امریکایان دې پوه شی،ایران ئې تر ټولو سخت حریف دی
د امریکایانوڅرګندونې پرتسلیم او سپکاویو مشتملې دی چې ددغې موضوع تائید دسعودی عربستان وضعیّت دی،چې تسلیم شوی،پیسې ئې ورکړی او په نهایت کې ئې تردې دمه سپکاوی کیږی .
زمونږخبریال راپور راکړ دایران داسلامی شورا مشرعلی لاریجانی په دې خبرې په ټینګارسره چېایرانیان هیڅکلههم سرزورۍ ته نه تسلیمیږی ، ووئیل،امریکائی چارواکی دې پوهۀ شی چې ایران دهغوی لپاره سخت حریف دی .
ډاکټر لاریجانی نن په یوېغونډې کې له جامعې ایټمی موافقې د امریکا یو اړخیز وتلو ته په اشارې سره وئیلی دی ، ډونالډټرمپ یو عجیبه سړی دی ، چې هره ورځ له یوې نړیوالې موافقې تښتی .
هغه روښانه کړې،دټرمپ اقدامات ښئ چې په نړیواله سویه یوه غمیزه رامینځة کیدونکی ده .
دایران داسلامی شورا مشرهمدراازله تهران سره د خبرواترو لپاره د امریکا دولسو شرطونو ته په اشارې سره ووئیل،د امریکایانوڅرګندونې پر تسلیم او سپکاویو مشتملې دی چې ددغې موضوع تائید د سعودی عربستان وضعیّت دی،چې تسلیم شوی،پیسې ئې ورکړیاو په نهایت کې ئې تر دې دمه سپکاوی کیږی . لاریجانی وئیلی دی ،دایران متمدن ملت په اوږدې تاریخی مخینې سره هیڅکله دخبرواترو لپاره دامریکا شرطونه نه منی .