دایرانی ضدبندیزونو ملاتړد اسلامی نړۍدپیوستون خلاف ورزی ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80694-دایرانی_ضدبندیزونو_ملاتړد_اسلامی_نړۍدپیوستون_خلاف_ورزی_ده
دایران دخارجه وزارت دغه مرستیال د اسلامی ملګرتیا موسسې په ایجنډا کې د تر ټولو لوړ لومړیتوب په توګه دفلسطین موضوع ته دپام د دوام په ضرورت په ټینګار سره ووئیل ، ایران اجازت نه ورکوی ، داسلامی نړۍ په سویه دنوو بدلونونو په پلمه له هغې تر ټولو مهمې او مخکینۍ مضوع یعنی د فلسطین له موضوع چې اسلامی نړۍ ورسره مخامخ ده،د نړیوالو پام واړوی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 03, 2019 14:06 Asia/Kabul
  •   دایرانی ضدبندیزونو ملاتړد اسلامی نړۍدپیوستون خلاف ورزی ده

دایران دخارجه وزارت دغه مرستیال د اسلامی ملګرتیا موسسې په ایجنډا کې د تر ټولو لوړ لومړیتوب په توګه دفلسطین موضوع ته دپام د دوام په ضرورت په ټینګار سره ووئیل ، ایران اجازت نه ورکوی ، داسلامی نړۍ په سویه دنوو بدلونونو په پلمه له هغې تر ټولو مهمې او مخکینۍ مضوع یعنی د فلسطین له موضوع چې اسلامی نړۍ ورسره مخامخ ده،د نړیوالو پام واړوی.

  په ابوظبئ کې  داسلامی  ملګرتیا موسسې  دغړو هیوادونو دخارجه وزیرانو  په شپږڅلویښتمې ناستې کې دایران دپلاوی مشرغلام حسین دهقانی   پخپلې وینا کې  وئیلی دی ،هغه هیوادونه چې  دایران دملت په ضد د ا مریکا د  بندیزونو ملاتړ کوی ، دمسلمانانو ترمینځ دپیوستون  د روح  خلاف ورزی  کوی .

دهقانی  داسلامی ملګرتیا موسسې  دلومړیتوبونو په بدلیدا  دخواشینۍ په ښودلو سره روښانه کړې،داسلامی ملګرتیاموسسې ډیر کم غړی د ډیرو زیاتو پیسو په  لګولو سره  دخپل بهرنی سیاست  داورګان  له یوې برخې سره د دغه  خپلواکه اونړیوالې موسسې  دیوځای کولو  په حال کې دی ، چې دغه اقدام  به داسلامی نړۍ ددغې خپلواکه  موسسې  د باؤر دلازیات داغی کولو لامل شی.

 دایران دخارجه وزارت دغه مرستیال د اسلامی ملګرتیا موسسې په ایجنډا کې  د تر ټولو لوړ لومړیتوب  په توګه  دفلسطین   موضوع ته  دپام  د دوام په ضرورت په ټینګار سره  ووئیل ،  ایران  اجازت نه ورکوی ،   داسلامی نړۍ په سویه  دنوو بدلونونو په پلمه  له هغې تر ټولو مهمې او مخکینۍ مضوع یعنی  د فلسطین له موضوع چې اسلامی نړۍ ورسره مخامخ ده،د نړیوالو پام واړوی.

دهقانی  همدرااز د ترهه ګرۍ  په باب هم ووئیل،ترهه ګرۍ او افراط پالنې  په ډیرو برخو کې ماته خوړلې ده  او ایران   په  هغه رول چې  د ترهه ګرو په ماتې کې ئې لوبولی دی ویاړی .. هغه همداراز پخپلې وینا کې  داسلامی ملګرتیا موسسې  دجوړښت  داصلاح  په همیّت او ضرورت  او د اسلامی ملګرتیا  د موسسې  په فیصلو او فعالیتونو کې  د درستو غړو   دآزاد مشارکت  په ضرورت ټینګار وکړ.

داسلامی  ملګرتیا موسسې  د خارجه وزیرانو   شپږڅلویښتمه  ناسته  پرون ناوخته   د متحده عربی  اماراتو   دخارجه وزیر  عبدا... بن زاید ال نهیان  په مشرۍ  په ابوظبئ کې ترسره شوی ده . په دغې غونډې کې دایران اوپاکستان خارجه وزیرانو دځینو  خپګانونو  په علت پکې  ګډون  ونه کړ .