د ایران د کب د یولسمې نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80665-د_ایران_د_کب_د_یولسمې_نیټې_ځینې_مطبوعات
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... خامنه ای د کرمان ولایت د ۶۵۰۰ شهیدانو د درنښت د کنګرې له چاروالو سره په کتنه کې وفرمایل د دښمنانو ټوله هڅه د ایرانی ملت ویرول او ناهیلی کول دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 02, 2019 09:15 Asia/Kabul
  • د ایران د کب د یولسمې نیټې ځینې مطبوعات

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... خامنه ای د کرمان ولایت د ۶۵۰۰ شهیدانو د درنښت د کنګرې له چاروالو سره په کتنه کې وفرمایل د دښمنانو ټوله هڅه د ایرانی ملت ویرول او ناهیلی کول دی .



جمهوری اسلامی

د ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف وویل په سمو فیصلو سره د دښمن په وړاندې د هیواد دمقاومت لګښت کم کړو .

د ملګرو ملتو استازی وایی جولان د سوریې د خاورې برخه ده .

واشنګټن پوسټ لیکی ټرمپ د ایران په اړه تیروتنه وکړه .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب وویل تهران ته دبشار اسدسفر د ایران د قدرت نښه ده . ورځپاڼه په دې هکله لیکی دتهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله محمد علی موحدی کرمانی ایران ته د سوریې د ولسمشر بشار اسد سفر تاریخی او بې ساری پیښه او په سیمه کښې د ایران داسلامی جمهوریت د قدرت او د اقتدار نښه وبلله .

هغه تهران ته د سوریې د ولسمشر بشار اسد سفر ته اشاره وکړه او ویې ویل دغه سفر د نړۍ دسیاسی ټولنو د خبرونو په سر کښې ورغی او ثابته یې کړه چې په سیمه  کښې د امریکا او د لویدیځو هیوادونو د ائتلاف د جاسوسۍ او د اطلاعاتی بروالی له ادعا سره سره د سوریې نظام کافی ثبات او اقتدار لری .

د تهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله محمد علی موحدی کرماني  ډاګینه کړه تهران ته د سوریې دولسمشر بشار اسد سفر داسرائیلو رژیم او په سیمه کښې دامریکا متحدانو ته روښانه پیغام درلود چې په سوریې کښې به دایران دپوځی سلاکارانو شتون دوام ولری او په دې هکله د امریکا او دهغې دمتحدانو هراړخیزه دباونه هیڅ اغیز نلری .

ایت الله موحدی کرمانی زیاته کړه د سوریې ولسمشر بشار اسد دخپل هیواد دخلکو خپلواکۍ او عزت او له ایران سره ستراتیژیکې اړیکې په پیسو سره بدلې نکړې او هماغه راز د ایران له اسلامی جمهوریت سره د اقتصادی او دکلتوری اړیکو د پیاوړی کولو غوښتونکی دی .

دتهران دجمعې لمانځه موقته امام دغه راز په پولینډ کښې د وارسا ایران ضد غونډې ته په اشارې سره وویل په خپله دامریکا په اعتراف دغه غونډې له لومړیو څخه ماتی خوړلی وه او په دغه غونډې کښې د لویدیځو هیوادونو د چارواکو نه ګډون دغه غونډه  بې اعتباره کړه .

هغه ټینګار وکړ دامریکا قدرت کمزوری دی او دغه هیواد په خپلو هم تړونه هیوادونو کښې هم اعتبار نلری .

 

اطلاعات

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... خامنه ای د کرمان ولایت د ۶۵۰۰ شهیدانو د درنښت د کنګرې له چاروالو سره په کتنه کې وفرمایل د دښمنانو ټوله هڅه د ایرانی ملت ویرول او ناهیلی کول دی .

د عربستان د استخباراتی ادارې پخوانی مشر بندر بن سلطان اعتراف کړی دی چی عربستان د ایران پرضد د عراق په جنګ کې د صدام اصلی ملاتړی وو .

د ایران د سپاه د قدس ځواک قوماندان سردار سلیمانی وایی زمونږ په وړاندې د دښمن ماته حتمی ده .سردار سلیمانی دایران په کرمان ولایت کښې دې ته په اشارې سره چې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هر ځاې کښې دملتونو سپکاوی کوی وویل استکباری روحیه د دښمن د ذات برخه ده او د هیوادونو په ګټو او  ملتونو سترګې پټول د دښمن دماتی دلیل دی .

د ایران دسپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان قاسم سلیمانی په ناجایزو حکومتونو پیسې لګول د دښمن د ماتی لپاره بل دلیل وباله او ویې ویل نن سبا د سیمې ډیر عرب هیوادونه ناجایز دی خو همدغه استکباری حکومتونه د بشری حقوقو خبرې کوی .

هغه ډاګینه کړه که  چیرې د اسلامی بهیرونو په شان خنډ نه وائ صهیونیسټ رژیم به له ایران سره ددښمنۍ لپاره له هیڅ هڅې ډډه نه کوله خو نن سبا د لبنان پرضد جنګ دکښې د دښمن د زغم توان حتی دووورځو ته هم ونه رسید .

