دپوځ او سپاه پاسداران دوستۍ ښکلی حرکت وو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81579-دپوځ_او_سپاه_پاسداران_دوستۍ_ښکلی_حرکت_وو
زمونږخبریال وایی دایران دټولوقواو قوماندان حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د هیواد دوسله والو ځواکونو زیاتیدونکی اتحاد ضروری او د دښمن دغوسه کیدا سبب وباله او ویې ویل دپوځ او داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ورورګلویز لاس دامریکا له ناوړه حرکت وروسته ښکلی حرکت وو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 17, 2019 12:20 Asia/Kabul
  • حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي دغه راز دپوځ او دځمکني ځواک د ورځې په مبارکۍ ویلوسره وسله وال ځواکونه د ملي قدرت عناصر او مظاهر وبلل .
    حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي دغه راز دپوځ او دځمکني ځواک د ورځې په مبارکۍ ویلوسره وسله وال ځواکونه د ملي قدرت عناصر او مظاهر وبلل .

زمونږخبریال وایی دایران دټولوقواو قوماندان حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د هیواد دوسله والو ځواکونو زیاتیدونکی اتحاد ضروری او د دښمن دغوسه کیدا سبب وباله او ویې ویل دپوځ او داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ورورګلویز لاس دامریکا له ناوړه حرکت وروسته ښکلی حرکت وو .

هغه نن د پوځ او دځمکنی ځواک له قوماندانانو سره په کتنې کښې د ایران دنن ورځې پوځ له همیشه څخه متدین او کارنده وباله او له سیلاب ځپلیو سره په مرستو کښې د وسله والو ځواکونو او دپوځ د اغیزشیندونکی او دحیاتی شتون په قدرونې سره یې وویل هر هغه کار چې دښمن  په غوسه کړی ښه او سم کار دی او په مقابل کښې باید ټول له هر هغه کار څخه چې دښمن زړور او دهغه روحیه پیاوړی کوی ډډه وکړو .

د اسلامی انقلاب ستر لارښود دایران د اسلامی جمهوریت پرضد د امریکا د بې بنسټه ویناګانو هدف د عمومی روحیې او مورال کمزوری کول وباله او جوته یې کړه امریکا له زرګونو میلیارډه ډالرو پورونو او نورو ډیرو مشکلاتو سره ښکیله ده او د کیرولینا په شان سیمو کښې د طوفان او دسیلاب دڅو کلونو له تیریدا وروسته اوس هم نه ده توانیدلی په مشکلاتو غور وکړی اوهغه جبران کړی خو امریکا د ایران دملت د روحیې د کمزوری کولو لپاره چټی خبرې کوی .

هغه دغه رزا دایران د وسله والو ځواکونو او د پوځ سیمه ییز شتون او ددښمانانو له فتنو سره دهغوې مقابلې ته په اشارې سره دغه پوښتنه  مطرح کړه که چیرې د ایران پوځ او سپاه پاسداران ځواک له داعش سره مبارزې ته نه ورتللی  نن سبا به  سیمې او زمونږ ګاونډیو هیوادونو کوم ډول حالت درلود او هلته به کومو کسانو حکومتونه کول .؟

حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای زیاته کړه البته له ترهګرې سره هر ښکیل شوی هیواد ضروری اقدامات او مقابله وکړه خو د ایران د  وسله والو ځواکونو رول د ناانکار وړ نه دی او نن سبا په حقیقت  کښې د وسله والو ځواکونه برکتونه دایران په ملت سربیره  نورو هیوادونو ته هم غځیدلی دی .

د ایران دټولوقواو قوماندان حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای دغه راز دپوځ او دځمکنی ځواک د ورځې په مبارکۍ ویلوسره وسله وال ځواکونه د ملی قدرت عناصر او مظاهر وبلل او ویې ویل البته په ډیرو هیوادونو حتی د بشری حقوقو او دازادۍ په مدعی هیوادونو  کښې وسله وال ځواکونه ددیکتاتورانو د اقتدار  او له ملتونو سره دټکر عنصر دی هماغه راز چې نن سبا یې  بیلګه د پاریس په پیښو کښې د لیدلو وړ ده .