عراق باید زر تر زره دامریکا عسکر له هیواده وباسی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81367-عراق_باید_زر_تر_زره_دامریکا_عسکر_له_هیواده_وباسی
زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په دې خبرې سره چې امریکا دخپلو څرګندونو په اپوټه دعراق ډیموکراسۍ او د اوسنیو سیاسی فعالانو ټولنه په خپل تاوان ګڼی ټینګار وکړ عراق باید داسې کار وکړی چې د امریکا عسکر زر تر زره له دغه هیواد څخه ووځی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 07, 2019 00:27 Asia/Kabul
  • دایران د اسلامي جمهوریت نظام او ملت تل په سختو شرایطو کښې د عراق دملت او دحکومت په څنګ کښې ولاړ وو او دی .
    دایران د اسلامي جمهوریت نظام او ملت تل په سختو شرایطو کښې د عراق دملت او دحکومت په څنګ کښې ولاړ وو او دی .

زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په دې خبرې سره چې امریکا دخپلو څرګندونو په اپوټه دعراق ډیموکراسۍ او د اوسنیو سیاسی فعالانو ټولنه په خپل تاوان ګڼی ټینګار وکړ عراق باید داسې کار وکړی چې د امریکا عسکر زر تر زره له دغه هیواد څخه ووځی .

حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای پرون د عراق له لومړی وزیر عادل عبدالمهدی او ورسره پلاوی سره په کتنې کښې دسیمې په هیوادونو کښې د امریکا دعسکرو شتون د سیمې دملتونو او  دهیوادونو په تاوان وباله او ویې ویل امریکا دعراق دنیواک په لومړیو کښې د پوځی حکومتونو په شان دیوه(۱) حکومت په جوړولو او په اوږدمهاله ګټو او شتون پسې ده .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سیدعلی خامنه ای په دې خبرې ټینګار سره چې دعراق په باره کښې د امریکا او دسعودی عربستان څرګندونې دهغوې له داخلی نیتونو سره تفاوت لری وویل امریکا په هغه وخت کښې چې داعش موصل سیمه ونیوله نو دغه ډلې ته یې پیسې ، وسلې او تجهیزات ورلیږل او اوس چې عراق په داعش ډلې غلبه موندلی ده نو د دوستۍ اظهار کوی .

دمشرتابه ستر مقام په دې خبرې ټینګار سره که چیرې د عراق حکومت او چارواکی دامریکا پیروۍ وکړی نو دوې به مشکل ونلری وویل دعراق حکومت او پارلمان او په دغه هیواد کښې د اوسنۍ سیاسی فعالانو ټولنه دامریکا لپاره دخوښې وړ نه ده او په همدې اساس واشنګټن د عراق دسیاست له ډګر څخه ددغه ټولګې د ایستلو لپاره پلان جوړوی .

حضرت ایت الله العظمی سیدعلي خامنه اي  دعراق او دایران اړیکې ددوو(۲) ګاونډیو هیوادونو له اړیکو وراخوا وبللې او زیاته یې کړه دایران ملت او حکومت د عراق پرمختګ او نیکمرغۍ دځان په ګټه ګڼی .

دایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای دعراق انسانی ظرفیتونو ته په اشارې سره وویل دعراق انسانی ظرفیتونه ددغه هیواد ځوانان دی چې د داعش له فتنې سره دمقابلې په لاره کښې یې ښه او دستاینې وړ امتحان ورکړ او هغه څه چې رامینځته شول یوه (۱) تاریخی پیښه وه .

دعراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدی هم په دغه کتنې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې بغداد به هیڅکله د ایران پرضد دامریکا له بایکاټونو سره یوځاې نشی وویل دایران د اسلامی جمهوریت نظام او ملت تل په سختو شرایطو کښې د عراق دملت او دحکومت په څنګ کښې ولاړ وو او دی چې اخری مورد یې په عراق د داعش غلبه وه چې دایران په ملاتړونو سره ترسره شوه .