د ایران دکب د ۱۶ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80778-د_ایران_دکب_د_۱۶_نیټې_ځینې_مطبوعات
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای مسولو ادارو ته وفرمایل چی د ودانیو جوړول ونو ته د تاوان رسولو سبب نشی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 07, 2019 13:16 Asia/Kabul
  • د ایران دکب د ۱۶ نیټې ځینې مطبوعات

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای مسولو ادارو ته وفرمایل چی د ودانیو جوړول ونو ته د تاوان رسولو سبب نشی .

 

کیهان

 

دغی ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد ص د ګران اهل بیت حضرت امام محمد باقر علیه سلام د نیکمرغه زوکړې مبارکی ویلی ده  چی مونږه هم په خپل وار تاسو ګرانو میناوالو ته په دې مناسبت د زړه له کومی مبارکی وړاندی کوو .

ورځپاڼی په یوه بل ځای کی د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... خامنه ای یو انځور چاپ کړی چی د میوې یونیالګې لګوی او د معظم لارښود له قوله یې لیکلی دی چی دبوټو اونیالګو ساتل بایدپه عمومی فرهنګ کې خپل حقیقی ځای ومومی . د وَنو  او دطبیعی سرچینو  د اونۍ د ورځې په مناسبت  د ایران داسلامی  انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سیدعلی خامنه ای   دمیوه دار و وَنو دوه نیالګی  کیښودل .

 

 داسلامی انقلاب معظم لارښود  له دې وروسته  د ونو  د نیالګیو د کیښودو یا لګولو  ورځ دپسرلی  په پوښښ کې  یو انعام  او  دبوټو دپوښښ  د ا همیّت  یادونه وبلله او  هغو تاوانونو ته په اشارې سره ئې چې  ځنګلونو، بوټو او وَنو او څړ ځایونو ته دبې پامیو  او بې پروائیو له امله  هیواد باندې تپل شوی دی ،ووئیل ؛ د ونو او  دبوټو دساتلو   موضوع ، باید  په عمومی  فرهنګ اوکلتور کې  خپل واقعی ځای  پیدا کړی .

 حضرت آیت ا... العظمی  سید علی خامنه ای  د ونو د لګولو  په ورځې د نیالګی کیښودل  ، وَنې اوبوټی ته داهمیّت   د ورکولو  دکلتور دپیاوړتیا په موخې سره  یو بیلګه اقدام  وباله  او د ودانیو دجوړونې په  انګیزې  سره  په ځینو هغو ځایونو کې  چې له ونو ډک وی ،  تاوان رسونې باندې په نیوکو سره  وفرمائیل ،اړونده  ادارې او اورګانونه باید  په جدی توګه  ددغه ډول کارونو په وړاندې ودریږی  او ددغه شان کارونو اجازت ورنکړی.

       داسلامی انقلاب  معظم لارښود همداراز ددښتو دپرمختګ  دمخنیوی په خاطر  د هیواد په ځینو سیمو کې  د ځینو تاوانی نیالګیو په کیښودلو او لګولو نیوکه وکړه او  وې وئیل ،  مسئولې ادارې باید  ددغه شان اقداماتو  مخه ونیسی ،ددې په ترڅ کې چې  د ځنګلونو اوڅړځایونو دساتلو لپاره  باید هڅه وشی او د قضائی   ادارې پشمول  څارونکی اورګانونه  دې  په ځنګلونو  دتیریو  په مخنیوی کې  غوره اهتمام وکړی .

په ایران کې  د مارچ له شپږمې تر  دیارلسمې نیټې پورې  د: طبیعی  سرچینو د اونۍ: په توګه نومول شوې .

واشنګټن ګواښونه اوپیونګ یانګ توغندوی فعالیتونه له سره پیل کړل .

د برتاینه ګارډین لیکلی دی د عربستان د باچا ملک سلمان او ولیعهد بن سلمان اختلافات زیات شوی دی .

د سی ای اې پخوانی افسر رابرټ سټیل وایی چی د امریکا اورګانونه د صیهونیسټانو په تسلط کی دی .

پاکستان ۶۸ افراطی او ترهه ګرې ډلې په تور لیسټ کی شاملې کړې .

ټرمپ وایی په کال کی ۶۰۰۰ زاړه امریکایی عسکر خودکشی کوی .

 

 جمهوری اسلامی

 

د اسلامی ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحانی وایی دایران ملت به دعزت او سرلوړۍلارې ته هماغه راز دوام ورکړی .

د روسیې ولسمشر پوتین ویلی دی په مینځنی ختیځ کې هماغه راز حالات پیچلی او ګډوډ دی .

اروپایی اتحادیې له ایټمی موافقې د امریکا له وتلو په خواشینۍ څرګندولو سره ویلی دی چی اروپایی اتحادیه د ایټمی بایکاټونو لیری کول د برجام  ضروری برخه بولی .

د ایران د اسلامی شورا مشر ډاکټر لاریجانی له خپل عراقی هم څنګ سره په کتنه کی وویل ایت ا... سیستانی د عراق د ترهه ګرو ډلو په ختمولو کی اوڅاره رول درلود .

امریکا ، ترکیې ته له روسیې د ایس ، څلورسوه توغندوی  ضد سیسټم د اخیستلو په اړه خبردارې ورکړ .

