امریکایان د باور وړ نه دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80826-امریکایان_د_باور_وړ_نه_دي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر بیګا وویل: امریکا په عراق باندې له ایران سره د اړیکو د غوڅولو لپاره دباؤ اچوي خو هیڅکله به کامیابه نه شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 10, 2019 08:02 Asia/Kabul
  • امریکایان د باور وړ نه دي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر بیګا وویل: امریکا په عراق باندې له ایران سره د اړیکو د غوڅولو لپاره دباؤ اچوي خو هیڅکله به کامیابه نه شي.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې محمد جواد ظریف د ایران او عراق اړیکې دوستانه او تاریخي وبللې او څرګنده یې کړه چې د دواړو هیوادونو خلک په خپلو کښې خپلوۍ لري.

ظریف په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران له عراق سره هراړخیزې اړیکې غواړي، زیاته کړه: تهران تل عراق د لویدیځې آسیا د امنیت یوه مهمه ستن بللی او باوري دی چې سیمه به له عراق پرته امنیت ونه لري.

هغه په دې خبرې سره چې ایران تل د سیمې د خلکو ترڅنګ پاتې شوی، زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت باوري دی چې یوازې د سیمې هیوادونه کولی شي چې د سیمې د راتلونکي په هکله فیصله وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له عربستان سره د خبرواترو په هکله هم وویل: ایران تل د عربستان په شمول ټولو ګاونډیانو سره مذاکراتو ته تیار دی خو سعودیانو هیڅکله خبرو اترو ته مینه نه ده څرګنده کړې.

محمد جواد ظریف ایټمي موافقې او ورڅخه د امریکې وتلو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: واشنګټن له برجامه په وتلو سره ثابته کړه چې د مذاکرې لپاره د اعتماد او باور وړ نه دی.

هغه دې ټکي ته په اشارې سره چې برجام نومې ایټمي موافقه د ملګرو ملتو امنیت شورا هم تاییده کړې، زیاته کړه: که د امریکې ولسمشر فکر کوي چې له برجامه ښې موافقې ته رسیدلی شي نو بیخي په غلطه دی.