ټرمپ به مینځنی ختیځ د نویو کړکیچونو په لور بوځی
-
د ملګروملتونو او دامنیت شورا د پریکړه لیکونو پراساس د جولان سیمه د سوریې د ټاټوبې نیول شوي برخه ګڼل کیږي .
زمونږ خبریال وایی دایران دبهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمی وویل دامریکا دولسمشر ټرمپ شخصی او ناڅاپه فیصلې د ټولې دنیا لپاره خطرناکې دی په تیره بیا دا چې د مینځنی ختیځ حساسه سیمه به د نویو کړکیچونو په لور بوځی .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په یوه(۱) ټویټر پیغام کښې وویل اوس وخت رارسیدلی دی چې له دوه پنځوس(۵۲) کلونو وروسته واشنګټن په کامل ډول د جولان په لوړو د اسرائیلو واکمنۍ په رسمیت وپیژندی .
دایران دخارجه وزارت ویاند بهرام قاسمی نن د امریکا د ولسمشر ټرمپ دفیصلې په غندلو سره وویل صهیونیسټ رژیم دنیواکګر رژیم په توګه په هیڅ اسلامی او عربی ټاټوبی د واکمنۍ حق نلری او باید په چټکۍ سره ددغه رژیم تیری او نیواکګرۍ ختمه کړې شی .
قاسمی ډاګینه کړه د ملګروملتونو او دامنیت شورا د پریکړه لیکونو پراساس د جولان سیمه د سوریې د ټاټوبې نیول شوی برخه ګڼل کیږی او د صهیونیسټ رژیم لخوا د نیواک له ختمیدا پرته د جولان سیمې لپاره بل هیڅ حل لاره د تصور وړ نه ده .
د ایران دبهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمی ټینګار وکړ د جولان په اړه د امریکا د ولسمشر لاسوهونکی فیصله نه یوازې د سورې له خاورې سره د جولان د تعلق په ماهیت کښې کوم بدلون نه رامینځته کوی بلکې په روښانه ډول د سازباز د سیاستونو ماتی او د صهیونیسټ رژیم او د امریکا د سلطه غواړی اود تیریګر خوی په مقابل کښې د مقاومت او دریدا د لارې سموالی ثابتوی .
بهرام قاسمی د امریکا او دصهیونیسټ رژیم له بدمعاشۍ د ډکو کړچارونو په هکله په خبرداری سره ټینګار وکړ دایران اسلامی جمهوریت په ټول دقت سره راتلونکی بدلونونه څاری او د سوریې له حکومت او نورو هیوادونو سره په ملګرتیا او سلامشورې ترسره کولو سره به متناسب سیاستونه غوره کړی .