د سوریې کردانو د داعش ټول نیول شوی غړی ، عراق ته وسپارل .

 

اطلاعات

 

د اسلامی ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحانی ویلی دی دښمن ستونزه جوړوی خو بې شکه چی نتیجې ته به ونه رسی .ورځپاڼه په دې هکله په یوه راپور کی لیکی چی دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی  د ایران دشمال ګیلان ولایت د  لاهیجان ولسوالۍ دلسګونو زره خلکو په  ټول کې  ددې خبرې په کولو سره  دایران ملت په تاریخی آزموینې کې  ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړی دی ،ووئیل ،  دایران ولس  د دښمنانود بندیزونو په وړاندې دریدلی  او  هغوی ته ئې درنه ماته ورکړې ده .

 ډاکټر روحانی په دې خبرې په ټینګار سره چې  دښمن به هیڅکله  دایران په ضد خپلو سپیرو موخو ته ونه رسیږی ، زیاته کړې ،  دښمن هڅه  کړې ،  دایران په ضد  دبندیزونو په اعمالولو کې  نړۍ له ځان سره ملګری کړی ، خو  په دغې مرحلې کې ئې  هم ماته وخوړله .

داسلامی ایران ولسمشر  د وارسا غونډې ترسره کیدا ته په اشارې سره  روښانه کړې ،  دښمن په دغې ناستې کې هم  ناکام شوی دی ، ځکه  دامریکا  متحدان په دغې غونډې کې  د دغه هیواد د پروګرام او دسیسې په وړاندې  ودریدل.

حسن روحانی  ددې خبرې په کولو سره چې  ایران   داقتصادی اونفسیاتی جنګ   په شرائطو کې دی ، ووئیل ،  دایران ملت او حکومت  به  په مقاومت او کلکې دریدا سره  د دښمنانو  په وړاندې کې  بریالی شی .

د اسلامی ایران ولسمشر له نورو هیوادونو سره رغنده تعامل  دایران کړچار وبالۀ او  وې وئیل ،  هغه هیوادونه چې له ایرانه لیرې شوی دی،ګرَم  دی،ځکه   اوس ایران  د آذربایجان جمهوریت ،روسیې،قزاقستان  او ترکمنستان  پشمول له ګاونډیو هیوادونو سره تر ټولو ښې اړیکې لری .

د یمن انصار ا... غورځنګ وایی په زرګونو یمنی ناروغان د سعودی ایتلاف د کلابندۍ په دلیل د مرګ له خطر سره مخامخ دی .

د فلسطین حماس وایی ایران د مقاومت د بهیر اصلی ملاتړې دې .

د پاکستان ولس د هند له حملو سره د مقابلې لپاره له پوځ په ملاتړ کې  مظاهرې ترسره کړې .

د وینزویلا ولسمشر خپل پلویان امپرالیسټی ضد مظاهرو ته وبلل .

طالبانو په جلال اباد کې په یوه تجاری شرکت په حملې سره اتلس کسان وژلی دی ، په دغه حمله کی ۵ حمله کونکی طالبان هم وژل شوی دی .

 

جان بولټن شمالی کوریا په نورو یایکاټونو وګواښله .

 

جوان

 

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای مسولو ادارو ته وفرمایل چی د ودانیو جوړول ونو ته د تاوان رسولو سبب نشی .

 

دبندیزونو ختمول دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې یوه حیاتی برخه ده . د جامعې ایټمی موافقې   مشترک  کمیشن  په ویاناکې د  خپلې یولسمې غونډې په پای کې   دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی،د بندیزونو ختمول چې  له ایران سره د اقتصادی اوتجارتی  اړیکو   دعادی کولو  امکان   برابروی ،  د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  یوه حیاتی برخه ده .

  په دغې اعلامیې کې  د  دجامعې ایټمی موافقې دګډ کمیشن غړو  پر خپلو ژمنو   په درستو برخو کې دبشپړ او اغیزمن اجرا باندې ټینګار کړی دی .

   په دغې اعلامیې کې وئیل شوی دی ، جامعه  نړیواله ایټمی موافقه  د  ایټمی وسلو د  نه پراختیا  په نړیوال جوړښت کې  یو اساسی عنصر  دی او   دڅو اړخیزې  ډیپلوماسۍ په حوزې کې ډ یره مهمه بریا ده  چې  د امنیت شورا د۲۲۳۱پریکړه لیک په اساس  په بشپړ  اتفاق سره  تائید شوې ده .

 

 په دغې اعلامیې کې  وئیل شوی دی ، دجامعې ایټمی موافقې  غړی به  د  جامعې ایټمی موافقې  د یوې برخې په توګه دا یران د اراک  څیړنیز ایټمی ریئکټر  دماډرنولو پروژه  او   په یوه ایټمی ، فیزیک او ټیکنالوجیکی مرکز د فردو کمپلیکس  د  دبدلولو د پلان ملاتړ وکړی .

هیلری کلنټن وایی چی د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کی نه کاندیدا کیږم .

د نړۍ له دیرشو ککړو ښارونو ۲۲ ښارونه په هندوستان ، پاکستان او بنګلادیش کی دی .