د ایران دتیلو دصادراتو صفر ته درسولو خوب یا حقیقت
دعربستان د تیلو په وړاندې دایران دتیلو دکیفیّت برلاسی او د تیلو پر نړیوال بازار واکمن واقعیّت ته په پام سره په عملی توګه،د ایران د تیلو لپاره هیڅ ځای ناستی وجود نه لری او په دغه شان شرائطو کې به دسیاسی آوزار په توګه له تیول استفاده ،ډیرې خطرناکې پائیلې په ځان پسې ولری .
دایران داسلامی جمهوریت دتیلووزیروئیلی دی،دایران دتیلودصادراتو صفرته رسول،که څه هم دامریکا او دایران د دووګاونډیانو هیله ده ، خو هیڅکله داجرا وړ نه دی .
دایران دتیلو وزیر بیژن نامدار زنګنه دچارشنبې په ورځې په تهران کې د تیول ،ګیسو چاڼځایونو او پیټروکیمیکل دچارو څلورویشتم نړیوال نندارتون په پرانیستونکو دستورو کې زیاته کړې ده ، د نظر هر یو خاوند پوهیږی ،چې دایران دوه ګاونډی هیوادونه دخپلو زیرمو او ظرفیّتونو په اندازې کې له اغراقه کار اخلی،نوځکه په نمائشی کارونو او فضا جوړونو سره به ،دایران دتیلو خالی ځای جبران نشی .
د امریکا حکومت د اپریل په ۲۲نیټهاعلان کړی،دایران دتیل اخستونکو د بندیز بخنښنې نیټه به نوره تمدید نه کړی.دامریکا خارجه وزیرمایک پمپئو وئیلی دی،عربستان او متحده عربی اماراتو ژمنه ورکړې ده په نړیوالو بازارونو کې دتیلو کمښت به چې دایران دتیلی بندیز له امله رامینځةکیږی ،جبران کړی .
دایران د تیلو دصادراتو صفرته په رسولو سره د تهران په ضددواشنګټن د ډیروزیاتو دباؤنو سیاست،دسپینې ماڼۍ داوسنیو چارواکو په ایجنډا کې شامل شوی دی او په همدې علت،امریکا دایران د تیلو داخستونکو معافیّت تمدید کړی نه دی.دا سیاست دامریکا دولسمشر ډونالډټرمپ د خپل سرو یو اړخیزو چارو د دوام ښودنه کوی .
دامریکا حکومت په هره روده هڅه کوی،دایران چلند اوکړچار بدل کاندی او دایران دملت په ضد داقتصادی دباؤنو زیاتیداپه همدې چوکاټ کې معناکیږی.د ډونالډټرمپ ټیم یواړخیزپالنه،له امریکاسره دهیوادونودمطلق پیوستون معنا ورکوی .
په همدې زمینې کې د ایران دنړیوالو چارو قاضی او حقوق پوه محسن محبی باؤری دی ، امریکا دیو اړخیز پالنې په چوکاټ کې غواړی،دنیا داسې برابره کړی،چې دخپلو ګټو په اساس ئې پر مخ بوځی او دا له حقوقی پلوه هیڅکله هم د منلو وړ نه ده.
دایران په وړاندې دامریکا اوسنی کړچار به په نړۍ کې دانرژۍ امنیت سره ګډوډ کړی او ټول هیوادونه به ضرر ووینی .دغه واقعّیت ته په پام سره د ټرمپی یواړخیز پالنې په وړاندې مقاومت یوه ضروری چاره ده.دماریکا یو اړخیز پالنې په نړیوال ډګر کې ډیر تاوانونه لری او باید ددې په وړانډې مقاومت وشی .
له ایرانه دتیلو دبندیز د معافیّت دنه تمدیدیدو په وړاندې دځینو هیوادونو جوت دریځ، دامریکا دخطرکانې یو اړخیز پالنې په وړاندې دمقاومت درامینځةکیدا نښې نښانې دی،چې دهغو په وړاندې بې پروائی به د قانون د حاکمیّت په ځای دځنګل قانون واکمن کړی .
دامریکا د سرزورو خوځښتونو په وړاندې په سیاسی ډګر کې د مقاومت دنښو نښانو پررامینځةکیدا سربیره،له عملی او تخنیکی اړخه هم په نړیوال بازار کې د ایران دتیلو لپاره بل جانشین نشته .اولا، دهغه څه په اپوټه چې امریکا ئې خوشبینه کړېده،عربتسان او متحده عربی امارات له تخنیکیاو دچاڼځایونو له پلوه د خپل له اوسنی توان څخه ،دتیلو دلازیات تولید توانمنۍ نه لری او په دې زمینې کې ئې ورکړل شوی ژمنې له نفسیاتی ډنډورو زیات بله هیڅ نه دی .
دوهم دا چې ، دایران د سپَکو تیلو کیفیّت عملا دعربستان او اماراتو دتیلو په وړاندې دبرلاسه کیدا له اړخه دهغو په ځای دبل چار راتلل غیر ممکن کړی دی . دایران تیل د درندوالی او سپَکوالی د درجې له پلوه او دغه راز د عربستان او متحده عربی اماراتو دتیلو په نسبت د آسیا اواروپا پشمول د نړۍ په بیلابیلو چاڼځایونو کې د ورځینی استفادې له پلوه ځانګړی برلاسی لری . په همدې چوکاټ کې ، دجنوبی کوریا اوهندوستان پششمول دایران دتیلو غوره اخستونکو دایران دتیلو دبندیز په وړاندې دامریکا په سیاست سخت اعتراضونه کړی دی . په همدې زمینې کې د جنوبی کوریا د انرژۍ داقتصاد موسسې په همدا وروستیو کې دایران دتیلو له اخستو دمخنیوی لپاره دامریکا په فیصلې د غوسې نندارې ته په وړاندې کولو سره وئیلی دی ،په بازار کې دایران د آئیډئیل تیلی موادو لپاره هیڅ جانشین وجود نه لری .
دایرندتیلوځینو غورهاخستونکوچاڼځایونه یوازې ډایران له اوومو تیلو سره برابر دی او دایران د تیلو دکیفیّت او د درندوالی د درجې دمشخصاتو په اساس جوړ شوی دی.دعربستان د تیلو په وړاندې دایران دتیلو دکیفیّت برلاسی او د تیلو پر نړیوال بازارواکمن واقعیّت ته په پام سره په عملی توګه،د ایران د تیلو لپاره هیڅ ځای ناستی وجود نه لری اوپه دغه شان شرائطوکې به دسیاسی آوزارپه توګه له تیول استفاده ،ډیرې خطرناکې پائیلې په ځان پسې ولری .