دامریکا بایکاټونه دایران له ملت سره دښمنۍ ده
Apr 26, 2019 08:59 Asia/Kabul
-
د تهران دتیلو د صادراتو صفر(Zero) ته د رسولو لپاره به د امریکا خوب هیڅکله پوره نشي .
زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی جمهوریت د تیلو وزیر بیژن نامدار زنګنه وویل دامریکا د تیلو بایکاټونه دایران دملت پرضد دښمنۍ ده .
زنګنه په دې اړه چې دتیلو په نړیوال بازار کښې د ایران دتیلو د خلا(تشه) د جبرانولو په هکله دسعودی عربستان او دمتحده عربی اماراتو ژمنې څومره د تحقق وړ دی ټینګار وکړ دغه دوه(۲) عرب هیوادونه د خپلو تیلی ظرفیتونو په هکله مبالغه کوی .
دامریکا دباندنیو چارو وزیر مایک پمپئو ویلی دی سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو واشنګټن ته ژمنه ورکړی ده چې دایران دتیلو د بایکاټ په دلیل په نړیوالو بازارونو کښې دتیلو کمښت جبران کړی .
ایران په ځلونو ویلی دی د تهران دتیلو د صادراتو صفر(Zero) ته د رسولو لپاره به د امریکا خوب هیڅکله پوره نشی .
ټیګونه