امير عبداللهيان: د لېبيا د بحران حل لاره، سياسي ده
په نړيوالوچارو کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د مشر خاص مرستيال د لېبيا د بحران په سياسي هواري تاکيد وکړ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې حسين امير عبداللهيان په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل: د لېبيا د بحران حل لاره يوازې سياسي ده، ځکه چې فوځي لښکر کشي به د دغه هېواد حالات لا پېچلي کړي.
اميرعبداللهيان زياته کړه، امريکا غواړي په وېنزوېلا کښې د بې ثباتۍ جوړولو لپاره د کوششونو يوه بله نسخه په لېبيا کښې د سعودي په ملاتړ سره تکرار کړي.
لېبيا د 2011کال له بدلونونو او د نېټو د غړيو هېوادونو له مداخلته وروسته له دوه ډوله حاکميت سره مخامخه ده، په دا ډول چې په طرابلس کښې د ملي وفاقي حکومت نه علاوه چې نړيواله ټولنې په رسميت پېژندلے دے د لېبيا په ختيځ کښې د خليفه حفتر په مشرۍ يو بل حکومت حکومت هم جوړ شوے دے.
د لېبيا د ملي فوځ نومې ډلې قوماندان خليفه حفتر د تېر زيارت په ورځ او له هغو څوورځو ليدو کتو وروسته چې په سعودي کښې يې د دغه هېواد له چارواکو سره ولرلې د لېبيا په پائتخت طرابلس باندې د حملې شروع کولو اعلان وکړ او د دغې وسله والې جګړې شروع کونکے شو.
همدارنګ د لېبيا د ملي وفاق د حکومت مشر فائز لسراج چې د نړيوالې ټولنې ملاتړ ورته حاصل دے خپلو ځواکونو ته حکم وکړچې له هر ډول ګواښ سره دې مقابله وکړي.د لېبيا د ملي وفاق د حکومت د عالي شورا مخکښيني مشر عبدالرحمن السويحلي هم وويل، امارات او سعودي په خپلو رسنيواو ډېرو پېسو لګولو سره لېبيا ويجاړه کړې ده.