د پاکستان وزيراعظم ايران ته راورسېد
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81658-د_پاکستان_وزيراعظم_ايران_ته_راورسېد
د پاکستان وزيراعظم ايران ته خپل وړومبني سفر کښې نن د ايران د مشهد مقدس ښار نړيوال ډګر ته راورسېد او د خراسان رضوي صوبې ځاي چارواکو يې هرکلے وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2019 13:05 Asia/Kabul
  • د پاکستان وزيراعظم ايران ته راورسېد

د پاکستان وزيراعظم ايران ته خپل وړومبني سفر کښې نن د ايران د مشهد مقدس ښار نړيوال ډګر ته راورسېد او د خراسان رضوي صوبې ځاي چارواکو يې هرکلے وکړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې عمران خان د خراسان رضوي صوبې له ګورنر عليرضا رزم حسيني سره له کتنې او لنډو خبرو اترو وروسته له هر څه مخکښې د خداے د ګران رسول (ص) له اهلبېتو څخه د اتم امام حضرت امام علي رضا (ع) د منورې روضې زيارت وکړ.

Image Caption

 

عمران خان نن شپه له مشهد مقدس ښار څخه تهران ته راځي.

Image Caption

 

د پاکستان وزيراعظم د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر ډاکټر حسن روحاني په سرکاري بلنه ايران ته د دوه ورځني سفر لپاره راغلے دے. ايران ته د پاکستان د وزيراعظم سفر د دواړو هېوادونو ترمېنځ په تېره بيا له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د پولو دامنيت د ټينګولو لپاره د سيمه ايزو ملګرتياو په برخه کښې د تعلقاتو د پراختيا سبب کېدې شي.