امریکا په نارواؤ حکومتونو تکیّه لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81822-امریکا_په_نارواؤ_حکومتونو_تکیّه_لری
داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دقدس ځواک قوماندان په ډاګه کړې ، امریکا اودهغې متحدان دې پوهه شی،چې نن سبااسلامی ایران،یو قدرتمند هیواد دی او له پوځی اوامنیتی نظره په لوړه سویه چمتووالی لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2019 09:49 Asia/Kabul
  • امریکا په نارواؤ حکومتونو تکیّه لری

داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دقدس ځواک قوماندان په ډاګه کړې ، امریکا اودهغې متحدان دې پوهه شی،چې نن سبااسلامی ایران،یو قدرتمند هیواد دی او له پوځی اوامنیتی نظره په لوړه سویه چمتووالی لری .

زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دقدس ځواک قوماندان  سردار تورن جنرل قاسم سلیمانی  نن په تهران کې د  ایران دپولیسو د قوماندانانو،چاروالو،مدیرانو اومسئولانو په عمومی کنفرانس کې وئیلی دی،دښمنان هڅه کوی  دهیواد دامنیت په ګډوډولو او  داقتصادی بندیز په دوو اړمونو سره اسلامی ایران ته تاوان ورسوی .

 سردار قاسم سلیمانی ددېخبرې په کولو سره چې دښمن غواړی په اقتصادی دباؤنوسرهایران خبرو ته اړباسی،ټینګارکړی؛دایران هوښیار اوځیر ولس،له دښمن سره په اوسنیو شرائطوکې خبرې اترې دتسلیمیدا  په مصداق ګڼی اوهیڅکله هم دغه ذلت ته غاړه نه ږدی . 

 داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دقدس ځواک قوماندان  په ډاګه کړې،امریکا اودهغې متحدان دې پوهه شی،چې نن سبااسلامی ایران،یو قدرتمند هیواد دی او له پوځی اوامنیتی نظره  په لوړه سویه   چمتووالی لری .