د ایران د کب د ۱۸ نیټې ځینې مطبوعات
د کابل په لویدیدځ کې د عبدالعلی مزاری د شهادت د کلیزې په دستورو په حمله کی په لسګونو کسان مړه او وژل شوی دی .
جمهوری اسلامی
د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په حکم حجه الاسلام ریسی د ایران د قضاییه قوې نوې مشر وټاکل شو .
د ال سعودو په وسیله د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ پرضد واحده نړیواله جبهه جوړه شوه ، په دغه جبهه کی اته ویشت اروپایی هیوادونه ، کاناډا او استرالیا شامل دی .
د کابل په لویدیدځ کې د عبدالعلی مزاری د شهادت د کلیزې په دستورو په حمله کی په لسګونو کسان مړه او وژل شوی دی .
رویټرز لیکی چی هندوستان له ایرانه خپل تیل اخیستل ساتی .
د ایران د اطلاعاتو وزیر وایی د ایران په لویدیدځ کې درې ترهه ګر ټیمونه نیول شوی دی .
بهرام قاسمي په فرانسې کښې د ایران سفیر شو . بهرام قاسمي د ۲۰۱۶ کال له جون میاشتې راهیسې د ایران د خارجه وزارت د عمومي او رسندوي مرکز د مشر او ویاند په توګه کار کوه.
د بهرام قاسمي په کارنامې او کاري مخینې کښې د دویمې سیاسي ادارې د مشر، د مشترک المنافع ادارې د مشر، د خارجه وزارت د لویدیځې اروپا د چارو د مدیر، په آیرلینډ، اسپانیا، ایټالیا هیوادونو کښې د پوره واک لرونکي سفیر او هم داشان په مالټا کښې د سفیر او څو کاله هم د سټراټیجکو څیړنو د مرکز د مرستیال په توګه کار شامل دی.
کیهان
د تهران د جُمعې لمانځه خطيب ښاغلی صدیقی ویلی دی د مقاومت جبهه د ايران د اسلامي انقلاب د ودې نښه ده .ورځپاڼه په دې هکله په یوه راپور کی لیکلی دی چی حجت الاسلام والمسلمين کاظم صديقي د تهران د جمعې د نمانځه په خطبو کښې د پينځم امام حضرت امام محمد باقر (ع) د ميلاد په مناسبت د مبارکۍ په ويلو سره زياته کړه، د فرانسې د انقلاب په شمول د نړۍ د نوروانقلابونو شعارونه او اهداف د وخت په تېرېدو سره بدلې شوې خو د ايران اسلامي انقلاب په خپلو هم هغو وړومبنيو شعارونو او هدفونو سره خپلې لارې ته دوام ورکوي.
حجت الاسلام والمسلمين صديقي همدارنګ په ايران د دښمنانو کلتوري يرغل ته په اشارې سره روښانه کړه، علميه حوزې د ايران د ځوانانو په ايمان او د مېرمن په پاک لمنۍ له يرغل سره د مقابلې لپاره درنه دنده په غاړه لري.
د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب د انقلاب دويم ګام نومې بيانيې ته چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لخوا جاري شوه هم اشاره وکړه او وې ويل، دغه بيانيه به د اسلامي انقلاب د نوي بدلون او ځغل سبب وګرځي.
د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... خامنه ای ته د پاکستان د ولسمشر او لومړی وزیر ګډ کتبی پیغام د پاکستان د ریلوې وزیر شیخ رشید په لاس د په نړیوالو چارو کی د معظم رهبر سلاکار ډاکټر ولایتی ته وړاندې شو .
د عراق ولسمشر وایی درست بهرنی داعشیان به په عراق کی اعدام شی .
واشنګټن پوسټ لیکی ټرمپ تر ننه ۹۰۰۰ ځله دروغ ویلی دی .
د لبنان د حزب ا... مشر سید حسن نصر ا... وایی مقاومت د پیړۍ معاملې په وړاندې دریږی .
د سیمې اختلافات دې په خبرواترو سره حل شي . د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف له خپلې هندي همرتبه سشما سواراج سره په دغه ټیلیفوني اړیکه کښې د خبرو اترو له لارې په سیمه د اختلافاتو د سوله ایز هواري په ضرورت ټینګار وکړ. ظریف څو ورځې مخکښې د هند او پاکستان ترمینځ د وروستۍ رامینځته شوې خړپړتیا د حل په لړ کښې د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره هم د ټیلیفون په لیکه خبرې کړې وې.
اطلاعات
د ایران خارجه وزیر ظریف وایی ملګری ملتونه د ایران په طبی بایکاټ کې د امریکا اقدام وغندی .
د ایران او عراق تجارتی اندازه ۲۰ میلیارډډالرو ته رسی .
د سمندري ډاکوانو يولسوکيشتيو په يوې تېل وړونکې ايراني بېړۍ حمله کړی وه چی وژغورل شوه .
د افغانستان د پلازمینې کابل د ختیځ د جمعې امام پر افغان کډوالو د درنو مالیاتو د لګولو په وجه په آل سعود رژيم باندې نیوکه کړې ده .
سید عمار حکیم د شهیدانو د ورځې په دستورو کې وویل د عراقه له خاورې په ګاوڼدیانو د حملې اجازه نه ورکوو .
اسلام اباد وایی صیهونیسټ رژیم د پاکستان لومړې درجې دښمن دې . په پارلیماني چارو کښې د پاکستان د حکومت سلاکار علی محمد خان وزیر صهیونیسټي رژیم د پاکستان د اولې درجې دښمن وباله . علي محمد خان د پاکستان په سینیټ کښې په خپله وینا کښې وویل: صهیونیسټ رژیم د پاکستانیانو ستر دښمن دی او اسلام آباد به یې هیڅکله په رسمیت ونه پيژني.
هغه زیاته کړه چې د عمران خان حکومت، په رسمیت د صهیونیسټي رژيم د پیژندلو موضوع نه څیړي او د هغو کسانو خبره بیخي نه مني چې له دغه رژیم سره د پاکستان د اړیکو د ټینګولو خبره کوي.
د عمران خان د حکومتي کابینې دغه وزیر په عین حال کښې ټینګار وکړ چې د پاکستان ټول خلک له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو د نه ټینګولو په لړ کښې یوه خوله دي.
ایران
حجت الاسلام والمسلمین سید ابراهیم ریسی د رهبرۍ د ستر مقام په حکم د قضاییه قوې مشر شو .
د ایران د خارجه وزارت ویمدوې بهرام قاسمی په فراسنې کې د ایران سفیر وټاکل شو .
د پاکستان د پارلیمانی چارو وزیر علی محمد خان وایی پاکستان له ایران سره د تجارت په زیاتولو پسې دې .
هندوستان له واشنګټن سره له ایرانه د تیلو اخیستلو د معافیت په اړه خبرې اترې کوی .
د ایران ، عراق ، ترکیې او قطر ترمینځ د ټراتزیټی لارې په پرانستل کیدا سره د عراق او ایران تجارت شل میلیارډی کیږی .