قاسم سلیمانی د امریکا د ولسمشر ټرمپ لخوا دسعودی عربستان سپکاوی ته په اشارې سره وویل عربستان د خپلې ناپایدارۍ په دلیل په امریکا تکیه کړی ده او ورباندې اړونده شوی دی خو باید پوه شی کله چې امریکا خپلې ګټې په خطر کښې ووینی نو عربستان له مینځه وړی .

دایران د سپاه پاسداران دقدس ځواک قومندان برید جنرال قاسم سلیمانی دغه راز د  داعش ډلې د ماتی او له عراق څخه د امریکا د عسکرو د شړلو په اړه وویل دا د اسلام قدرت دی چې مسلمان ملتونه متحد کیږي  او په دښمن یرغل کوی .

له اون سره د ټرمپ د ایټمی بې وسلې کونې خبرو اترو ماته وخوړه .

امریکا د بن لادن د زوی حمزه لادن د نیولو لپاره یو میلیون ډالر جایزه وټاکله .

 د افغانستان خلکو په میدان وردک ولایت کی د امریکایی عسکرو په لاس د ملکیانود وژلې په اعتراض کې مظاهرې ترسره کړې .

فارن پالیبسی لیکی چی السیسی له مبارک بدتره دې .

روسیې او چین د وینزویلا پرضد د امریکا پریکړه لیک وټو کړ .

کیهان

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای  وفرمایل د یوه ملت د اقتدار رمز په ډګر کی د ځوانانو دلیرانه شتون دی .

امریکا به له برجامه ښې موافقې ته ونه رسیږي . محمد جواد ظریف د امریکې او شمالي کوریا د مذاکراتو د ماتې په هکله په خپل ټویټر اکاؤنټ کښې ولیکل: ډونلډ ټرمپ باید پوه شي چې ځلیدونکي نمایشونه، د عکاسۍ فرصتونه او ناڅاپه د سیاست بدلول له جدي ډیپلماسۍ سره سمون نه خوري.

د ایران خارجه وزیر دې ټکي ته په اشارې سره چې د ۱۵۰ مخیزې برجام ایټمي موافقې یو یو ټکي ته د رسیدو لپاره تقریباً دولس کاله تفکر او زرګونه ساعتونه خبرې اترې شوې دي، ټینګار وکړ چې ټرمپ به هیڅکله له دې غوره موافقې ته ونه رسیږي.

د ویلو ده چې په ویتنام کښې د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون او د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ترمینځ د دویم ملاقات له وخته مخکښې ختمیدو وروسته سپينې ماڼۍ اعلان وکړ چې د دواړو لورو ترمینځ موافقه ونه شوه او د دې ماتې په توجیه کښې یې وویل: ټرمپ له ایران سره د بدې ایټمي موافقې تیروتنه، له شمالي کوریا یا بل کوم هیواد سره نه تکراروي .

پاکستان د هند نیول شوی پایلیټ خوشې کړ .

نتانیاهو په رسمی توګه د صیهونیسټ رژیم د لوی څارنوال لخوا په فساد تورن شو .

د بشری حقوقو مدعیان یمن ته خراب خواړه ولیږی .

پنټاګون وایی له افغانستانه وتل پنځه کاله وخت اخلی .

صیهونیستی رسندویو لیکلی که د لبنان له حزب ا... سره جنګ ته ورګډ شو نو په ورځ کې به دوه زره توغندی په اسراییلو توغول کیږی .

 

خراسان

د ټرمپ او اون د خبرو اترو دوهم پړاو له کومې موافقې پرته پاې ته ورسی

اروپا سعودی عربستان په تور فهرست کښې نه شاملوی . ورځپاڼه په دې زمینه کې په یوه راپور کی لیکی چی امریکا او سعودی عربستان د اروپایی اتحادیې په غړیو هیوادونو دباو راوړی دی چې د سخا پیسو په نوم  لیسټ کښې د پیسو د وینځلو په تور فهرست کښې د عربستان نوم شامل نشی .

د سعودی عربستان باچا سلمان په تیرې یکشنبې ورځ د اروپا مشرانو ته په یوه لیک کښې خبرداری ورکړی وو دغه اقدام به د اروپایی اتحادیې او د ریاض ترمینځ په تجارت او پانګونې کښې مشکل رامینځته کړی .

ویل کیږی چې د بریتانیا او د فرانسې په شمول شلوهیوادونو د پیسو د وینځلو په تور فهرست  کښې دسعودی عربستان د نوم د ورزیاتولو لپاره د اروپا دکمیسیون له فیصلې سره مخالفت کړی دی .

له دې سره سره د اروپایی اتحادیې څو قانون جوړونکو د اروپا په کمیسیون غږ کړی دی چې په دغه فهرست د اغیز شیندلو لپاراه د هڅو تر اغیز لاندې ورنشی .

د سولې د خبرواترو له دوو ورځو ځنډ سره په یو وخت  طالبانو په هلمند کې د افغانستان او امریکایانو په اډې حمله وکړه .