د امریکا قدرت په ځوړتیا دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80693-د_امریکا_قدرت_په_ځوړتیا_دی
دایران دملی امنیت دلوړې شورا منشی په سیمې کې دتکفیری ترهه ګرۍ ماتې ته په اشارې سره روښانه کړې،داسلامی نړۍترټولو مهم او پیچلی ګواښ چې په اسلامی ټاټوبو د تکفیری ترهه ګرو واکمنول وو،د اسلامی مقاومت په فرهنګ کې د روزل شوو ځوانانو په قربانۍاوسرښیندنې سره ئې ماته خوړلې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 03, 2019 13:55 Asia/Kabul
  •  د امریکا قدرت په ځوړتیا دی

دایران دملی امنیت دلوړې شورا منشی په سیمې کې دتکفیری ترهه ګرۍ ماتې ته په اشارې سره روښانه کړې،داسلامی نړۍترټولو مهم او پیچلی ګواښ چې په اسلامی ټاټوبو د تکفیری ترهه ګرو واکمنول وو،د اسلامی مقاومت په فرهنګ کې د روزل شوو ځوانانو په قربانۍاوسرښیندنې سره ئې ماته خوړلې ده .

زمونږخبریال  راپورراکړ د ایران داسلامی جمهوریت  دملی امنیت دلوړې شورا منشی علی شمخانی  نن  په تهران کې  دسپیڅلی دفاع  دشفاهی تاریخ  په ملی سیمنار کې  پخپلې وینا کې جوته کړې،که څه هم امریکا،لویدیځ  او د سیمې مرتجعو هیوادونو  ترهه ګر او تالی څټی عناصر  په خدمت  ګمارلی ، څو د اسلامی مقاومت جرړې وچې کړی،خو  د مقاومت ځوانانو ،دسورئې پوځ ، د عراق الحشد  الشعبی  او د یمن انصار ا...  او دحرم مدافعانو  وښودله  چې  دامریکا خودساخته قدرت په آسانۍ سره د  دړې وړې  کیدا جوګه دی .

دایران دملی امنیت دلوړې شورا منشی  په سیمې کې دتکفیری ترهه ګرۍ ماتې ته په اشارې  سره  روښانه کړې ،  داسلامی نړۍ تر ټولو مهم  او پیچلی ګواښ  چې  په اسلامی ټاټوبو  د  تکفیری ترهه ګرو   واکمنول وو،  د  اسلامی مقاومت په فرهنګ  کې  د روزل شوو ځوانانو په قربانۍ اوسرښیندنې سره  ئې ماته  خوړلې ده .

  هغه زیاته کړې ،  نن سبا   له هغو ډیروزیاتو لګښتونو سره سره ، چې  په نیواکی ټاټوبو کې  دامنیت درامینځةکول لپاره  کیږی،داسرائیلو دپولو د امنیت دتامینولو لپاره  دامریکا او دسیمې د مرتجعو هیوادونو سټراټژۍ  بندون ته رسیدلی او  دقدست نیواکګر رژیم  پخپلو پولو کې حتی  دخپلو پولو دننه   لازیات ګواښ احساس کوی . .

 د ایران دملی  امنیت دلوړې شورا منشی،له ملګروملتو  څخه  بهر دایرانی ضد ائیتلاف  جوړونې لپاره د وارسا دغونډې د ماتې او دسیمې په عربو هیوادونو کې دداخلی  اختلافاتو دپراختیا ترڅنګ دایرانی ضد ائیتلاف په رامینځةکولو کې دامریکا د حکومت ناکامۍ او دغه راز نوره ورته په لسګونو موضوعګانې یاد کړې،چې ښئ  د امریکا  او دهغې  دمتحدانو  په  انتظار کې  دناکامۍ  او ماتو پرته بله لاره او پایله نه لری .