د ایران د کب د۲۰ نیټې ځینې مطبوعات
سردار قاسم سلیمانی د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای له لوری د ذوالفقار نشان ترلاسه کړ .
جمهوری اسلامی
عراق ته د ایران د ولسمشر د سفر په درشل کې د عراق او ایران ترمینځ د شل میلیارډ ډالری تجارت هدف ټاکل شوی دی او د عراق خارجه وزیر له خپل ایرانی همڅنګ سره په کتنه کې له ایران سره د دواړه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار کړی دی .ورځپاڼه په دې هکله په یوه راپور کی لیکی چی محمد علي حکیم په بغداد کښې له خپل ایراني همرتبه محمد جواد ظریف سره په ګډه خبري غونډه کښې وویل چې د ایران له خارجه وزیر سره په خپله غونډه کښې یې د هغو موافقو په هکله چې ټاکل شوې د دواړو هیوادونو ترمینځ لاسلیک شي د ګډو دوه اړخیزو مسائلو او اړیکو او همداشان د سوریې د مسئلې په شمول د سیمه ایزو او نړیوالو ستونزو په هکله خبرې اترې وکړې.
د عراق خارجه وزیر د داعش ترهګرې ډلې په ختمولو کښې له عراق سره په مرسته کښې د ایران د رول قدرونه وکړه او زیاته یې کړه: په دې برخه کښې د ایران هلې ځلې بیخي څرګندې دي.
هغه عراق ته د ایران د ولسمشر د سفر په هکله هم وویل چې دا سفر تاریخي اهمیت لري او د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو د پیاړتیا سبب ګرځي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر هم نن د خپل عراقي همرتبه په رسمي بلنه د یو لوړرتبه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ عراق ته ورځي.
د ملګرو ملتو یوه چارواکی وویل د امریکا بایکاټونه د ملګرو ملتو له بهیر خارج او غیر قانونی دی .
دعراق د صدر ډله وایی ابوبکر بغدادی او د داعش قوماندانان د سوریې په باغوز کی دی .
د یمن د وسله وال ځواک ویندوی وویل عربستان او ګوډاګیان یې په الحدیده کې د اوربند بیا بیا خلاف ورزی کوی .
د ایتوپیا په مسافر وړونکی الوتکه نسکوریدا کی ۱۵۷ کسان وژل شوی دی .
اطلاعات
د عراق ولسمشر وایی د ایران پرضد به د امریکا له بایکاټونو سره هیڅکله یو ځای نشی .
د یمن په حجه د عربستان په وحشیانه حمله کی ۲۱ یمنی میرمنې او ماشومان شهیدان شول .
امریکا او انګلستان په یمن کښې د جنګ دوام غواړي . د یمن د انصار الله د سیاسي شورا غړي وویل: په یمن کښې د جنګ دوام او له امله یې د وسلو خرڅون د امریکې او انګلستان د اقتصادي ګټو لپاره یو ضمانت ګڼل کیږي . محمد البخیتي پرون ټینګار وکړ چې په سیمه کښې د امریکې سیاسي او سټراټیجکه ګټه د مقاومت له چورلیز سره مقابله او په یمن کښې د جنګ په دوام کښې ده څو د صهیونیسټي رژيم ساتنه وکړي.
البخیتي همداشان په یمن کښې د جنګ دوام د سعودیانو او اماراتیانو د طمعو د پلي کیدو یو ضمانت وباله او زیاته یې کړه: عربستان او امارات د جنګ په جاري ساتلو سره په یمن کښې د خپلو لالچي اهدافو په فکر کښې دي.
د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي شورا دغه غړي وویل چې د یمن ولس به په خپل یووالي او یوزړه توب سره د دښمنانو له دسیسو سره مقابله وکړي او ماتې به ورکړي .
حماس د اوربند لپاره د صیهونیسټ رژیم شرطونه رد کړل .
د وینزویلا د ولسمشر پلویانو د امریکا دلاس وهنو پرضد مظاهرې وکړې .
