عربستان او بحرین دې دامریکا په پټو سترګوپیروی نه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81736-عربستان_او_بحرین_دې_دامریکا_په_پټو_سترګوپیروی_نه_کوی
سعودی عربستان اوبحرین دسه شنبې په ورځې دایران دتیلی بندیز دبخنښل کیدا د وخت دختمیدا په پاب د امریکا فیصله یو ضروری اقدام بللی او ورځینی ئې هرکلی کړی دی ، ایران د عربستان او بحرین د رژیمونو دغه دریځ په کلکه محکوم کړی او دا ئې د دوی له امریکا ړنده پیروی او ددغه اقدام دنتیجو په نسبت دهغوی نادانی بللې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 25, 2019 09:14 Asia/Kabul
  • عربستان او بحرین دې دامریکا په پټو سترګوپیروی نه کوی

سعودی عربستان اوبحرین دسه شنبې په ورځې دایران دتیلی بندیز دبخنښل کیدا د وخت دختمیدا په پاب د امریکا فیصله یو ضروری اقدام بللی او ورځینی ئې هرکلی کړی دی ، ایران د عربستان او بحرین د رژیمونو دغه دریځ په کلکه محکوم کړی او دا ئې د دوی له امریکا ړنده پیروی او ددغه اقدام دنتیجو په نسبت دهغوی نادانی بللې ده .

 زمونږخبریال راپورراکړ  دایران دخارجه وزارت ویندوی   سیدعباس موسوی  نن ددې خبرې په کولو سره  چې  دایران  ملت او حکومت به  په دغو تاریخی  شرائطو کې  د ځینو هیوادونو دښمنی  هیڅکله هم هیره نه کړی ، ټینګار کړی ، اسلامی ایران  هیڅ یوه هیواد ته ا جازت نه ورکوی ،د تیلو په بازار کې د ایران ځای ونیسی  او دهر ډول نتیجو مسئولیّت    امریکا او  اړونده هیوادونو ته متوجه  ګنی .

سعودی  عربستان اوبحرین  دسه شنبې په ورځې   دایران دتیلی بندیز دبخنښل کیدا د وخت دختمیدا په پاب  د امریکا  فیصله یو ضروری اقدام بللی او ورځینی ئې هرکلی کړی دی ،  ایران  د عربستان او بحرین  د رژیمونو  دغه دریځ په کلکه محکوم کړی او  دا ئې   د دوی  له امریکا  ړنده پیروی  او  ددغه اقدام  دنتیجو په نسبت دهغوی نادانی بللې ده . 

 دایران خارجه وزارت ویندوی  همداراز  په عربستان کې د ۳۷سعودیانو  ډله ایزې پانسۍ ته په اشارې سره  دا اقدام  له اسلام څخه  د  مخکې  جاهلیّت د پړاؤ یو  ډول اقدام وبالۀ او   له دغه ډول وحشی او لیوانیو اقداماتو سره  دنړیوالې ټولنې  د چلند په ضروررت ئې ټینګار  وکړ .  سید عباس موسوی خبرداری ورکړ ،عربستان  دې  په سیمې کې  په فتنه اچونکی سیاست  او دامریکائی حکومت په ملاتړ سره  دغه اقدامات کوی  او لازمه ده ، سیمې هیوادونه   ددغو فتنو جوړونو  دخطرناکو پایلو په نسبت  هوښیار او ځیر ووسی.

 دایران خارجه وزارت ویندوی همدرااز  له ایران سره دلازیاتو مذاکراتو لپاره د امریکا  دچمتووالی داعلان په باب  هم وئیلی دی ، له جامعې ایټمی موافقې د امریکا وتلو  ښودلې ده چې  له ایران سره  دخبرواترو  ادعا  له ملنډو   او چټیاتو زیات بل څه نه دی ، ځکه  چې ایران دامریکاد خبرواترو غوښتنه  جدی نه ګڼی  او  د امریکایانو غوښتنه هم جدی نه ده .  هغه روښانه کړې که  امریکایان  دخبرواترو وړ وائ ، نو   جامعه نړیواله ایټمی موافقه  یوه تر ټولو غوره او ښه موافقه  وه چې  درست هیوادونه ئې  یوه واحد مقصد ته رسولی شول .