغ ویل زما یوه ترټولو ستره پښیمانتیا ده .

هندوستان او پاکستان له دوه ورځنی هوایی جنګه وروسته سولې لپاره خپل چمتو والې اعلان کړ .

ماسکو او دمشق وایی امریکا له سوریې خپل عسکر وباسی .

په نیویارک کی په یمن کی د عربستان د جنګ پرضد مظاهرې ترسره شوی دی .

 کیهان

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمی یوځل بیا د هند او دپاکستان د پوځی چمتووالی او د سرحدی تاوتریخوالو له کبله په رامینځته شویو خطرونو اندیښنه څرګنده کړه .

چین او اروپایی اتحادیې پاکستان او هند زغم ته وروبلل .

صیهونیستی ورځپانۍ احارونوت لیکی چی د پیړۍ معامله نتیجې ته نه رسی .

فارن پالیسی لیکی چی پیونګ یانګ له امریکا دوکه نه خوری .

 بینټاګون وایی ۲۰۳۰ کال کې له امریکا د چین او روسیې پوځی قدرت مخکې کیږی .