د ایران د کب د ۲۷ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80978-د_ایران_د_کب_د_۲۷_نیټې_ځینې_مطبوعات
د افغانستان د سولې عالي شورا په یوه بیانیه کښې ویلی دی ایران په افغانستان کښې د سولې، امنیت اوثبات د ټینګښت لپاره خپل پوره پوره کوشش کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 18, 2019 08:35 Asia/Kabul
  • د ایران د کب د ۲۷ نیټې ځینې مطبوعات

د افغانستان د سولې عالي شورا په یوه بیانیه کښې ویلی دی ایران په افغانستان کښې د سولې، امنیت اوثبات د ټینګښت لپاره خپل پوره پوره کوشش کوي.

 

اطلاعات

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی وایی د پارس جنوبی د فیزونوپرانستل د بایکاټونو د ماتې نښه ده . د اسلامي ایران ولسمشر هم رنګه  د ایران د تاواني کولو لپاره د دښمنانو دسیسو ته په اشارې سره وویل: سره له دې چې امریکا، صهیونیسټان او د سیمې ځیني مرتجع هیوادونو په پوره زور سره د ایران په خلکو دباؤ اچوي خو هیڅکله به ونه توانیږي چې د ایران ستر ولس تسلیم کړي.

د اسلامی ملګرتیا موسسه د نیوزیلینډ د ترهه ګرې حملې د جاج لپاره بیړنۍ غونډه جوړوی .

د ایران د اسلامی شورا مشر ډاکټر لاریجانی وایی اسلامی ایران له ایټمی موافقې تاوان ونکړ .

بې اجازې راغلي بهرني ځواکونه دې له سوریې ووځي .ورځپاڼه په دې هکله لیکی چی جنرال محمد باقري د سوریې پلازمینې دمشق ته د رسیدو په وخت وویل کوم بهرني ځواکونه چې د سوریې د حکومت له اجازې پرته په دې هیواد کښې موجود دي، د ایران، سوریې او عراق په درې اړخیزه غونډه کښې به یې په اړه څیړنه وشي.

هغه زیاته کړه چې سوریې ته یې د سفر موخه د ایران، سوریې او عراق په درې اړخیزه غونډه کښې ګډون دی چی  په سیمه کښې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې د دوام په هکله تازه غږملتیا او پریکړې وکړي.

کیهان

یوه فلسطینی ځوان درې صیهونیسټان هلاک او ۶ ژوبل کړل او روغ رمټ له ډګر په تیښته کې بریالی شو .  ورځپاڼه  زیاتوی چی یو فلسطیني مبارز ځوان د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې په راغونډو شویو صهیونیسټانو حمله وکړه چې په کښې درې  صهیونیسټ پوځیان وژل شوي او شپږ نور زخمي شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی  په استنبول ښار کښې د ترکیې په کوربه توب د اسلامي ملګرتیا موسسې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د بیړنۍ غونډې د ترسره کیدو خبر ورکړ.

زیړ جیکټو د پاریس  په بیلا بیلو سیمو کې اورونه ولګول .

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د بشریت ضده جنایت په وجه د ایران خلاف د بندیزونو د پلانونکو او د امریکايي واکوالانو په تر تعقیب لاندې راوستو او محاکمه کیدو باندې ټینګار وکړ.

د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې په لویدیځ کې د مسلمان وژنې پرضد مظاهرې ترسره شوی دی .

دمشق وایی په سوریه کی د امریکا جنایتونه د ډیموکراسۍ د جارچیانو په تندی د شرم داغ دی .

انګلستان په ۲۷۳ پرسنلو سره د یمن په جنګ کې په ګډون سره د سعودیانو مرسته کوی .

د افغانستان د سولې  عالي شورا په یوه بیانیه  کښې ویلی دی  ایران په افغانستان کښې د سولې، امنیت اوثبات د ټینګښت لپاره خپل پوره پوره کوشش کوي.

جمهوری اسلامی

د اسلامی ایران ولسمشر روحانی وایی ایران له ټولو ګاونډیانو سره د اړیکو پراختیا غواړي .نوموړی ورځپاڼه په دې زمینه کی په یوه مفصل راپور کی لیکی  د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د ایران د جنوب د بوشهر د خلکو په ټول کښې په دې ټکي په ټینګار سره چې د تهران هدف د ټولې سیمې پراختیا او پرمختګ دی، زیاته کړه: ایران د قطر، عُمان، ترکیې، آذربایجان جمهوریت، ترکمنستان، افغانستان او پاکستان په شمول له خپلو ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې لري او دا اړیکې جاري ساتل غواړي.

هغه همداراز عراق ته خپل وروستي سفر ته په اشارې سره څرګنده کړه: د ایران او عراق اړیکې په سیمې او نړۍ کښې بیلګه او مثالي دي.

د اسلامي ایران ولسمشر دغه راز  د ایران د تاواني کولو لپاره د دښمنانو دسیسو ته په اشارې سره وویل: سره له دې چې امریکا، صهیونیسټان او د سیمې ځیني مرتجع هیوادونه په پوره زور سره د ایران په خلکو دباؤ اچوي خو هیڅکله به ونه توانیږي چې د ایران ستر ولس تسلیمولو ته مجبوره کړی .

د نړۍ په بیلا بیلو ښارونو کی د نیوزیلینډ د ترهه ګرې حملې په غندلو کې مظاهرې ترسره شوی دی .

د ایران د اسلامی شورا مشر لاریجانی ویلی دی د امریکا حکومت یو بې مسولیته حکومت دی او له هغه سره خبرې اترې نلرو .

د ایران د خارجه وزیر سیاسی مرستیال ډاکټر عراقچی وایی ایران د افغانستان د خلکو او دولت د مرستې لپاره خپل ټول کاروی .

د عراق د پارلیمان یوه استازی عباس اسماعیلی وایی د حشد شعبی پرضد د امریکا دریځونه د عراق د حاکمیت خلاف ورزی ده  .

په نیوزی لینډ کې د یوې شکمنې بستې له کشفیدا وروسته د دوندین هوایی ډګر وتړل شو .

هاارتص ورځپاڼه لیکی اسراییل په کال کی په سلګونو فلسطینی ماشومان بندی کوی .

 ابزرور ورځپاڼه د ځینو سندونو په اساس راپور ورکوی چی اروپایی اتحادیه د ترزامی د حکومت دړې وړې کیدا ته چمتو کیږی .