د ایران د کب د ۱۴ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80728-د_ایران_د_کب_د_۱۴_نیټې_ځینې_مطبوعات
ایران اوافغانستان د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ . کابل کښې د ایران سفیرمحمد رضا بهرامی او د افغانستان دخارجه وزیر مرستیال نصیر احمد اندیشه د چابهار بندر له لارې د دوه اړخیزه تجارتی ملګرتیا په پراخولو ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 05, 2019 10:50 Asia/Kabul
  • د ایران د کب د ۱۴ نیټې ځینې مطبوعات

ایران اوافغانستان د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ . کابل کښې د ایران سفیرمحمد رضا بهرامی او د افغانستان دخارجه وزیر مرستیال نصیر احمد اندیشه د چابهار بندر له لارې د دوه اړخیزه تجارتی ملګرتیا په پراخولو ټینګار وکړ .

 

کیهان

ایران به په اټومی موافقې کښې اروپا ته منتظر پانې نشی .  ورځپاڼه په دې اړه په یوه راپور کی لیکی دایران دباندنیو چارو وزیر محمد جوادظریف د اټومی تړون په وړاندې د اروپایی هیوادونو کړچار ته په اشارې سره وویل ایران به په اټومی موافقې کښې د اروپایی هیوادونو په تمه کې ننی .

هغه وویل اروپایی هیوادونه باید په اټومی تړون کښې خپلې ژمنې ترسره کړی .

جواد ظریف دغه راز د فرانسې د پارلمان په یوه کمیسیون کښې د منافقینو د ترهګرې ډلې دیوه سرغنه د شتون په اړه وویل ایران تل اروپایی هیوادونو او فرانسې ته په دغه هیواد کښې دټروریسټانو د شتون په هکله اعتراض کړی دی .

دایران خارجه وزیر جواد ظریف په دې خبرې سره چې دامریکا ډیر چارواکی د منافقینو  له ترهګرې ډلې معاشونه ترلاسه کوی وویل د سپینې ماڼۍ  د ملی امنیت سلاکار جان بولټن د مالیاتو په فورمې کښې ویلی دی چې د منافقینو له ترهګرې ډلې یې پیسې ترلاسه کړی دی .

هغه له ایران څخه د خپل سفیر په وربللو کښې د هالینډ د اقدام په هکله وویل ایران د هالینډ دوه ډیپلوماټان په غیر قانونی ډول د ایران د اسلامی جمهوریت د ډیپلوماټانو ایستلو ته په غبرګون  کښې وویستل نو ځکه خو هالینډ په تهران کښې خپل سفیر د مشورې لپاره وربللی دی .

دایران خارجه وزیر  جواد ظریف دغه راز د وینزویلا بدلونونوته په اشارې سره وویل امریکا تل د وینزویلا په کورنیو چارو کښې لاسوهنې کوی او ددغو لاسوهنو د زیاتیدا له لومړیو څخه ایران وویل چې باید له دغه بهیر سره چلند وشی او د واشنګټن د دغه حرکت مخه دې ونیول شی .

ټرمپ ادعا کوی چی زه یو بیګناه انسان یم چی فاسدو کسانو په وسیله ښکیل شوی یم .

اسلامی ایران د هالینډ دوه ډیپلوماټان وویستل .

د پاکستان د پوځ ویندوی وویل د هند او پاکستان اوربند مات شو ځکه چی هندوستان د کشمیر بمبارول له سره پیل کړل .

جان بولټن د وینزویلا په  اړه په عجیبه څرګندونو کې وویل لاتینه امریکا زمونږ د نفوذ خصوصی  حوزه ده حق لرو چی پکې لاس وهنه وکړو .

د خاشقجی د قتل تازه جزیات خپره شول چی پکې معلومه شوی ده سعودیانو د خاشقجی د مړی ځینې برخې په تنور کې سوزولی دی .

