دامریکا له ترهګروعسکرو سره به پریکنده چلند وشی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81432-دامریکا_له_ترهګروعسکرو_سره_به_پریکنده_چلند_وشی
فارس خبری اژانس وویل د ایران د پوځ لوی درستیز برید جنرال محمد باقری پرون د سپاه پاسداران ځواک پرضد دامریکا دحکومت وروستی غلیمانه اقدام وغاند او ډاګینه یې کړه د ایران داسلامی جمهوریت سپیڅلی او قدرتمن نظام به د واشنګټن د دغه احمقانه فیصلې په وړاندې چپ پاتې نشی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 10, 2019 06:06 Asia/Kabul
  • دایران سپاه پاسداران ځواک په سیمه کښې د امریکا او دسعودي عربستان وغیره تر ملاتړ لاندې ترهګرو سره په مبارزې کښې اساسي رول لري .
    دایران سپاه پاسداران ځواک په سیمه کښې د امریکا او دسعودي عربستان وغیره تر ملاتړ لاندې ترهګرو سره په مبارزې کښې اساسي رول لري .

فارس خبری اژانس وویل د ایران د پوځ لوی درستیز برید جنرال محمد باقری پرون د سپاه پاسداران ځواک پرضد دامریکا دحکومت وروستی غلیمانه اقدام وغاند او ډاګینه یې کړه د ایران داسلامی جمهوریت سپیڅلی او قدرتمن نظام به د واشنګټن د دغه احمقانه فیصلې په وړاندې چپ پاتې نشی .

محمد باقری په دې خبرې ټینګار سره چې دایران اسلامی جمهوریت له دې وروسته په مینځنی ختیځ کښې د سینټکام (nited States Central Command)په نوم د امریکا پوځیان ترهګر ګڼی وویل که چیرې امریکا کومه غلطۍ وکړه نو پریکنده چلند به ورسره وشی .

دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم بیګا دامریکا غلیمانه اقدام ته په غبرګون کښې ولسمشر حسن روحانی ته په یوه(۱) لیک کښې وړاندیز وکړ د ملی امنیت لوړه شورا په مینځنی ختیځ کښې د سینټکام په نوم دامریکا پوځیان د ایران داسلامی جمهوریت دترهګرو ډلو په فهرست کښې شامل کړی .

دایران سپاه پاسداران ځواک په سیمه کښې د امریکا او دسعودی عربستان وغیره تر ملاتړ لاندې ترهګرو سره په مبارزې کښې اساسی رول لری .