ایران دافغانستان دسولې دبهیر ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81855-ایران_دافغانستان_دسولې_دبهیر_ملاتړ_کوی
زمونږخبریال وایی د ایران دباندنیوچارو د وزارت ویاند سید عباس موسی په کابل کښې د افغانستان دسولې دلوې جرګې د غونډې پرانیستل کیدا ته په اشارې سره وویل ایران په دغه هیواد کښې د سولې ، ثبات او د امنیت دټینګیدا غوښتونکی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2019 11:28 Asia/Kabul
  • لویدیځ هیوادونه د افغانستان د کلتور د بدلولو هڅه کوي .
    لویدیځ هیوادونه د افغانستان د کلتور د بدلولو هڅه کوي .

زمونږخبریال وایی د ایران دباندنیوچارو د وزارت ویاند سید عباس موسی په کابل کښې د افغانستان دسولې دلوې جرګې د غونډې پرانیستل کیدا ته په اشارې سره وویل ایران په دغه هیواد کښې د سولې ، ثبات او د امنیت دټینګیدا غوښتونکی دی .

هغه وویل دایران اسلامی جمهوریت دهر هغه بهیر او خبرواترو چې په افغانستان کښې د سولې د ثبات او دامنیت په ګټه وی ملاتړ کوی .

دافغانستان د سولې دمشورتی لویې جرګې څلور(۴)ورځنۍ غونډه پرون د ټول هیواد د څه  دپاسه درې زره او دوه سوه (۳۲۰۰)منتخب استازیو او د څه دپاسه دوه سوه(۲۰۰) میلمنو په ګډون سره په کابل ښار کښې پیل شوی ده .

دافغانستان د سولې د مشورتی لوې جرګې دغه څلور(۴) ورځنۍ غونډه په داسې حال کښې پیل شوی ده چې د ملی وحدت دحکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله په شمول ډیرو سیاسی څیرو د دغه جرګې په بایکاټ کولو سره وویل په دغه غونډې کښې به  ګډون ونکړی .

دغه راز د ایران دتقلید ستر مرجع ایت الله مکارم شیرازی هم په تهران کښې دافغانستان له پخوانی سفیر نصیر احمد نور سره په کتنې کښې  نن وویل لویدیځ هیوادونه د افغانستان د کلتور د بدلولو هڅه کوی .

شیرازی وویل امریکا او لویدیځ هیوادونه د رسنیو ، د ټیلی ویژن او راډیو ګانو او د اینټرنیټ په وسیه غواړی دافغانستان ځوانان له کلتوری پلوه له مشکل سره مخامخ کړی وویل لویدیځ هیوادونه په افغانستان کښې دخپرو سپیرو پلانونو د اجرا کولو کوشش کوی .