 

اطلاعات

 

جهانګیری وایی  د ایف اې ټی ایف له لوایحو سره د ایران یو ځای کیدل د هیواد اساسی اړتیا ده 

د یمن د انصار ا... غورځنګ مشر وایی اسراییل په یمن د عربستان په حملو کې مشارکت  لری .

د ایران دبهرنیو چارو د وزیر دسیاسی چارو مرستیال عباس عراقچی د اټومی موافقې د ساتلو لپاره د اروپایی هیوادونو د عملی اقداماتو غوښتنه وکړه . عباس عراقچی په تهران کښې د جرمنی د خارجه وزارت د سیمې دچارو له  مشر فلیپ اکرمان سره په کتنې کښې له ایران سره د تجارت د ځانګړی چینل اینسټیکس په رامینځته کولو کښې د جرمنی  د فرانسې او د انګلستان اقدام ته په اشارې سره ددغه سازوکار د رامینځته کیدا د بهیر  په اوږدیدا نیوکه وکړه او ویې ویل هیله کیږی چې اروپایی لوری د اټومی تړون د عملی او ملموسو نتیجو او زر ترزره د اینسټیکس د عملیاتی کیدا لپاره جدی هڅه ترسره کړی .

دایران دخارجه وزیر مرستیال عباس عراقچی وویل د اټومی تړون د ساتلو لپاره یوازې د سیاسی ارادې شتون کافی نه دی او اروپا  باید ددغه تړون د ساتلو لپاره عملی اقدامات ترسره کړی .

دجرمنی دخارجه وزارت د سیمې د چارو مشر فلیپ اکرمان هم په دغه کتنې کښې وویل برلین د اټومی تړون او دایران د اټومی پروګرام ملاتړ کوی .

فلیپ اکرمان له عباس عراقچی سره په کتنې کښې د ډیپلوماسۍ د بریالیتوب د نښې په توګه د اټومی تړون اهمیت په اشارې  اوله اټومی تړون د وتلو لپاره دامریکا په فیصلې نیوکې سره  له اټومی تړون د ملاتړ د دوام لپاره د جرمنی په ارادې ټینګار وکړ .

هغه د اینسټیکس مالی سازوکار د جوړولو په هکله وویل دنوی سازوکار له جوړیدا وروسته له ایران سره د کار لپاره دشرکتونو دلچسپۍ ډیره شوی ده او ددغه سازوکار د اجرایی کیدا لپاره هڅه د برلین په لومړیتوب کښې راځی.

د پاکستان پوځ وایی د هند حملو ته له ځواب ورکولو پرته بله لاره نلرو .

امریکا ویلی دی د وینزویلا د رژیم د بدلولو لپاره په پراخ ایتلاف پسې یو .

د لومړی ځل لپاره د استونی  یوه میرمنه لومړۍ وزیره شوه .

 جان بولټن وایی امریکایی عسکر په افغانستان کی پاتې کیږی .

عربستان ، اماراتو او مصر  له اسراییلو سره د اړیکو د عادی کولو لپاره شنه اشاره ورکړی ده .

 الجزیره ټیلی ویزیونی چینل د خاشقجی د قتل نوی جزیات افشا کړل .

خراسان

ایران اوافغانستان د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ . کابل کښې د ایران سفیرمحمد رضا بهرامی او د افغانستان دخارجه وزیر مرستیال نصیر احمد اندیشه د چابهار بندر له لارې د دوه اړخیزه تجارتی ملګرتیا په پراخولو ټینګار وکړ .

د ر وسیې خارجه وزیر لاوروف وایی د سوریې په اړه د نوی کاری ډلې ته اړتیا نشته .

 امریکا د سوریې په پوله کی د حشد الشعبی د ځای پر ځای کیدا مخه نیسی .

بریتانیا د عربستان د تیریګر ائتلاف ستنه ده . د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام انګلستان د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف یوه ستنه وبلله چې په ځلونو یې ددغه ائتلاف په ملاتړ اعتراف کړی دی .