عربستان او بحرین دې دامریکا په پټو سترګوپیروی نه کوی
سعودی عربستان اوبحرین دسه شنبې په ورځې دایران دتیلی بندیز دبخنښل کیدا د وخت دختمیدا په پاب د امریکا فیصله یو ضروری اقدام بللی او ورځینی ئې هرکلی کړی دی ، ایران د عربستان او بحرین د رژیمونو دغه دریځ په کلکه محکوم کړی او دا ئې د دوی له امریکا ړنده پیروی او ددغه اقدام دنتیجو په نسبت دهغوی نادانی بللې ده .
زمونږخبریال راپورراکړ دایران دخارجه وزارت ویندوی سیدعباس موسوی نن ددې خبرې په کولو سره چې دایران ملت او حکومت به په دغو تاریخی شرائطو کې د ځینو هیوادونو دښمنی هیڅکله هم هیره نه کړی ، ټینګار کړی ، اسلامی ایران هیڅ یوه هیواد ته ا جازت نه ورکوی ،د تیلو په بازار کې د ایران ځای ونیسی او دهر ډول نتیجو مسئولیّت امریکا او اړونده هیوادونو ته متوجه ګنی .
سعودی عربستان اوبحرین دسه شنبې په ورځې دایران دتیلی بندیز دبخنښل کیدا د وخت دختمیدا په پاب د امریکا فیصله یو ضروری اقدام بللی او ورځینی ئې هرکلی کړی دی ، ایران د عربستان او بحرین د رژیمونو دغه دریځ په کلکه محکوم کړی او دا ئې د دوی له امریکا ړنده پیروی او ددغه اقدام دنتیجو په نسبت دهغوی نادانی بللې ده .
دایران خارجه وزارت ویندوی همداراز په عربستان کې د ۳۷سعودیانو ډله ایزې پانسۍ ته په اشارې سره دا اقدام له اسلام څخه د مخکې جاهلیّت د پړاؤ یو ډول اقدام وبالۀ او له دغه ډول وحشی او لیوانیو اقداماتو سره دنړیوالې ټولنې د چلند په ضروررت ئې ټینګار وکړ . سید عباس موسوی خبرداری ورکړ ،عربستان دې په سیمې کې په فتنه اچونکی سیاست او دامریکائی حکومت په ملاتړ سره دغه اقدامات کوی او لازمه ده ، سیمې هیوادونه ددغو فتنو جوړونو دخطرناکو پایلو په نسبت هوښیار او ځیر ووسی.
دایران خارجه وزارت ویندوی همدرااز له ایران سره دلازیاتو مذاکراتو لپاره د امریکا دچمتووالی داعلان په باب هم وئیلی دی ، له جامعې ایټمی موافقې د امریکا وتلو ښودلې ده چې له ایران سره دخبرواترو ادعا له ملنډو او چټیاتو زیات بل څه نه دی ، ځکه چې ایران دامریکاد خبرواترو غوښتنه جدی نه ګڼی او د امریکایانو غوښتنه هم جدی نه ده . هغه روښانه کړې که امریکایان دخبرواترو وړ وائ ، نو جامعه نړیواله ایټمی موافقه یوه تر ټولو غوره او ښه موافقه وه چې درست هیوادونه ئې یوه واحد مقصد ته رسولی شول .