د ایران د کب د ۱۲ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80686-د_ایران_د_کب_د_۱۲_نیټې_ځینې_مطبوعات
د بهرنیو عسکرو وتل د افغانستان له پوځ سره د یو ځای کیدا لپاره د طالبانو شرط دې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 03, 2019 10:20 Asia/Kabul
  • د ایران د کب د ۱۲ نیټې ځینې مطبوعات

د بهرنیو عسکرو وتل د افغانستان له پوځ سره د یو ځای کیدا لپاره د طالبانو شرط دې .

 

کیهان

 

ايران د لبنان د حزب الله په خلاف د برتانیه اقدام وغندۀ . د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند  بهرام قاسمی د ترهه ګرو ډلو په لېسټ کښې د لبنان د حزب الله په راوستلو کښې د برطانوي حکومت اقدام په غندلو سره وويل، د برطانيې دغه اقدام د لبنان د ولس د يوې پراخې برخې او د دغه هېواد په ادارې او سياسي جوړښت کښې د حزب الله د قانوني روا والي او مقام ته د بې پامۍ په معنادې .

واشنګټن پوسټ لیکی چی ټرمپ د کیم په چل کی ګیر شو .

د بهرنیو عسکرو وتل د افغانستان له پوځ سره د یو ځای کیدا لپاره د طالبانو شرط دې .

اروپا د جنورۍپه یو د یرشمه نیټه په رسمی ډول د انینسټکس په نامې سره له ایران سره دتجارت او اقتصادی معادلاتو لپاره د ځانګړی چینل پرانیستل اعلان کړی،چې امریکا ئې یو ځل بیا منزوی کړې ده

ایندیپندنت لیکلی دی چی  د هند او پاکستان په کړکیچ کې اسراییلو اساسی رول درلودلی دی .

د یمن انصار ا... وایی انګلستان میانځی ګړې ندې بلکې د سعودیانو په جنایتونو کې شریک دی .

د الجزایر دولت د دړې وړې کیدا په درشل کی دی .

پنټاګون د خلکو له پراخ مخالفت سره سره په عراق کی دوې نوی اډې جوړې کړې .

 

جام جم

 

مصر په امارتو او بحرین کی پوځی اډه جوړوی .

په جرمنی کی امریکایی ضد مطاهرې ترسره شوی .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هند او پاکستان ترمینځ د میانځګړیتوب لپاره چمتووالې اعلان کړ .

واشنګټن له انکارې سره ژمنه وکړه چی امریکایی عسکر له سوریې په اوړی کې ووځی .

عربستان د بن لادن د زوی حمزه بن لادن تابعیت سلب کړ .

د مصر الازهر د صیهونیسټانو تیری محکوم کړل .

 طالب ځواکونه د افغانستان له پوځ سره یو ځای کیږی .

په مصر کې دوه سوه معترض کسان ونیول شول .

د بخښنې نړیوالې ادارې عربستان ته د بشری حقوقو د پراخو خلاف ورزیو په دلیل خبردارې ورکړ .

د هند د هوایی ځواک یو قوماندان د پاکستان په خاوره کی ټاکل شویو هدفونو ته  په نه رسیدا کې د هندی ځواک د ناکامۍ په دلیل څنګته شو .

دملګروملتو مرموزی چپتیاپه یمن باندې تیریګرلاسپین سترګی کوی .  ورځپاڼه په دې هکله په یوه راپور کی لیکی چی د یمن د مرکچی ټیم مشر  محمد عبدالسلام  دعمان په پلازمینې مسقط کې  له انګریز  خارجه وزیر جرمی هانټ سره په کتنې کې  وئیلی دی ،په صنعا کې سیاسی  مشران  دالحدیده په باب او د درستو موافقو په  اړه  دسویډ دسولې  دموافقې پر  بشپړ اجرا ټینګار  کوی او  ددغو موافقو د بدلولو لپاره  هر ډول  هڅه او   د نوی شرط ز یاتول هیحکله هم   نه منی .

 د یمن دغه لوړپوړی چارواکی د سعودی تیریګر و دګستاخۍ  په وړاندې  د ملګروملتوپه چپتیا  په حیرانتیا ښودلو سره  وئیلی دی ،  دسعودی ائیتلاف ځینی غړی لوری  هڅه کوی  دنوو شرطونو اوموضوعګانو په واردولو سره  د سویډ د موافقې له اجرا  ډډه وکړی .

  په  سویډکې د یمن والو ډلو  ترمینځ  د  سولې د خبرواترو  په اساس دیمن په الحدیده  ښار کې  د دسمبر له اتلسمې نیټې  د اوور بند پیل شوی ، خو سعودی ائیتلاف  ئې هره ورځ خلاف ورزی کوی .

 جمهوری اسلامی

 د ایران د خارجه وزارت ویندوی قاسمی د لبنان د حزب ا... پرضد د انګلستان اقدام په کلکه وغنده .

د بخښنې نړیوالې ادارې په عربستان کی د مدنی فعالانو د ځپلو د زیاتیدا په نسبت عربستان ته خبردارې ورکړ .

ملګر ی ملتونه وایی د ستنیدا په لاریون کې د فلسطینیانو وژله جنګی جنایت دی .

 د ترکیې خلکو د قدس شريف او فلسطينانو په ملاتړ کښې پراخ لاریون وکړ.

هند له پاکستان سره د اختلافاتو د ختمولو لپاره د مېنځګړيتوب وړانديز رد کړ .ورځپاڼه په دې زمینه کی لیکی په روسيې کښې د هند سفير د پاکستان او خپل هېواد ترمېنځ د مېنځګړيتوب هر ډول وړانديز رد کړ او وې ويل، د دواړو هېوادونو ترمېنځ د اختلافاتو ختمېدل په پاکستان کښې د له ترهه ګرو ډلو سره د مبارزې لپاره د اسلام آباد لخوا جدي ګامونو  ته ضرورت لري. هند باوري دی پاکستان له جيش محمد نومې ترهه ګرې ډلې څخه ملاتړ کوي   خو پاکستان دغه ادعا ردوي.

اطلاعات

په ایران کی د ربوټ او مصنوعی هوش نړیوال نندارتون پیل شو .

د مقاومت ملاتړو هیوادونو د حزب ا... پرضد د انګلستان غلیمانه اقدام وغنده .

د انګستان ملکه وایی که تر ۹۵ کلنۍ پورې ژوندۍ پاتې شوم نو قدرت به خپل زوی ته وسپارم .

دمشق وایی له ایران سره د سوریې اړیکی د چانه وهلو ندی .

عربستان دبن لادن د زوی تابعیت لغوه کړ .

بنګلادیش نور د روهنګیا مسلمان کډوال نه منی .

ټرمپ وایی چین سملاسی د امریکا د کرهنړیزو محصولاتو کسټم لغوه کړی .

د بشری حقوقو ۵۰ ادارو له سعودی رژیم وغوښتل چی سملاسی دې مدنی فعالان خوشی کړی .

شمالی کوریا وایی د ټرمپ د زیات غوښتنې په دلیل له واشنګټن سره په خبرو اترو کی بیا کتنه کوو .

نیویارک ټایمز لیکی د نتانیاهو د تلو وخت رارسیدلی دی .

د کشمیر په کنټرول کرښه کی د هندی او پاکستانی عسکرو ترمینځ په ډزو کی ۶ کسان وژل شوی دی .