د سیمې اختلافات دې په خبرواترو سره حل شي
Mar 08, 2019 04:07 Asia/Kabul
د ایران او هندوستان خارجه وزیرانو بیګا په ټیلیفوني خبرو کښې د وروستیو بدلونونو، دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې د مسائلو په هکله د نظر تبادله وکړه.
د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف له خپلې هندي همرتبه سشما سواراج سره په دغه ټیلیفوني اړیکه کښې د خبرو اترو له لارې په سیمه د اختلافاتو د صلحه ایز هواري په ضرورت ټینګار وکړ.
ظریف څو ورځې مخکښې د هند او پاکستان ترمینځ د وروستۍ رامینځته شوې خړپړتیا د حل په لړ کښې د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره هم د ټیلیفون په لیکه خبرې کړې وې.
ټیګونه