امریکا او صهیونیسټ رژیم دبې ثباتۍ عامل دی
Apr 14, 2019 04:17 Asia/Kabul
-
بنیامین نتانیاهو هم د خپلې واکمنۍ په وخت تل دهر شي په بیه ترټولو بد پارلماني انتخابات ترسره کوي
زمونږخبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په مینځنی ختیځ کښې د امریکا او دصهیونیسټ رژیم ورانونکو اقداماتو ته په اشارې سره وویل کله چې په سیمه کښې د شخړې په هکله خبره کیږی نو دغه مسله له پیسو سره ارتباط نلری .
هغه وویل دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعتراف کړی دی چې امریکا په لویدیځې اسیا کښې اوه(۷) ټریلیونه ډالره لګولی دی چې یوازې حالات خراب کړی .
دایران دبهرنیو چارو وزیر جوادظریف ډاګینه کړه دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو هم د خپلې واکمنۍ په وخت تل دهر شی په بیه ترټولو بد پارلمانی انتخابات ترسره کوی او هیله لری چې نتیجه بل څه وی .
ټیګونه