د افغانستان د سولې لوړې شورا مشر وویل کابل د طالبانو د تسلیمدا تمه ونلرلی شی .
کیهان
سردار قاسم سلیمانی د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای له لوری د ذوالفقار نشان ترلاسه کړ . د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د قدس ځواک قومندان جنرال قاسم سلیماني د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي له خوا د نشانِ ذوالفقار په ترلاسه کولو ویاړمن شو.
نشانِ ذوالفقار د ایران ترټولو غوره پوځي اعزاز دی چې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته په وړومبي ځل د ټولو قواؤ د معظم قومندان حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي له خوا سردار سلیماني ته ورکړی شو.
له دې مخکښې د فتح په نوم د ایران ډیر غوره پوځي اعزاز و چې سردار سلیماني یې درې نمونې ترلاسه کړې وې.
د عراق ولسمشر برهم صالح وایی عراق به د ایران پرضد په بایکاټونو کې ګډون ونکړی .
د قم د علمیه حوزې د مدرسینو ټولنې په همت د بحرین د شیعیانو له مشر ایت ا... شیخ عیسی قاسم د ستاینې دستورې ترسره شوې .
د یمن د انصار ا... غورځنګ مشر سید عبدالمالک الحوثی وایی تکفیریان د سعودی شاهزاده د اوږې ښکلول جایز او د پیغمبر اکرم ص د سپیڅلی قبر ښکلول شرک بولی .
د ایران د اسلامي شورا مشر په مختلفو برخو کښې له تاجکستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو . علي لاریجاني پرون په تاجکستان کښې د ایران د نوي سفیر محمد تقي صابري په کتنه کښې د دواړو هیوادونو نزدې اړیکو ته په اشارې سره زیاته کړه: تاجکستان د ایران دوست او ګاونډی هیواد دی او د دواړو هیوادونو ترمینځ ګډه ژبه او تمدني مخینه موجوده ده .
د داعش نیول شویو غړیو په ډاګه کړی ده چی داعش په عراق او سوریه کی په پټه د خپلو کسانو په احیا کولو بوخت دی .
د ترکیې ولسمشر اردوغان د پینټاګون د ګواښ په ځواب کی وایی چی د ایس څلوره شوه سیسټم اخیستل قطعی دی .
د ایران د خارجه وزارت ویاند د ایتوپیا د یوې مسافري الوتکې د نسکوریدو د پيښې په وجه د دغه هیواد حکومت او ولس په تیره بیا د مړیو کورنیو ته تسلیت ووایه .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل د ایران اسلامي جمهوریت د عربستان په شمول د سیمې له هیڅ کوم هیواد سره د لانجې په لټه کښې نه دی. ورځپاڼه په دې زمینه کی په یوه راپور کی لیکی چی محمد جواد ظریف په هغه خبري غونډه کښې چې د بغداد په دار الضیافه کښې د دوي د پاتې کیدو په ځاې کښې د یوشمیر عراقي رسنیو په غوښتنه جوړه شوه، ریاض ته یې د خپل سفر د احتمال په هکله وویل: عربستان ته د تګ کوم پروګرام نه لرم خو د داشان سفرونو له اصل سره مشکل هم نه لرم ځکه چې ایران له ریاض سره د کشالې تکل نه کوي بلکې دا سعودیان دي چې په سیمه کښې لانجې جوړوي.
ظریف همداراز په دې خبرې سره چې امریکا د قانون ماتونکې ده، وویل: واشنګټن نه یوازې د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي کوي بلکې غواړي نور هیوادونه هم د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ ته مجبور کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د نړیوالو قوانیو په خلاف ورزۍ او په هغو باندې د پابندۍ په وجه د نورو هیوادونو د سزا کولو په لړ کښې د امریکا دا کړنلاره یوه خطرناکه دسیسه وبلله.
ظریف هیله وښودله، لکه څنګه چې عراق او اروپايي اتحادیه د امریکا د قانون ماتونو په وړاندې دریدلي دي، نور هیوادونه هم د امریکا د ظالمانه او یواړخیزو بندیزونو په وړاندې ودریږي.