د ایران د کب د ۱۵ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80755-د_ایران_د_کب_د_۱۵_نیټې_ځینې_مطبوعات
د صیهونیسټ رژیم ټیلی ویژن اعتراف وکړ چی اسراییلیان په سید حسن نصر ا... باور لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 06, 2019 12:52 Asia/Kabul
  • د ایران د کب د ۱۵ نیټې ځینې مطبوعات

د صیهونیسټ رژیم ټیلی ویژن اعتراف وکړ چی اسراییلیان په سید حسن نصر ا... باور لری .

رسالت

 

عراقچی وایی اروپا باید د ایټمی موافقې د ساتلو لپاره عملی اقدامات وکړی او لګښت ورکړی .

 

د ایران د ټولو قواو د قومندان ستر سلاکار او مرستیال برید جنرال یحیی رحیم صفوی وویل له سیمې وراخوا هیڅ قدرت ایران ته تاوان نشی رسولی .

د روسیې لومړی وزیر وایی د امریکا ایټمی خولۍ باید د اروپا له خاورې  وویستل شی .

نیویارک ټایمز لیکلی دی چی نړۍ درس اخیستلې دی چی امریکا د باور وړ نده .

 

د ایران خارجه وزیر ظریف امریکا ، صیهونیسټ رژیم اوهغو هیوادونو ته چی ایران پرضد دروغ خپروی خبردارې ورکړی او ویلی یې دی چی د ایران صبر په ختمیدو دې .

د امریکا مشهور سناتور برنی سیندرز وایی د امریکا خلک بې پایه جنګ نه غواړی .

 

جمهوری اسلامی

 

د نړۍ هیڅ قدرت اسلامی ایران ته تاوان نشی رسولی . ورځپاڼه  په دې هکله د برید جنرال یحیی رحیم صفوی له قوله په یوه راپور کی زیاتوی چی ایران هیڅکله د مسلمانو هیوادونو لپاره خطر نه دی وویل دایران اسلامی جمهوریت حاضردمه د لویدیځې اسیا د سیمې په لومړی قدرت بدل شوی او په نړیوالو معادلاتو هم اغیزشیندونکی دی .

یحیی رحیم صفوی دامریکا دقدرت د ځوړتیا بهیر ته په اشارې سره وویل امریکا پوهیږی چې کمزوری شوی ده او نور دنړۍ ستر قدرت نه دی او زیاته یې کړه که چیرې امریکا  وس درلود نو د سوریې د ولسمشر بشار اسد حکومت به یې نسکور کړی وو .

هغه د ایران داسلامی انقلاب په مرکزیت سره د اسلامی نړۍ د نوی قدرت په اړه وویل دایران اسلامی انقلاب د  دنیا دقدرت هندسه ګډه وډه کړه او همدا اوس په اسلامی دنیا کښې د اوسنی روشنګرۍ مرکز دایران اسلامی انقلاب او د ایران داسلامی جمهوریت مشرۍ ده .

 

د اسراییلو دولتی ټیلی ویژن د لبنان د حزب ا... د عمومی منشی سید حسن نصر ا... په قدرت اعتراف وکړ .

روسیه وایی چی امریکا ته ایټمی موافقې ته ستنه شی .

د امریکا خارجه وزیر مایک پمپیو ویلی دی چی د شمالی کوریا او امریکا د زیاتو خبرو اترو غوښتونکی یو .

په سوډان کی د عمرالبشیر د اقداماتو پرضد عمومی کاربندیز شوی دی .

 

کیهان

 

د فرانسې ولسمشر ماکرون ویلی دی اروپا هیڅکله د نن په شان به خطر سره نه وه مخامخ .

د روسیې فیډریشن دمسلمانانو مشر وایی تر راتلونکیو ۱۵ کلونو پورې به د روسیې ۳۰ فیصده نفوس مسلمانان شی .

اردن سوریې ته خپل الوتونه له سره پیل کړل .

د اسراییلو رسندوې اعتراف کوی چی سید حسن نصر ا... هغه کس دی چی خپل زوی لویدیځ ته د ورلیږلو پرځای د جنګ میدان ته ورلیږی .

داټومی انرژۍ په  نړیوال اژانس کښې د امریکا استازی جیکی ولکاټ په یوې  بیانیې کښې دایران دسیمه ییزو فعالیتونو په هکله د چټی تورونو په تکرارولو سره وویل امریکا له ایران سره داسې جامعې موافقې ته درسیدا هڅه کوی چې د واشنګټن ټولې اندیښنې ختمې کړی .

 

اطلاعات

د عراق ولسمشر وایی بغداد ته د ښاغلی روحانی راتلونکی سفر ډیر مهم دې .

 هندوستان په کشمیر کې د پاکستان بې پایلیټه الوتکه نسکوره کړی ده .

 په سوریه کې د داعش ۱۵۰ ترهه ګر کردی ځواکونو ته تسلیم شول .

روسیې  په توغندوی موضوع کې امریکا په ورته ځواب وګواښله .

د وینزویلا د تیلو شرکت دفتر ، روسیې ته منتقل شو .

د صیهونیسټ رژیم ټیلی ویژن اعتراف وکړ چی اسراییلیان په سید حسن نصر ا... باور لری .